1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا د طالبانو حکومت د ټاپي پروژې پلې کولو ظرفیت لري؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ بهمن ۱, شنبه

طالبانو تازه اعلان کړی، چې د ټاپي پروژې امنیت ساتلو لپاره یې بشپړ چمتووالی نېولی. خو کتونکي د ټاپي نل ليکې په تطبیق کې کوم اساسي خنډونه ویني؟

افغانستان/هرات/ د ټاپې پروژه
افغانستان/هرات/ د ټاپې پروژهانځور: DW/S. Tanka Shokran

طالبانو د تېر ۲۰۲۲ میلادي کال د مارچ په ۱۶مه اعلان کړی چې د ټاپې پروژې عملي چارې به په راتلونکې پسرلي کې له هرات ولایت څخه پيل شي.

له هراته ددې پروژې عملې چارې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې هم د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د واکمنۍ پرمهال پیل شوې وې، خو د ناامنیو له امله یې دوام ونه کړ.

د ټاپي پروژه د ۲۰۱۵ میلادي په پای کې په ترکمنستان کې پرانېستل شوېانځور: ARG

د طالبانو د ریاست الوزار اقتصادي معاونیت اوس تازه ویناپاڼه خپره کړې چې د ټاپي پروژې په تړاؤ یې د ترکمنستان چارواکو ته بشپړ ډاډ ورکړی دی.

د ځانګړي امنیتي ځواک وړاندیز

د طالبانو په دې ویناپاڼه کې راغلي چې اوس تر بل هروخت د ټاپې پروژې تطبیق لپاره فرصت برابر دی. ویناپاڼه لیکي: «که اړتیا ولېدل شي، اسلامي امارت چمتو دی چې د یادې پروژې د امنیتي چارو ساتلو لپاره یو ځانګړی ځواک تشکیل کړي.»

د طالب چارواکو په وینا دا پروژه د ۶۰۰ میلیونه ډالرو پانګونې سره له هراته پيلیږي، چې په دې برخه کې نړېوال اسلامي بانک، د اسیا پراختیايي بانک، دغه راز، روسي، چینايي او یوشمېر عربي بانکونو پانګونې ته چمتووالی ښودلی.

اساسي خنډونه څه دي؟

سره له دې چې طالبانو د ټاپې پروژې پيل لپاره د بشپړ چمتووالي خبره کړې، خو د افغانستان په خاوره کې د دې نللېکې غځولو لپاره د ځمکو د استملاک ستونزه لاهم نه ده هواره شوې.

دغه راز، ددې نللیکې په عوایدو د ۲۰ میلیونه ډالرو مالیې موضوع هم لاپرځای پاتې ده، چې پانګوال یې د افغانستان په خاوره کې د معاف کولو غوښتنه کوي.

طالبانو تراوسه نه ده په ډاګه کړې چې د ټاپې پروژې پروړاندې لږ تر لږه دغه تخینکي ستونزې به کله او څنګه هوارې شي.

ټاپې پروژه که د طالبانو لپاره د سیاسي او تبلیغاتي موخو وسیله؟

د چارو یوشمېر کتونکي وايي، د طالبانو په حکومت کې هغه لازم ظرفیت نه شته چې په مټ دې یې د ټاپې پروژې له مخې خنډونه لرې کړي.

اقتصادي شنونکي قیس محمدي دویچه ویله ته وویل: «د ټاپي پروژه د طالبانو لخوا یو کمپایني شکل لري او د هغه کمپاین په شکل کارول کیږي چې د جمهوریت پرمهال به هم کېدل.» 

افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو څه کم یونیم کال تیریږي، خو تراوسه هیڅ یو هېواد د هغوی حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی.

قیس محمدي وویل، نړېوالو سره د ډيپلوماټیکي اړېکو پرې کېدو د هېواد بانکي نظام له سقوط سره مخ کړی، نو په دغسې یو وضعیت کې شونې نه ده چې د ټاپې پروژې چارې دې پيل شي.

اړوند مطالب:

تاپي پروژه او د افغانستان د امن او ثبات له پاره نوي هیلي

This browser does not support the audio element.

 د ټاپي پروژې په اړه د پاکستان او هند ناڅرګند دریځ

د ټاپي پروژې پر بنسټ، ۱۸۰۰ کيلومتره اوږده د غازو نللېکه د افغانستان په خاوره کې پاکستان او هند ته غځول کیږي.

کتونکي وايي، ددې غازو اصلې پېرېدونکي چې هند او پاکستان دي لاتراوسه یو کوټلی دریځ نه لري.

محمدي په دې اړه وايي: «د ټاپې پروژې ته د هند علاقمندي په دې دلیل لاتراوسه زیاته نه ده چې تردې وړاندې یې د اوکراین پرسر له امریکا سره اړیکې یوڅه ترینګلې شوې وې او هندیان بیاځلي نه غواړي چې د افغانستان د ټاپي پروژې پرسر له ځانه امریکایان خفه کړي.»

محمدي زیاته کړه، اوسمهال پاکستان هم په کور دننه له سختو سیاسي او اقتصادي کړکیچونو سره مخ دی.«پاکستان په ډېرو زیاتو قرضونو کې غرق دی او نه شي کولای چې د دغسې پروژې د تطبیق لپاره نوره قرضه واخلي او یا پیسې ورته ځانګړې کړي.»

طالبانو ویلي ټاپي پروژه د سیمي په کچه مهمه اقتصادي پروژه ده چې د پيل ابتکار یې هم د هغوی د لومړنی واکمنۍ پرمهال شوی.

طالبان ادعا کوي چې په تېرو شلو کلونو کې د ټاپي پروژې د تطبیق پروړاندې اصلي خنډ امریکایان ول چې اوس د هغوی په وتلو سره ددې پروژې تطبیق ته غوره فرصت رامنځته شوی.         

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل