احتجاج کوونکو د پاکستان او چین ترمنځ تجارتي لاره تړلې ده
۱۴۰۳ دی ۱۸, سهشنبهد سیمه ایز حکومت ویاند فیض الله فراق په حواله احتجاج څو ورځې مخکې له یوه مارش څخه پیل او په راتلونکي ورځ یې لاپسې پراخه شو. مظاهره کوونکو په دې ترڅ کې د ګلګت بلتستان ښار په علي آباد کې د قراقرم لویه لاره وتړله.
فراق وویل چې چارواکي له مظاهره کوونکو سره په خبرو بوخت دي، څو د احتجاج ختمولو ته یې قانع کړي. په پاکستان کې ډیری وختونه خلک په ساعتونو ساعتونو برق نه لري، په ځانګړي توګه په دوبي کې. خو د علي اباد اوسیدونکي وایي چې دوی په سخته یخنۍ کې تر ۲۰ ساعتونو پورې د بریښنا له بندیدو سره مخامخ وي.
د ګلګت بلتستان د سوداګرۍ او صنعت خونې مشر عمران علي سیمه ایزو رسنیو ته وویل چې چین ته پر مختلفو توکو بار ۷۰۰ لارۍ د سړک د بندیدو له کبله د وچې په بندر کې بند پاتې دي، په داسې حال کې چې د پاکستان له مختلفو سیمو څخه د صادریدونکو توکو لیږد هم اغیزمن شوی دی. پاکستان تر ډیره له چین سره پر تجارت او اقتصادي پروژو حساب کوي.
دا لومړی ځل نه دی چې مظاهره کوونکو دغه سړک بند کړی دی. تیر کال په اګست کې هم مظاهره کوونکو د پاکستان او چین ترمنځ سوداګریزه لاره تړلې وه، چې له امله یې سفر او سوداګري اغیزمنه شوې وه او ډیر شمیر نړیوال سیلانیان هم هلته بند پاتې ول.
د ګلګت بلتستان مظاهره کوونکي د اسلام اباد له حکومت څخه هم شکایت لري. دوی وایي چې مرکزي حکومت د دوی د ستونزو د حلولو له پاره کافي اقدامات نه دي کړي.
په احتجاجي پرلت کې ګډون کوونکي قومي مشر باباجان وایي چې په ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۳ تر ۴ ساعتونو پورې برق راځي چې له کبله یې د ماشومانو د زده کړو ترڅنګ د هر یوه ژوند اغیزمن کیږي.
د هغه په وینا د بریښنا د تامینولو له پاره بیړنیو اقدماتو ته اړتیا ده. مظاهره کوونکي دا هم وایي چې د دوی احتجاج د ډیر شمیر پاکستاني رسنیو له خوا په بشپړ ډول له پامه غورځول کیږي.