1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سپوږمۍ کي د اوبو په اړه نوي معلومات

۱۳۹۹ آبان ۶, سه‌شنبه

نويو څېړنو ښوولې چې د سپوږمۍ پر سطح ښایي په ډېرو ځايونو کې اوبه موجودې وي او د دغه اوبو مقدار به تر هغه زيات وي چې مخکې یې په اړه فکر کيدی. ډير وخت داسي انګيرل کیدل چې سپوږمۍ هيڅ اوبه نه لري.

Astronomy Photographer of the Year 2020 I Our Moon
انځور: Richard Addis

د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر ۲۶ نيټه) د «نيچر استرونومي» په نامه مجله کې خپرې شوې دوې څيړنې ښيي چې پر سپوږمۍ ښايي تر هغه زياتې اوبه موجودې وي لکه تر اوسه چې یې په اړه فکر کيدی. په دې کې د سپوږمۍ په قطبي سيمو کې تر دايمي سيورو لاندې «په يخو چينو» کې پراته کنگلونه هم شامل دي.

ناسا د سپوږمۍ په اړه د تويتر په خپل حساب کې ليکلي: «موږ اعلان کوو چې په لومړي ځل مو د سپوږمۍ په ځينو برخو کې د H2O یعني د اوبه شتون تائيد کړی دی. زموږ څېړنې ښيي چې اوبه ښايي د سپوږمۍ پر سطح ویشل شوي وي.»

له لسیزو راهيسې فکر کيدی چې په سپوږمۍ کې به هیڅ اوبه موجودې نه وي. خو يوولس کاله تر مخه څيړونکو وموندله چې د سپوږمۍ په تياره اړخ کې د اوبو کوچنۍ چينې په پراخه ساحه کې ويشل شوي دي. خو اوس د ساينس پوهانو يوې ډلې رپوټ ورکړی چې د سپوږمۍ په هغه سيمو کې يې چې د لمر وړانګې ورته رسيږي، په لومړي ځل د اوبو د شتون روښانه ثبوت موندلی دی.

د څښاک اوبو او د راکټونو د سون مواد

د امريکا د کولارادو پوهنتون څخه د پاول هاين په حواله چې د ساينس پوهانو د دې ډلې مشري کوي، د سپوږمۍ ۴۰ زره مربع کيلومتره ساحه د دې وړتيا لري چې اوبه د يخ په شکل کې وساتي.

نوموړي وويل چې دا ساحه تر هغه ۲۰ سلنه زياته ده چې مخکې یې په اړه اټکل شوی وو. هاين وويل چې په دغو په اصلاح يخو ساحو کې د تودوخې درجه تر منفي ۲۶۱ هم ټيټه ده. دا په دې معنا ده چې په دغو ځايونو کې دغه کنگلونه په ميليونو کلونه پاتيدلی شي.

د ناسا د سپوږمۍ مدار پيژندونکي د معلوماتو په کارولو سره، ساينس پوهانو داسې يخې چينې هم موندلي چې قطر يې يوازې څو متره او پراخوالی یې ۳۰ کيلومترو ته رسيږي او یا تر دې هم زيات.

دا کشف په دې اړه د پام وړ امکان برابروي چې په راتلونکي کې به فضانوردان له دغو سرچينو څخه د څښاک اوبو او يا د راکټونو له پاره د سون موادو په جوړولو کې کار واخيستلای شي.

پاول هاين، اسوشيتد پريس خبري آژانس ته وويل: «موږ په دې باور يوو چې دا به په راتلونکي کې پر سپوږمۍ د فضانوردانو د ماموريتونو چې د اوبو په لټه کې وي، د کښيناستو ساحه پراخه کړي.»

د دې څېړنو يوه بل ګډونوال کيسي هنيبال وويل چې اوبه ښايي د ښيښه يي مريو په شکل او يا په بل شکل کې وي څو د سپوږمۍ په خورا سخت چاپيريال کې وساتلې شي. نوموړي وويل چې که چیرې دغه اوبه «په ځينو ساحو کې په کافي اندازه کې موجودې وي» نو فضانوردان ښايي د دې جوګه شي چې دغه اوبه د څيړنو له پاره وکاروي.

ساينس پوهان په دې آند دي چې دا اوبه د آسماني ډبرو، د سيارو ترمنځ ګرد، د شمسي بادونو او يا د سپوږمۍ د اور شيندونکو په نتيجه کې رامنځته شوي وي.

(dpa, afp, rtr) ب.ص/ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل