1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
هنرآسیا

دلیپ کمار د ۹۸ کلونو په عمر ومړ

۱۴۰۰ تیر ۱۶, چهارشنبه

د فلمي نړۍ نامتو هنرمند دليپ کمار د ۹۸ کلو په عمر ومړ. د هند مشهورو سياسي او فلمي اشخاصو د دليپ کمار پر مړينه ژور خفګان څرګند کړی دی.

Indien Schauspieler Dilip Kumar Bollywood
انځور: AP

دليپ کمار د ممبۍ په يوه روغتون کې چېرې چې هغه په ساه اخيستو کې د تکليف له کبله بستر وو، مړ شوی دی. نوموړی تر بستريدو يو څو ساعته وروسته د سيمې په وخت د سهار پر اوه نيمو بجو له نړۍ سترګې پټې کړې.

نوموړي د روانې میاشتې په سر کې هم د لنډې مودې له پاره په روغتون کې تر درملنې لاندې وو.

د ممبۍ په هندوجا روغتون کې د دليپ کمار په درملنه بوخت ډاکتر جليل پارکر تر ټولو د مخه د هغه مړينه تائيد کړه، وروسته یې بيا د کورنۍ يوه دوست فيصل فاروقي د تویتر له لارې وليکل: «په ډېرې خواشينۍ سره د خپل يوه ډېر ښه هنرمند د مړينې خبر له تاسې سره شریکوم. موږ ټول خدای پيدا کړي يو د هغه پر لور ستنيږو.»

څو ورځې تر مخه کله چې دليپ کمار په روغتون کې بستر شوی وو، نو هغه وخت هم د هغه د مړينې خبرونه خپاره شوي ول خو بيا یې ميرمن سايره بانو دا خبرونه رد کړل.

د دليپ کمار پر مړينه غبرګونونه

د هند د لومړي وزير نريندر مودي په ګډون د دغه هېواد مخکښو سياسي شخصيتونو د دليپ کمار پر مړينه خواشيني څرګنده کړه او د تسليت پېغامونه یې خپاره کړل.

ولسمشر رام نات کووند د تويتر له لارې ليکلي: «دليپ کمار د هر چا زړه ګټلی وو. هغه د هند د نيمې وچې د ټولو خلکو له مینې برخمن وو.  د هغه له مړينې سره يو عصر پای ته ورسېده. دليپ کمار به زموږ په زړونو کې تل ژوندی وي.»

لومړي وزير نريندر مودي هم په خپل تويت کې ليکلي: «دليپ کمار به د سينما د يوه افسانوي هنرمند په توګه تل په ياد پاتې وي. هغه د بې کچې عظمت او شان او شوکت څښتن وو چې له دې کبله د هر نسل د خلکو له هغه سره مينه درلودله. د هغه مړينه زموږ د کلتور نړۍ له پاره يوه ستر ضايع ده. د هغه کورنۍ، ملګرو او مينه والو ته تسليت وړاندې کوم.»

هنرمند اميتاب بچن هم د نوموړي پر مړينه خواشيني څرګنده کړې: «يو عصر پای ته رسيږي، يوه اداره له منځه ولاړه. هر کله چې د هند د سينما تاريخ ليکل کیږي نو تل به د دليپ کمار څخه شروع کیږي او پر هغه به ختميږي. زه د هغه د روح د آرامیدو دوعا کوم.»

دليپ کمار د ترانې په نوم فلم کې د مدهو بالا سرهانځور: picture-alliance/Mary Evans Picture Library

د هالي ووډ د کابو هر نسل هنرمندانو، پروډيوسرانو او د فلم جوړونکو دليپ کمار ته د درناوې په وړاندې کولو سره هغه ستايلی دی او زياترو یې ويلي چې دليپ کمار به هيڅ ثاني ونه لري او نه به هم په هالي ووډ کې څوک د هغه ځای ته ورسيږي.

د هندي فلمونو د دې مشهور ستوري دليپ کمار خپل نوم يوسف خان وو. هغه په ۱۹۲۲م کال کې د پيښور په قضه خوانۍ بازار کې زيږيدلی وو. هغه په ۱۹۴۴ م کال کې په هندي سينما کې د «جواز بهاټا» په نوم فلم سره خپل هنري سفر پېل کړ.

نوموړي په يو شمیر مشهور فلمونو کې کار کړی چې «کوه نور، مغل اعظم، ديو داس، نیا دور او رام او شيام» پکې شامل دي. د نوموړي وروستی فلم په ۱۹۹۸م کال کې د «قلعه» په نوم وو.

دليپ کمار ته په ۲۰۱۵م کال کې د هند دويمه تر ټولو ستره ملکي جایزه «پدم وبهوشن» او په ۱۹۹۴ م کال کې تر ټولو ستره د «دادا صاحب پهالکې» جایزه هم ورکړل شوې وه. 

صلاح الدين زين، نوی ډیلی

زموږ له آرشيف څخه:

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب