1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ايرانه تر زرو ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۱۴۰۲ شهریور ۱۷, جمعه

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت ویلي، دغه کډوال په تېرو دوو ورځو کې د اسلام کلا له لارې افغانستان ته ستانه شوي.

آرشیف: له ایرانه د افغان کډوالو اخراج
آرشیف: له ایرانه د افغان کډوالو اخراجانځور: DW/S. Tanha

د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت پر د ټولنیزو رسنیو پر ايکس شبکه چې مخکې ټويتر بلل کیده، لیکلي چې له ایرانه یو زر او ۱۶ تنه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شول.  د وزارت له خوا زياته شوې: «د هرات ولايت د اسلام قلعې سرحدي آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې کورنۍ او مجردان شامل وو، چې له ډلې يې ۵۵۸ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول، چې د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ورسره وشوې.»

طالبانو نه دي ویلي چې دغه کډوال په خپله خوښه ستانه شوي او که دایران حکومت په اجباري ډول شړلي، خو ایران له تېرو څو کلونو د هغو افغان کډوالو په زور اېستلو لړۍ پيل کړې چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د طالبانو حکومت نېږدې هره اونۍ له پاکستان او ایران څخه د زرګونوافغان کډوالود ورستنېدو خبر ورکوي، د رپوټونو له مخې دا هغه افغانان دي چې پاکستان او ایران یې په زور له دغو هېوادونو باسي.

د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت د شمېرو پر بنسټ، ددې ډلې د واکمنېدو راهېسې تراوسه دوه میلیونه او ۸۸ زره ۵۴۳ افغان کډوال له بیلابیلو هېوادونو افغانستانه ته ستانه شوي دي.

دا شمېرې داسې مهال ورکړل شوي چې افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو راهېسې له دغه هېواده کډوالي او تېښته ډېره شوې او اوسمهال زرګونه افغانان امریکا او اروپا ته د کډوالۍ په تکل ګاونډیو هېوادونو کې د انتظار شپې او ورځې تېروي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب