1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپايي اتحادیې داخله وزیران د کډوالو په هکله غونډه کوي

۱۴۰۵ مهر ۴, شنبه

د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو څو وزیران نن ماسپښین د آلمان په مونیخ کې سره غونډه کوي، څو د اروپايي ټولنې د کډوالۍ د پالیسۍ د سختولو په اړه خبرې وکړي. اروپايي ټولنه غواړي د کډالو په تړاو یو واحد دریځ رامنځ ته کړي.

جرمني هیله لري چې د کال تر پایه له یوه افریقايي هیواد، یا ښايي له یوه اسیایي هیواد سره، د کډوالو د اخراج په تړاو یوې هوکړې ته ورسېږي.
جرمني هیله لري چې د کال تر پایه له یوه افریقايي هیواد، یا ښايي له یوه اسیایي هیواد سره، د کډوالو د اخراج په تړاو یوې هوکړې ته ورسېږي. انځور: Jesús Torres/Europa Press/IMAGO

د د کورنیو چارو د وزیر الکساندر ډوبرېنډټ یوه ویاند د «مونیخنر مرکور» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې ته ویلي چې په مونیخ کې د اروپايي اتحادیې د کورنیو چارو د څو وزیرانو په په دې خبرو کې به د «کډوالۍ په پالیسۍ کې د بدلون د عملي کولو» تمرکز وشي.

نوموړي ویاند زیاته کړې چې ۱۷ وزیران به د «اروپايي کډوالۍ تړون د لا ښه تنظیم، د اروپايي ټولنې د بهرنیو پولو د لا پیاوړتیا او له اروپا څخه د بیرته ستنولو د بهیر د چټکولو» په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وکړي.

ټاکل شوې چې جرمني، ډنمارک، اتریش، هالنډ او یونان هم په جلا خبرو کې په دریمو هېوادونو کې د «اخراج مرکزونو» یا د بیرته ستنولو د مرکزونو د جوړولو په اړه خبرې وکړي.

جرمني هیله لري چې د کال تر پایه له یوه افریقايي هیواد، یا ښايي له یوه اسیایي هیواد سره، د کډوالو د اخراج په تړاو یوې هوکړې ته ورسېږي.

د المان د کورنیو چارو د وزیر ډوبرېنډټ ویاند زیاته کړې چې د اروپايي ټولنې د سرحدونو اداره «فرونتیکس» ښايي «د سرحدونو د ساتنې او بیرته ستنولو پر واقعي ادارې» بدله شي.

اوس مهال د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه د هغو پناه غوښتونکو د بیرته ستنولو مسوولیت لري چې په اروپايي اتحادیه کې یې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد شوي وي.

د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو او کډوالۍ کمیشنر مګنوس برونر به هم د مونیخ په خبرو کې ګډون وکړي.

آیا د بشري ویزې لرونکي کډوال خپل هېواد ته سفر کولی شي؟

18:34

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب