په دې وروستیو کې د یوې څیړنې پایلې خپرې شوي دي چې د کارپوهانو د یوې ۵۰ کسیزې ډلې له خوا د ۱۶۲ موضوعاتو په اړه د مظاهرو ۱۶،۵۰۰ موارد په کې ارزول شوي دي.
دغه څیړنه د امریکا متحده ایالاتو د نیویارک ایالت په بینګهامتون پوهنتون کې د سیاست پروفیسور دیوید کلارک، په مشرۍ ترسره شوې ده. کلارک د خپل ژوند ۸ کاله د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د ډله ایزو اعتراضونو موضوع ته وقف کړی دی.
په دې څیړنه کې د ۱۹۹۰ کال را په دیخوا د مظاهرو معلومات ارزول شوي دي. د یادونې وړ ده چې په دې څیړنه کې پخپله په متحده ایالاتو کې لاریونونو ته اشاره نه ده شوې.
کلارک پوښتنه کوي چې اعتراض کوونکي د څه په لټه کې دي؟ څه شی د دې سبب کیږي چې دوی د اعتراضونو له پاره سړکونو ته راوځي؟ څه شی د اعتراضونو اور ته لمن وهي؟ او حکومتونه د دغو اعتراضونو سره د مقابلې له پاره له کومو میتودونو څخه کار اخلي؟ دا ټول د یادې څیړنې محوري ټکې شمیرل کیږي.
د ټولنیزو شبکو نقش
د دیوید کلارک او ترسره شوې څیړنې په اساس، اعتراضونه له ټولنیزو شبکو څخه د استفادې په دلیل په نامتمرکز ډول سازمان دهي کیږي. هغه اعتراضونه چې مشخص رهبر نه لري.
بل لور ته هغه اعتراضونه چې په تیره لسیزه کې په مختلفو هیوادونو کې ترسره شوي دي، د پخوانیو اعتراضونو په پرتله ډیر بریالي و او د پخوانیو مظاهرو په پرتله په کې تاوتریخوالي ته کمه لیوالتیا لیدل کیږي.
د دغو اعتراضونو سوله ایز او په عین حال کې جالب ډولونه، د بیلګې په توګه په پیرو هیواد کې د لوڅو باسیکل چلوونکو اعتراض او یا هم هانګ کانګ کې میلیوني اعتراضونه، د استبدادي حکومتونو له خوا له تاوتریخوالي ډک چلند سره د سرکوبه کولو امکان کموي.
بل لور ته د حکومت د قهرجن چلند په صورت کې، مظاهره کوونکي له ټولنیزو شبکو څخه په استفادې د اعتراضونو د سرکوبه کولو انځورونه او ویډیوګانې شیېر کوي او همدا موضوع کیدای شي سرکوبه کوونکو حکومتونو ته د درد سر پیدا کولو سبب شي.
دیوید کلارک همدارنګه د سرکوبه کونکو استبدادي حکومتونو له خوا له ټولنیزو شبکو څخه د ناوړه استفادې خبره هم کړې ده او په ایران کې د اعتراضونو د سرکوبه کولو بیلګه وړاندې کوي.
دغه کارپوه وایي چې د ایران حکومت نه یوازې د مظاهرو د پراخوالي د مخنیوي له پاره انټرنټ او ټولنیزو شبکو ته د خلکو لاس رسی محدودوي، بلکې حتی په دغو شبکو کې له موجودو اطلاعاتو څخه په استفادې د معترضینو د تعقیب او نیولو له پاره کار اخلي.
آژانسونه: ش.ن/ خ.ح
په واشنګتن کې د توکم پالنې او پولیسو تاوتريخوالو ضد د مظاهرو ادامه
په زرونو امريکايانو د جمعې په ورځ په واشنګټن کې يو ځل بيا د پولیسي تاوتريخوالو او توکمپالنې پر ضد مظاهرې وکړې. دوی د لینکلن د يادښت ودانۍ مخې ته راټول شوي ول. د مارتين لوتر کينګ زوی هم په مظاهره چیانو کې وو. انځور: Picture-alliance/AP Photo/S. Walsh د واشنګټن د جمعې ورځې په مظاهرو کې په زرونو کسانو ګډون درلود. دوی په امريکا کې د تورپوستانو د مساوي حقونو غوښتنه هم کوله.
انځور: Getty Images/C. Somodevilla په امريکا کې د پولیسي تاوتريخوالو او توکمپالنې ضد مظاهرې د جورج فلويد تر وژلو وروسته پيل شوي دي. دغه تورپوستی د پولیسو د يوه ماموريت پر مهال ووژل شو.
انځور: Picture-alliance/AP Photo/S. Walsh د يکشنبې په ورځ د اګست ۲۳مه، يو بل تورپوستکی هم د امريکايي پولیسو په ډزو ووژل شو. هغه ۲۹ کلن، جیکوب بليک نوميده. د هغه پلار هم د شنبې ورځې د مظاهرو یو ويناوال وو.
انځور: picture-alliance/AP Photo/S. Walsh د تورپوستو قربانيانو خپلوان د واشنګټن د اګست ۲۸ مې نيټې مظاهرو کې د جورج فلوید او د تورپوستانو د یو شمیر نورو قربانیانو خپلوانو ویناو کې د پولیسو تاوتريخوالو څخه یادونې وکړې.
انځور: Reuters/T. Brenner دغه مظاهره د لینکلن د يادښت ودانۍ په زړه کې وه چیرته چې ۵۷ کاله مخکې، د تورپوستانو مدني فعال، مارتين لوتر کینګ خپله مشهوره وینا «ارمان لرم» کړې وه.
انځور: DW/C. Bleiker د واشنګټن د جمعې ورځې (د اګست ۲۸مه) په مظاهرو کې د مارتين لوترکينګ زوی، دریم مارتین لوترکينک هم ګډون درلود او یو د ویناوالو څخه وو.
انځور: REUTERS د مارتين لوتر کينګ زوی وويل يوازې مظاهرې کافي نه دي. هغه پر يو بنسټيز بدلون باندې چې واقعي او دوامداره وي، ټينګار وکړ.
انځور: Getty Images/C. Somodevilla په امريکا کې د توکم پالنې او پولیسي تاوتريخوالو ضد مظاهرې، د دغه هيواد د راروانو ولسمشريزو انتخاباتو د کمپاينونو پر يوه مهمه موضوع باندې هم بدله شوې ده.
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Cortez د دموکراټانو نوماند او د ترمپ انتخاباتي سیال، جو بایدن د توکم پالنې ضد مظاهره کونکو سره همغږي ښيي، خو ترمپ يې مخالف دی. بايډن وايي چې که په انتخاباتو کې بریالی شو د توکمپالنې او پولیسي تاوتريخوالو پر ضد به مبارزه کوي. خو ترمپ پر «قانون او نظم» ټينګار کوي او د«غلو او بلواګرو» د اقداماتو په وړاندې يې خبرداری ورکړی دی.
انځور: DW/C. Bleiker اکثریت د مظاهره کونکو د مظاهرو پر مهال ماسکونه تړلي ول. امريکا متحده ایالات د نړۍ په سطحه د کرونا تر ټولو ډيرې مثبتې پيښې لري.
انځور: Picture-alliance/AP Photo/S. Walsh