په افغانستان کې د شکنجې په تور د یوه آلماني افسر محاکمه
۱۳۹۹ بهمن ۹, پنجشنبهڅارنوالۍ او مدافع وکیلانو بیا ددغي پریکړي په مقابل کې د استیناف غوښتنه کړې. د آلمان فدرالي عالي محکمه اوس غواړي دا معلومه کړي چي آیا تورن کس به په خارج کي د یوه افسر په توګه، په آلمان کي مصوونیت تر لاسه کړي او که څنګه.
ویل کیږي چي نوموړي پخواني افسر له بندیانو څخه د تحقیقاتو پر وخت د اخطارونو له ورکولو او تشدد څخه کار اخیستی دی. سربیره پر دې یې د یوه طالب قوماندان جسد د جنګي غنیمت په ډول پر یوه محافظتي دیوال ښکاره کړی وو .
آلماني محکمې کولای سي هغو کسانو ته جزا ورکړي چي د مشخصو جرمونو په کولو سره یې له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه کړې وي.
د جرمني عالي محکمه به اوس دا پریکړه وکړي چي آیا دغه ډول اعمال چی د خارجي ماموریت پر مهال د یوه کس له خوا تر سره سوي وي، هم جرم حساب کیدای سي او که څنګه.
همدارنګه به په دې اړه هم مشوره وسي چي دغه موضوع به د آلمان د اساسي قانون محکمې ته هم راجع سي. په مشخص ډول به خبره پر دې وي چي ایا تورن کس خلک شکنجه کړي او که نه.