1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چیلي په ځنگلونو کي تر سختو اورونو وروسته د مرستي غوښتنه

۱۴۰۱ بهمن ۱۶, یکشنبه

د چیلي د جنوب په ځنگلونو کي سختو اورونو ته په کتو سره عیسوي خیریه سازمان، کاریتاز د مرستي غوښتنه کړې ده.

Chile Waldbrände
انځور: Matias Delacroix/AP/dpa/picture alliance

د حکومتي ارقامو په حواله په اوس وخت کي ۸۰ اورونه لا تر کنټرول لاندې ندي راغلي او د دغه هیواد د جنوب په مرکزي برخو کي لمبو ۴۵۰۰۰ هکټاره ځنگل سوځلی دی. د دغو اورونو په سبب تر اوسه پوری حد اقل ۲۲ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. 
د کاریتاز په یوه اعلامیه کي پرون شنبه راغلي دي، چي « بیا زموږ هیواد د ځنگلونو د سوځیدو له عواقبو څخه کړیږي، چي په مختلفو برخو کي، لکه د چیلي مرکزي او جنوبي برخو کي یې اورونه پراخیږي او د ټولو همدردۍ او همکارۍ ته ضرورت دی». 
کاریتاز غواړي په دغه کمپاین سره په چیلي کي هغو سختو انساني او بشري ضرورتونو ته توجه را واړوي، کوم چي د اورونو په نتیجه کي رامنځته سوي او غواړي د عامه او مدني ټولنو په همکارۍ سره پرهغه باندي غالبه سي. 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب