1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پوهنتونونو پيل او د نجونو او هلکانو د ګډ صنف ستونزه

۱۴۰۰ شهریور ۱۶, سه‌شنبه

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته، محصلین بیرته کرار کرار خپلو پوهنځیو ته روانیږي. خو د طالبانو له خوا د جنسیتي جلاوالي قانون د پوهنتونونو صنفونه پر دوو برخو، زنانه او مردانه باندي ویشلي دي.

Afghanistan Kabul Universität Geschlechtertrennung
انځور: AAMIR QURESHI/AFP

هغه څه چي د افغانستان په مکتبونو او پوهنتونونو کي رامنځته کیږي د خارجي قوتونو تر نیژدې څارني لاندي دي، دا ځکه چي د پوهنتونونو د فعالیت څرنگوالی د دې ښکارندويي کوي چي د طالبانو تر حاکمیت لاندي به ښځي له کومو حقونو څخه برخمني وي.

ځینو هیوادونو ویلي دي چي د طالبانو په رسمیت پیژندل او له افغانستان سره د هغوی مالي مرستي په راتلونکي کي د طالبانو د حکومت ولۍ او له ښځو سره د هغوی له چلند سره تړاو لري.

له ۱۹۹۶م څخه تر ۲۰۰۱ کاله پوري د طالبانو د تیر حکومت پر وخت ښځو د تحصیل او کار حق نه درلود. که څه هم اوس طالبان ډاډ ورکوي چي ښځي به د اسلامي شریعت په چوکاټ کي له خپلو حقونو څخه برخمني سي، خو بیا هم معلومه نه ده چي د دغي اصطلاح عملي مفهوم څه دی.

د کابل، کندهار او هرات ښارونو د پوهنتونونو استادانو رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چي د نجونو او هلکانو صنفونه سره جلا سوي دي او هغوی په بیلو اطاقونو کي زده کړي کوي او یا هم په گډ صنف کي د هغوی ترمنځ پرده وهل سوې ده.

انځور: AAMIR QURESHI/AFP

د انجیلا په نامه د کابل پوهنتون ۲۱ کلنه محصله چی پوهنتون ته د رسیدو پر وخت د ښځینه او نارینه محصلینو د جلاوالي شاهده وه، رويترز خبري آژانس ته په تلیفون کي ويلي دي: »د ښځینه او نارینه محصلینو ترمنځ د پردې ځړول د منلو وړ نه دي.« هغه زیاتوي صنف ته د ننوتو پر وخت مي بد احساس درلود، موږ په تدریجي ډول ۲۰ کاله شاته ځو. د انجیلا په خبره د طالبانو له خوا د افغانستان تر نیولو مخکي هم که څه هم نجوني او هلکان په بیلو ځایونو کي کښیناستل، خو تر یوه چتر لاندي به یې زده کړي کولې.

طالبانو تیره اونۍ اعلان وکړ چي تحصیلي بهیر باید بیرته پیل سي خو دې ته اړتیا ده چي ښځي او نارینه یو له بل څخه جلا وي. خو د طالبانو ویاند د یوې پردې په وسیله د ښځو او نارینه وو د بیلوالي په هکله څه ونه ویل او په پوهنتونونو کي یې د تدابیرو جزیات روښانه نه کړل.

د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چي د یوې پردې په وسیله د هلکانو او نجوني جلا والی د منلو وړ نه دی، دا ځکه چي افغانستان محدودي مالي او بشري سرچینې لري. له همدې کبله ښه داده چي یو استاد دواړو برخو یعنی ښځینه او نارینه ته درس ورکړي.

«زده کړو ته ادامه ورکړی»

په کابل کي د ابن سینا پوهنتون له خوا خپاره سوي تصویرونه په پراخ ډول په ټولنیزو رسنیو کي خپریږي. په دغو تصاویرو کي یوه خاکي پرده لیدله کیږي چي د صنف منځ یې پر دوو برخو ویشلی دی او ښځي په پوړني او اوږدو کالیو کي په داسي حال کي چي مخ یې لڅ دی، په دغو صنفونو کي حضور لري.

د پوهنتون څو تنو استادانو ویلي دي چي هغه قوانین چي باید عملي سي، مبهم دي. دا ځکه چي طالبان د کابل تر نیولو درې اونۍ وروسته هم په دې نه دي توانیدلي چي یو حکومت جوړ کړي. د طالبانو بیرته راتگ ډېري ښځي اندېښمني کړي چي خپل حقونه ښايي له لاسه ورکړي. ښځو دغه حقونه د کورنيو او په یوه اسلامي هیواد کي د محافظه کاره چارواکو پر فشار سربیره تر لاسه کړي دي.

په هرات کي د ژورنالیزم یوه استاد ویلي دي چي مجبوره دی خپل درسي ساعت پر دوو برخو وویشي. هغه اول نیم ساعت ښځو ته درس ورکوي او دوهم نیم ساعت یې نارینه وو ته اختصاص کړی دی. د دوشنبې په ورځ له ۱۲۰ ثبت سوو محصلینو څخه یوازي یو پر څلرمه برخه درس ته راغلي ول. ځيني استادان او محصلین له هیواد څخه تښتیدلي دي.

هغه زیاتوي: »نن ورځ محصلین ډیر وارخطا دي. ما ورته وویل چي راسئ او خپلو درسونو ته دوام ورکړی. په راتلونکو ورځو کي به نوی حکومت خپل قوانین تنظیم کړي.«

په کابل کي د یوه خصوصي پوهنتون استاد، ۳۷ کلن شیراعظم ویلي دي چي پوهنتون هغوی ته دوه انتخابه ورکړي: د نجونو او هلکانو بیل تدریس او یا هم د پردې او تختې په وسیله د صنف بیلوالی. خو هغه په دې هکله چي څومره محصلین به یې بیرته درس ته راسي، اندېښنه څرگنده کړه او وې ویل: «نه پوهیږم چي څومره محصلین به بیرته خپلو صنفونو ته ستانه سي، دا ځکه چي اوس اقتصادي ستونزه هم مطرح ده. ځیني شاگردان له داسي کورنیو څخه راځي چي نور یې خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.»

GP/NZ/AG