1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپايي اتحادیې د ایستلو مرکزونه او روانډا

احمد ولي اڅکزی | د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۵ آبان ۲۴, یکشنبه

پنځو اروپايي هېوادونو د راپورونو له مخې له روانډا سره د کډوالو د ایستلو د مرکزونو پر جوړولو موافقه کړې، او ښايي دا هېواد د اروپايي اتحادیې له بهر د لومړي داسې مرکز کوربه شي.

د اروپايي اتحاديې او روانډا بيرغونه
اروپايي اتحاديه غواړي د روانډا سره د مهاجرت په موضوع کې همکاري ولريانځور: Viacheslav Chernobrovin/Zoonar/picture alliance

وروسته له هغې چې آلمان او څلورو نورو اروپايي هېوادونو د اروپايي اتحادیې له بهر د رد شویو پناه غوښتونکو لپاره د ایستلو د مرکزونو د جوړولو جنجالي طرحه مخته یوړه، اوس د راپورونو له مخې پرېکړه شوې ده.

ټاکل شوې ده د دوشنبې (د ۲۰۲۶ کال د نومبر ۱۶مه) په ورځ پنځه اروپايي اتحادیې غړي هېوادونه له روانډا سره د مهاجرت یوه هوکړه اعلان کړي. د فرانس پرس خبري اژانس ته د ډیپلوماتیکو او نورو باخبره سرچینو له مخې، روانډا ښايي د داسې لومړي ایستلو مرکز کوربه شي.

د ایستلو مرکزونه څه دي؟

د ایستلو په دغو مرکزونو کې، چې «Return Hubs» بلل کېږي، هغه پناه غوښتونکي ځای پر ځای کېږي چې په اروپايي اتحادیه کې یې د پناه غوښتنې غوښتنلیک رد شوی وي، خو خپلو اصلي هېوادونو ته یې شړل ممکن نه وي. د دې مرکزونو د جوړېدو لپاره اړینه ده چې یو یا څو اروپايي هېوادونه له یوه درېیم هېواد سره هوکړه وکړي.

د دغو مرکزونو حقوقي بنسټ د اروپايي اتحادیې د بېرته ستنولو مقرره ده، چې د اروپايي پارلمان او غړو هېوادونو استازو د روان کال په جون میاشت کې پرې موافقه کړې وه.

له مقررو سره سم، کوربه هېواد باید د نړیوالو قوانینو له مخې د بشري حقونو نړیوال معیارونه مراعات کړي. دغه مقرره د اروپايي اتحادیې د مهاجرت د سختې شوې تګلارې برخه ده.

د اکتوبر په پیل کې د اروپايي اتحادیې غړو هېوادونو د کډوالۍ د نویو سختو مقرراتو وروستۍ تصویب هم وکړ چې د ایستلو د مرکزونو جوړولو زمینه برابروي.

آیا دا قانوني اقدام دی؟

د دې طرحې د قانوني مشروعیت موضوع لا هم په بشپړه توګه نه ده روښانه شوې. د روان کال په اپریل کې د اروپايي عدالت محکمې یوې حقوقي ارزونې ویلي وو چې لږ تر لږه په البانیا کې د ایټالیا د ایستلو مرکزونه د اروپايي قوانینو خلاف نه دي.

په ارزونه کې راغلي چې د اروپايي اتحادیې قوانین په اصل کې غړو هېوادونو ته د خپلې خاورې څخه بهر د دې ډول مرکزونو د جوړولو مخه نه نیسي. خو شرط دا دی چې هلته مېشت کسان حقوقي ملاتړ، ژبنۍ مرستې او له خپلو کورنیو او اړوندو چارواکو سره د اړیکو ساتلو امکان ولري.

کومې نیوکې مطرح دي؟

د بشري حقونو بنسټونه او کلیسایي ادارې خبرداری ورکوي چې دغه طرحه کولی شي مهاجرت جرم ته ورته وښيي. د نړیوال ژغورنې کمېټې (IRC) استازې مارتا ویلاندر ویلي چې داسې ښکاري لکه اروپايي مقرره د اروپايي اتحادیې له خاورې بهر په زندان ته ورته ځایونو کې د خلکو ساتل عادي کوي.

نیوکه کوونکي وایي خلک ښايي هغو هېوادونو ته ولېږدول شي چې پکې د ځورونې، شکنجې او یا نورو جدي خطرونو امکان شته. کاریتاس خیریه بنسټ ویلي چې اغېزمن خلک ښايي د «خپل‌سرو او نامحدود توقیف» له امله په یوه «حقوقي خړ زون» کې پاتې شي. د ماشومانو د حقونو سازمان «Save the Children» هم خبرداری ورکړی چې دغه مرکزونه د ماشومانو د حقونو د پراخو سرغړونو خطر لري.

دغه هم ولولئ: د آلمان د مهاجرت کمیسار روانډا ته د کډوالو د اخرج پلان وړاندې کړی

د اولاف شولڅ د پخواني ایتلافي حکومت پر مهال هم د دریمو هېوادونو طرحه ارزول شوې وه. د آلمان د کورنیو چارو وزارت د ۲۰۲۴ کال د جولای د معلوماتو له مخې، کارپوهانو د دغو مرکزونو لګښتونه د خپل هېواد دننه د کډوالو د ساتنې په پرتله ډېر لوړ بللي وو.

کوم اروپايي هېوادونه دا طرحه مخته وړي؟

آلمان، ډنمارک، هالنډ، اتریش او یونان له افریقايي او نورو هېوادونو سره د ایستلو د مرکزونو د جوړولو په اړه خبرې کړې دي. د سپتمبر په پیل کې په کوپنهاګن کې په یوه غونډه کې پرېکړه وشوه چې تر کال پای پورې له یوه غیر اروپايي هېواد سره په دې اړه هوکړه وشي.

ایټالیا په البانیا کې د ورته مرکزونو له امله مخکښ هېواد ګڼل کېږي. خو ځینې نور اروپايي هېوادونه، لکه فرانسه، د دغسې مرکزونو ملاتړ نه کوي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د جون په میاشت کې ویلي وو: «زه باور لرم چې دا نه اغېزناک دي او نه زموږ له اصولو سره سمون لري.»

په بریتانیا کې هم د ۲۰۲۴ کال پر مهال د ورته یوې طرحې لغوه کېدل اعلان شول، وروسته له هغې چې سترې محکمې هغه «غیر قانوني» بللې وه.

د ایستلو مرکزونه به چېرته جوړ شي؟

د روان کال د اګست په پای کې د روانډا حکومت تایید کړې وه چې د آلمان او یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو استازو ورسره د ایستلو د مرکزونو په اړه خبرې کړې دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، ایټالیا هم له روانډا سره د ورته هوکړې لېوالتیا ښودلې ده. د احتمالي ځایونو له ډلې یو د ګاشورا ترانزیټي مرکز یادېږي چې د پلازمېنې کیګالي شاوخوا ۶۰ کیلومتره لرې موقعیت لري.

دغه هم ولولئ: المان یو دریم هیواد ته د پناغوښتنې پروسې د انتقالولو ارزونې ته دوام ورکوي

هلته له ۲۰۱۹ کال راهیسې هغه کډوال ځای پر ځای شوي چې په لیبیا کې بند پاتې وو. د روان کال په پیل کې د آلمان د پراختیا وزارت له روانډا سره پلان شوې حکومتي مشورې لغوه کړې وې.

د دې پرېکړې لامل په کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې د M23 ډلې هغه عملیات بلل شوي وو چې د روانډا له ملاتړ سره تړل کېدل. د روانډا تر څنګ یوګانډا او ازبکستان هم د احتمالي کوربه هېوادونو په توګه یاد شوي وو.

خو د ډیپلوماتانو او د خبرو اترو د باخبره سرچینو په وینا، اوس روانډا د دې طرحې تر ټولو قوي نوماند بلل کېږي.
 

احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.
کتونکی:زمزمه نیازۍ
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل