1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امریکا کې هم دیموکراسي د زوال پر لور روانه ده

۱۴۰۰ آذر ۲, سه‌شنبه

د یوې نړیوالې ادارې د رپوټ پر بنسټ د امریکا په څیر مستحکم جمهوریت او ځینو اروپایي هیوادونو کې هم د اتباعو آزادي کمه شوې. په چین کې ديکتاتوري مخ پر زیاتیدو ده او جمهوریت ته تر ټولو ډیر زیان په هند او برازیل کې اوښتی دی.

Washington Trump Anhänger stürmen Capitol
انځور: Mihoko Owada/STAR MAX/IPx/picture alliance

په سویډن کې د تهنک ټینګ فکري بنسټ او د دیمورکراسۍ او انتخاباتو له پاره د مرستې نړیوال انیستیتوت (نړیوالې مفکورې)، د دوشنبې په ورځ په نړۍ کې د دیموکراسۍ د وضعیت په اړه خپل تازه رپوټ خپور کړی دی.

په رپوټ کې ویل شوي دي چې په تیره لسیزه کې د نړۍ په ډیرو جمهوریتونو کې د زوال پر لور د دیموکراسۍ میلان دوه برابره زیات شوی دی. اوس دا وضعیت د نړۍ یو پر څلورمه برخه هیوادونو کې لیدل کیږي.

په دې کې د امریکا په څیر مستحکم جمهوریت او د هنګري، پولنډ او سلوانیا په څیر اروپایي هیوادونه هم شامل دي.

د «انټرنیشنل آیډیا» یا نړیوالې مفکورې د دغه کلني رپوټ په حواله امریکا او یو شمیر اروپایي هیوادونو کې د اتباعو آزادي په پرله پسې ډول مخ پر کمیدو ده، په داسې حال کې چې ديکتاتوري حکومتونو «د پخوا په پرتله څو برابره زیات سرکوبه کوونکې چلند اختیار کړی دی.»

امریکا په لومړي ځل د دیموکراسۍ زوال په لیست کې

د سویډن د نړیوالې ادارې دغه رپوټ په داسې یوه وخت کې خپریږي چې د امریکا ولسمشر جو بایدن په راتلونکي میاشت کې د دیموکراسۍ په هکله د یوه مجازي غونډې کوربه توب کوي.

په دې غونډه کې به چې د دسمبر میاشتې پر دویمه نیټه به ترسره شي د نړۍ د ۱۰۰ هیوادونو مشران ګډون وکړي او پر هغو موضوعاتو به بحث وشي چې دیموکراسي یې له ننګونو سره مخامخ کړې ده.

د فرانسې خبري آژانس په حواله د دغه رپوټ یوه لیکوال الیکزیندر هډسن ویلي چې دا لومړی ځل دی چې په امریکا کې د دموکراتیکو ارزښتونو کمیدل لیدل شوي دي.

نوموړي ویلي دي چې د څیړنې او شمیرو له مخې د دیموکراسۍ ارزښتونو ته د زیان اوښتنې بهیر په ۲۰۱۹م کال کې پيل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې امریکا یوه ښه دیموکراسي ده، شاخصونه یې بهتره شوي دي او په ۲۰۲۰م کال کې حکومت بی طرفه پاتې شوی دی، خو په خبره یې د مدني آزادۍ محدودیتونو او پر دولتي بنسټونو د څار او نظارت په پام کې نیولو سره کولی شو ووایو چې د دیموکراسۍ اساسي عوامل له جدي ستونزو سره مخامخ دی.

هغه وویل چې له تاریخي پلوه له ۲۰۲۰ تر ۲۰۲۱م کاله پورې یو مهم وخت ځکه و چې پخواني ولسمشر دونالد ترمپ د ۲۰۲۰م کال ټاکنې تر پوښتنې لاندې راوستلې.

د نړیوالې مفکورې پخواني سکرتر کیون کاساس، وویل چې د ټاکنو شخړیز کول یوه د انديښنې وړ خبره ده.

په رپوټ کې زیاته شوې ده چې په نړۍ کې دیموکراسۍ ته تر ټولو ډیر زیان په هند او برازیل کې لیدل شوی دی. دغو هیوادونو په ځانګړي توګه داسې اقدامات وکړل چې د جمهوریت ضد ګڼل کیدای شي. دا داسې اقدامات و چې نامناسب او غیر قانوني ول او په هیڅ لحاظ داسې نه شي ویل کیدای چې دا د بیړني وضعیت له امله شوې وي.

آژانسونه: ش.ن/ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل