1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طلاق شوې افغانې ښځې پخوانو مړونو ته ور ستنېدو ته مجبوريږي»

۱۴۰۱ اسفند ۱۵, دوشنبه

د رپوټونو پر اساس طالب قوماندانانو په يو شمير قضيو کې هغه ښځې چې د تېر حکومت په دوره کې يې د کورني تاوتريخوالي له کبله له خپلو مړونو څخه طلاق اخيستی وو، مجبورې کړي دي چې بيرته هغوی ته ستنې شي.

د مروه په نوم ښځه چې خپله کيسه کوي
د مروه په نوم ښځه چې خپله کيسه کوي انځور: Luana Sarmini-Buonaccorsi/AFP

د مروه په نوم دغه ميرمن له هغو ګوتو په شمير ښځو څخه يوه وه چې په افغانستان کې د پخواني حکومت په دوره کې له میړه څخه په قانوني توګه جلا شوې وه. په هغه يوه هېواد کې چېرې چې ښځې کابو هیڅ حقوق نه لري او کورنی تاوتريخوالی زيات دی.

نوموړې ډېره موده د خپل خاوند له خوا وهل کټول کيدله. ميړه یې حتی غاښونه هم ور مات کړي ول.

کله چې د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې طالبان په دویم ځل واک ته ورسېدل، د هغې ميړه ادعا وکړه چې هغه مجبور کړل شوی وو چې خپلې ښځې ته طلاق ورکړي. په پای کې قوماندانانو امر وکړ چې هغه بيرته خپل ميړه ته ستنه شي.

۴۰ کلنه مروه چې په مستعار نوم یې خبرې کولې، وويل: «ما او لوڼو مې په هغه ورځ ډېر وژل.» هغه زیاتوي: «ما له ځانه سره وويل چې وای خدايه! شيطان بيرته راستون شو.»

طالبانو واک ته تر رسېدو راهيسې پر افغان ښځو شديد محدوديتونه وضع کړي دي. ملګرو ملتونو د طالبانو دا محدوديتونه د «جنسيتي آپارتايد» په نامه ياد کړي.

مدافع وکيلانو د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې يو شمير ښځو د طالبانو له خوا د دوی د طلاقونو د باطليدو په اړه رپوټونه ورکړي دي. دوی ويلي چې دا ښځې مجبورې شوي بيرته خپلو هغو مړونو ته ورستنې شي چې له تاوتریخوالي ډک چلن یې ورسره کړی دی.

اړونده موضوع: بېربوک: اروپايي ټولنه پر طالبانو بندیزونو ته چمتووالی نيسي

مروه څو مياشتې د فزيکي تاوتريخوالي له يوه نوي پړاو سره مخ شوې ده. خاوند یې په کور کې بندي کړې وه او د هغې لاسونه او ګوتې یې ماتې کړې وې. هغې وويل: «داسې ورځې راباندې هم تېرې شوي چې زه به بېهوشه وم او لوڼو به مې ډوډۍ په خوله کې راکوله.»

مروه د خپل ميړه په هکله وايي: «زما ويښتان یې دومره په زور کش کړي چې سر مې ځای پر ځای کل  شوی. دومره یې ووهلم چې ټول غاښونه مې مات شول.»

مروه چې کله لږ قوت پيدا کړ نو د خپلو شپږو لوڼو او دوو زامنو سره چې د ټولو نومونه یې ور بدل کړي، وتښتيده. هغې څو سوه کيلومتره وړاندې د يوه خپلوان کور ته پناه يوړه.

دا ښځه په داسې حال کې چې په يوه داسې کوټه کې چې فرش نه لري، ناسته ده او تسبيح اړوي، وايي: «اولادونه مې راته وايي: مورې، که له لوږې مړه هم شو، مشکل نه لري. لږ تر لږه له تاوتريخوالي خو خلاص شو.»

مروه زياته کړه: «دلته هيڅوک موږ نه پيژني. حتی زموږ ګاونډيان هم.» هغه له دې ويره لري چې ميړه به یې پيدا کړي.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموريت «يوناما» په حواله په دې هېواد کې له لسو څخه نهه ښځې د خپل ميړه له خوا فزيکي، جنسي او يا رواني زور زياتی تجربه کوي.

خو پر دې سربيره چې تاوتريخوالی هر څومره زيات هم وي، طلاق د ښځو له پاره يو ستر تابو يا منع شوې موضوع ده او د افغانستان په کلتور کې هغه ښځې چې له خپلو مړونو څخه جلا کيږي، د منفي قضاوت ښکار کيږي.

د ۲۰۲۳م کال د فيبرورۍ لومړۍ نيټه؛ د مروه په نوم دغه ښځه د فرانسې خبري آژانس سره مرکه کويانځور: Luana Sarmini-Buonaccorsi/AFP

د افغانستان د پخواني حکومت په دوره کې په ځينو ښارونو کې د طلاق کچه په دوامداره توګه د لوړيدو په حال کې وه.

نظيفه چې په تېر سقوط شوي نظام کې په دې توانيدلې وه چې کابو ۱۰۰ د کورني تاوتريخوالي ښکار ښځو سره په طلاق اخيستو کې مرسته وکړي، وايي يو وخت به ښځو هغه څه چې تجربه کول یې، خپل قسمت ګاڼه.

دا وکیله چې اوس د کار اجازه نه لري، وايي د عامه پوهاوي په زياتېدو سره ښځې هم وپوهيدې چې له داسې مړونو څخه د طلاق اخيستل امکان شته چې په وهلو ټکولو لاس پورې کوي.

نظيفې په دې اړه وويل: «کله چې د ميړه او ماينې په مناسباتو کې سازګاري او برابروالی پاته نه شي نو اسلام هم ورته د طلاق اجازه ورکوي.»

اړونده موضوع: د ښوونځيو تړل کېدو په دیني مدرسو کي د نجونو کچه لوړه کړې ده

د پخواني حکومت په دوره کې ځانګړې کورنۍ محکمې چې قاضيانې او وکيلانې یې هم ښځې وې، رامځته شوې وې څو دې ډول قضيو ته رسيدګي وکړي خو طالبانو له خپل عدلي سیسټم څخه ښځې ايستلي دي.

نظيفې د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې پنځو پخوانيو موکلانو یې ورته ويلي چې د مروه په څېر وضعيت سره مخ دي.

يوې بلې وکيلې چې نه یې غوښتل یې نوم یې په ډاګه شي، د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې په دې وروستیو کې د يوې قضيې شاهده وه چې يوې ښځې په زور خپل پخواني خاوند ته د ستنولو پر ضد مبارزه کوله.

هغې زياته کړه چې د طالبانو په حکومت يوازې هغه ښځې طلاقاخيستلی شي چې ميړه یې په نشه يي توګه روږدی وي او يا له هېواده وتلی وي. هغې وويل: «خو د کورني تاوتريخوالي په قضيو کې او دا چې میړه د طلاق سره موافقه ونه کړي، محکمې یې هم اجازه نه ورکوي.»

د امن کورونو ملي شبکه چې له ښځو سره مرسته کوي، کابو په بشپړه توګه پاشل وې ده ځکه چې د ښځو چارو پخوانی وزارت او د بشري حقونو پخوانی خپلواک کمیسيون منحل شوی دی.

ثنا د ۱۵ کلنۍ په عمرخپل د کاکا زوی ته چې تر دې لس کاله مشر وو، نکاح شوه. هغه وايي: «کله به مې چې ماشوم ژړل او یا به ډوډۍ ښه نه وه، هغه به زه وهلم.« نوموړې چې اوس په يوه کور کې په پټه ژوند کوي، وايي: «هغه به ويل چې ښځې د خبرو حق نه لري.» 

اړونده موضوع: د م.م. د بشري حقونو مشر: ښځې تر «سیستماتیک برید» لاندې دي

هغې بالاخره د وړيا قانوني مرستو د يوې خدماتي پروژې په مرسته له خپل ميړه څخه طلاق واخیست خو د آرام دوره یې واک ته د طالبانو له رسېدو سره پای ته ورسيده.

ثنا چې په دې ګواښل شوې چې د خپلو څلورو لوڼو د سرپرستۍ حق به له لاسه ورکړي، خپل ميړه ته چې لږ د مخه یې بل واده هم کړی وو، بيرته ستنه شوه. خو تر هغه وروسته چې ميړه یې د خپلو لوڼو طالبانو سره د کوژدې کولو خبره وکړه، دا له هغوی سره يوځای وتښتيدله. 

نوموړې هغه وخت را په يادوي او وايي: «لوڼو مې ويل: مورې به موږ به ځان ووژنو.»

ثنا د يو څه پېسو په ټولو وتوانيدله او له خپلو اولادونو سره وتښتيدله. هغې د خپلو خپلوانو په مرسته يو کور هم وموند. هغه وايي: «کله چې دروازه ټک ټک شي نو زه وويريږم چې پيدا یې کړم  او اولادونه به مې را څخه واخلي.»

يوه طالب چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې دولتي بنسټونه به د هغو ښځو پر دوسيو کار وکړي چې مخکې طلاقې شوې وې او اوس بيرته خپلو پخوانيو مړونو ته ستنېدو ته مجبوريږي.

د طالبانو د سترې محکمې وياند عنایت الله وويل: «که چېرې موږ ته دا ډول شکايتونه ورسيږي نو د شريعت په رڼا کې به یې وڅيړو.»

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا طالبان د پخواني حکومت د وخت طلاقونه په رسميت پيژني، وويل: «دا يوه مهمه او پيچلې مسئله ده. دارلافتا به ورته رسيدګي وکړي. کله چې يو مشخص تصميم ونيول شو نو بيا به وکتل شي.» دارلافتا د محکمې اړوند يو بنسټ دی چې د شريعت پر اساس حکمونه جاري کوي.

د خاوند تاوتريخوالي د مروه او د هغې د لوڼو پر روان ژور ټپونه پريښي دي. مروه د خپلو لوڼو په اړه وويل: «ويريږم چې د هغوی په ودولو ونه توانيږم.» هغې وويل: «هغوی ماته وايي: مورې موږ ستا بد عمر ليدلی دی او د ميړه له کليمې نفرت لرو.»

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشيف څخه:

په کانکور کې د ښځو پر ګډون بندیز؛ پر ښځو او ښوونیز سیستم به یې اغېزې څه وي؟

29:30

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب