1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سفرآسیا

ډهاکه: پر ښوونځي د الوتکې رالوېدو د پېښې د مړو شمېر لوړ شوی

۱۴۰۴ تیر ۳۱, سه‌شنبه

د بنګله دېش په پلازمېنه دهاکه کې پر یوه ښوونځي د هوايي ځواک یوې تعليمي جیت الوتکې د رالوېدو په پېښه کې د مړو شمېر ۲۷ کسانو ته پورته شوی دی. چارواکو د سه شنبې په ورځ وویل چې په قربانیانو کې اکثریت ېې زده کونکي دي.

د بنګله دیش پلازمینه دهاګه کې د مایلستون کالج
د بنګله دېش په پلازمېنه دهاکه کې پر یوه ښوونځي د الوتکې د رالوېدو په پېښه کې د مړو شمېر ۲۷ کسانو ته پورته شوی دیانځور: Stringer/REUTERS

د بنګله دیش د هوايي ځواک ېوې الوتکې د دوشنبې په ورځ د پلازمېنې ډهاکې شمال کې د مایلستون ښوونځي او کالج ساختمان له دوهم پوړ سره ټکر وکړ. الوتکه د چین ساخت «اف-۷بي جي آی» ډوله تعليمي جیت ده.

په ابتدايي رپوټونو کې د مړو شمېر ۲۰ ښودل شوی، خو د شپې په جریان کې د ټپیانو له جملې څخه ۷ تنو ېې د ژورو ټپونو له کبله ساه ورکړه. په پېښه کې شاوخوا ۱۷۱ کسان ټپیان شوي هم دي.

 د بنګله دیش د موقت حکومت یو چارواکي سیدالرحمن د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته تائید کړه چې د مړو شمېر ۲۷ ته پورته شوی دی. د هغه په خبره په وژل شوو کې ۲۵ ماشومان او د الوتکې پیلوټ شامل دي.

د الوتکې د لوېدو پر وخت ښوونځي زده کونکي موجود ول

هغه زیاته کړه چې د شپږ مړو هویت مشخص شوی نه دی او ۷۸ کسان چې د سوځېدنې ټپونه ېې اخیستي په مختلفو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي. په ټپیانو کې هم اکثریت ېې زده کونکي دي. د الوتکې د ټکر پر مهال په ښوونځي کې چې له لومړي تر ۱۲ ټولګې پورې تعلیم په کې کېږي، زده کونکي موجود ول.

د بنګله دېش د پوځ مطبوعاتي څانګې ويلي چې دغې تعليمي جیت الوتکې د دوشنبې په ماسپښین د کورمیتولا هوايي اډې څخه پرواز وکړ چې څو دقیقې وروسته ېې ټکر وکړ.

سرچينې زیاته کړې د الوتکې پېلوټ له ځمکې له پورته کېدو سره سم د یوې تخنيکي ستونزې یادونه کړې وه.

حکومت نن سه شنبه د دغې پېښې په تړاو عمومي ماتم اعلان کړی دی.

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم (19.06.2023): 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب