کرمه: د مرستو پر کاروان د بريد د قربانيانو شمير لوړ شوی
۱۴۰۳ دی ۲۸, جمعهد پاکستان له پېښوره د فرانسې خبري آژانس د رپوت پر اساس د پنجشنبې په ورځ د ۳۳ لاریو یو کاروان چې د کرمې علاقې ځايي سوداګرو ته ېې وريجې، اوړه او غوړي رسول او دوه مرستندوی موټرونه چې پکې اړین دارو درمل بار ول، د وسله والو له کمين سره مخ شو.
په کرمه کې له لسیزو راهیسي د شیعه او سني مسلمانانو تر منځ اختلافات موجود دي، خو دا شخړه په دې وروستيو کې لا پسې پراخه شوې او په نوامبر میاشت کې د تازه تاوتريخوالي په ترڅ کې شاوخوا ۱۵۰ کسان وژل شوي دي. دغه خونړۍ نښتې سبب شوي چې له نورې نړۍ سره د دغې علاقې اړيکې تر ډېره بریده قطع شي.
ورته نور ولولئ: پاکستان: د تېرو څو ورځو نښتو کې لږ تر لږه ۸۲ کسان وژل شوي دي
د ځایي پولیسو یو افسر د نوم د نه ښودلو په شرط یاد آژانس ته وويل چې د تېرې ورځې په کمين کې د وژل شوو کسانو «په ډله کې دوه امنيتي ځواکونه، څلور موټرچلونکي او څلور ملکیان شامل دي.»
د پولیسو دغه افسر زیاته کړه چې «له دې نه علاوه، داسې رپوټونه هم شته چې ځايي قبایلو پنځه تر شپږ پورې موټرچلونکي برمته کړي.» د هغه په خبره د امنيتي ځواکونو په یوه ځوابي حمله کې شپږ وسله وال هم وژل شوي دي.
ورته نور ولولئ: کرمه: په فرقه ییز تاوترخوالي کې له ۱۱۱ کسانو له وژل کیدو وروسته اوربند
د پنجشنبې په ورځ يوازې د یوه عسکر د وژل کېدو رپوټ ورکړل شوی وو.
که څه هم د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت ځايي حکومت او قومي مخورو په کراتو د مخالفو فرقو تر منځ جوړجاړي او اوربندونه اعلان کړي او د بیا نښتو په صورت کې ېې د عواقبو خبرداري هم ورکړي، خو دغه دښمنۍ او تاوتریخوالي پای ته ندي رسېدلي.
یوه ځايي حکومتي چارواکي د وضعیت په هکله ناهيلي وښوده. هغه د نوم د نه ښودلو په شرط وویل: «په دغه سیمه کې وضعیت ډېر خراب دی.»
د ښکیلو خواوو تر منځ تر ټولو ورستۍ روغه جوړه د جنوري میاشتې په لومړۍ وشوه، خو لس ورځې وروسته ېې هم سيمې ته د مرستو پر یوه تلونکي کاروان حمله وشوه چې په کې ګڼ شمير ځايي چارواکي او امنيتي ځواکونه ټپیان شول.