په متحده ایالاتو کې د ټول هیواد په کچه زرګونه کسان سړکونو ته را ووتل، څو د دغه هیواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د سیاستونو پر ضد خپله نارضایتي ښکاره کړي.
دغه اعتراضونه چې د شنبې (د اپریل میاشتې ۵ نیټه) په ورځ د واشنګټن، نیویارک، بوستون، میامي، شارلوت او اتلانتا په څیر ښارونو کې ترسره شول، د ډونالډ ټرمپ پر ضد د هغه د جمهوري ریاست د نوې دورې د پیل راهیسې تر ټولو پراخې مظاهرې بلل شوي دي.
د دغو مظاهرو په لاره اچونکو د یوه بل په همکارۍ د امریکا په ټولو پنځوسو ایالتونو کې تر زرو ډیرې غونډې پلان کړې وې.
په پلازمېنه واشنګټن کې زرګونومظاهره کوونکو سپینې ماڼۍ ته نزدې د ملي پارک پر لور اعتراضي مارش ترسره کړ. دوی په خپلو لاسونو کې پلاکاټونه لیږدول چې په کې دا ډول شعارونه لیکل شوي و: «هغه زمونږ ولسمشر نه دی»، «امریکا لمنځه مه وړئ» او د «قانون ماتول پای ته ورسوئ».
د نیوکو یوه برخه سوداګر او د ترمپ سلاکار ایلان ماسک ته متوجه وه چې اعتراض کوونکو هغه د فدرال ادارې د بنسټونو د بودیجې په کمولو او جنجالي سیاستونو تورنولو او د ماسک پر ضد یې شعارونه ورکول چې «ایلان خاموشه کړئ».
د امريکا په بېلابېلو هوايي ډگرونو کي د ترمپ د فرمان پرضد اعتراضونه وسول. د دغه فرمان له مخي امريکا ته د ۷ هيوادونو د وگړو ورتگ ځنډول سوی دئ. پر دې سربيره د پناه غوښتونکو منل هم ځنډول سوي دي.
انځور: picture alliance/AP Photo/C. Ruttleد امريکا په بېلابېلو هوايي ډگرونو کي په سونو فعالانو د دونالد ترمپ د فرمان پرضد اعتراض وکړ.
انځور: picture alliance/AP Photo/C. Ruttleد امريکا جمهوررئيس دونالد ترمپ د جمعې په ورځ ماښام د يوه اجرايي فرمان په لاسليکولو سره سخت محدوديتونه رامنځ ته کړل. د هغه په خبره په دې سره به دغه هيواد ته د «افراطي تروريستانو» د ننوتلو مخنيوی وسي.
انځور: picture alliance/AP Photo/C. Ruttleد دغه فرمان له مخي به امريکا متحدو ايالاتو ته درې مياشتي د ۷ هيوادونو وگړي نه سي ننوتلای. دغه راز امريکا ته ۹۰ ورځي د نورو ۷ اسلامي هيوادونو د وگړو ورتگ هم منع سوی دئ.
انځور: picture alliance/AP Photo/C. Ruttleدغه راز د امریکا د جمهوررئيس د دغه فرمان له مخي تر امرثاني پوري د سوريې هيڅ پناه غوښتونکي به په امريکا متحدو ايالاتو کي ونه منل سي.
انځور: picture alliance/AP Photo/C. Ruttleپر دې سربيره د ۱۲۰ ورځي له پاره د نورو هيوادونو پناه غوښتونکي هم امريکا ته ننوتلای نه سي.
انځور: picture alliance/AP Photo/C. Ruttleد شنبې په ماښام د نيويارک يوې محکمې په يوه بېړني حکم سره له امریکا متحدو ايالاتو څخه د بېگانه وگړو ايستل موقتي ممنوع کړي دي. دغه حکم د هغو کسانو له پاره دئ چي د دونالد ترمپ په فرمان سره ځيني وگړي د دغه هيواد په هوايي ډگرونو کي د ورننوتلو پرمهال بند پاته سوي دي.
انځور: Getty Images/AFP/Bryan R. Smithد محکمې د يوې قاضۍ مېرمن آن دانلي، له حکم سره سم هيڅوک اجازه نه لري، څو هغه څوک اخراج کړي چي د امريکا په وېزه دغه هيواد ته راځي.
انځور: picture alliance/AP Photo/C. Ruttleمېرمن دانلی په دې حکم سره په امریکا کي د مدني حقونو د ځينو سازمانونو شکايتونه موجه بللي دي.
انځور: picture alliance/AP Photo/C. Ruttleد قاضۍ استدلال دا دئ چي خپلو هيوادونو ته ددغو کسانو بيرته لېږل کيدای سي «د پام وړ زيانونه» ولري.
انځور: picture alliance/AP Photo/C. Ruttleخو مېرمن دانلی په دې اړه چي د ترمپ دغه فرمان د امريکا متحدو ايالاتو له قانون څخه سرغړونه ده، حکم نه دی صادر کړی. پتېيل سوې ده چي دغه محکمه به په فيبروري مياشت کي بيا سره کښېني.
انځور: picture alliance/AP Photo/Jae S. Leeپه امریکا کي د مهاجرو په برخه کي يوه وکيل ځينو رسنيو ته ويلي دي چي د هغو کسانو فېسبوک پاڼي هم کتل سوي دي چي د ترمپ له فرمان سره سم په هوايي ډگرونو کي بند پاته دي.
انځور: picture alliance/AP Photo/C. Ruttleد اينديپندنت ورځپاڼي د راپور له مخي د امريکا سرحدي مسئولان په هوايي ډگرونو کي د ورننوتونکو کسان فېسبوک پاڼي د هغوی د سياسي درځ په موخه گوري.
انځور: picture alliance/AP Photo/C. Ruttleد مهاجرو چارو يوې وکيلي اينديپندنت ورځپاڼي ته ويلي دي چي دا خبره ده چي امریکا ته حتی د داسي کسانو د ننوتلو مخنيوی سوی دی چي گرين کارت، اقامت او د کار اجازه ئې لرله.
انځور: picture alliance/AP Photo/C. Ruttleهغې دغه وضعيت ډېر «دردوونکی» بللی. په امریکا متحدو ايالاتو کي د مهاجرو په برخه کي څو سازمانونو او د مدني آزاديو اتحاديې (ACLA) د دوو عراقیانو چي په امریکا کي د اقامت اجازه لري، پر ترمپ باندي دعوی کړې. د دغو دوو عراقيانو يو ئې د دولت کارکوونکی دی. دغه دواړه عراقيان د نيويارک په جان اف کندي هوايي ډگر کي د ترمپ د فرمان له مخي نيول سوي دي.
انځور: picture alliance/AP Photo/C. Ruttle