پاکستان؛ نوي ایالتونه که ځواکمنې ولسوالۍ؟
۱۴۰۵ شهریور ۲۲, یکشنبه
شاوخوا ۲۶۰ میلیونه نفوس لرونکي پاکستان کې یو ځل بیا دا بحث تود شوی چې ایا د اوسنیو څلورو ایالتونو پر بنسټ اداري نظام د اغېزمنې حکومتولۍ او خلکو ته د بنسټیزو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره کافي دی، که هېواد نویو ایالتونو او لا ډېرو واک لرونکو سیمهییزو حکومتونو ته اړتیا لري.
د پاکستان د پلان جوړونې وفاقي وزیر احسن اقبال په دې وروستیو کې د اداري اصلاحاتو په اړه د ملي سیاسي بحث وړاندیز کړی او ویلي یې دي چې په پاکستان کې باید د ۱۲ تر ۱۵ نویو ایالتونو د جوړولو یا د بدیل په توګه د ۱۶۰ واکمنو ضلعي حکومتونو د رامنځته کولو په اړه غور وشي. د هغه په وینا، اوسنی نظام د روغتیا، پوهنې او نورو ټولنیزو برخو په برخه کې مطلوبې پایلې نه دي ورکړې.
د اداري نظام د بیا تنظیمولو بحث
د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي چې د جولای په میاشت کې یې د اداري نظام د بیا تنظیمولو بحث راپورته کړی و، وایي که نوي اداري واحدونه جوړېږي، دا کار باید د خلکو په ملاتړ ترسره شي.
د دفاع وزیر خواجه آصف هم تر ټیټې کچې پورې د واکونو د لېږد او د واک د لا پراخ وېش ملاتړ کړی دی.
خو حکومت تر اوسه د نویو ایالتونو د جوړولو په اړه کومه رسمي پرېکړه نه ده کړې او د واکمن ائتلاف دننه هم په دې اړه اجماع نشته چې اصلاحات باید څه ډول وي او کله او څنګه عملي شي.
پخواني د مالیې وزیر او اقتصادپوه مفتاح اسماعیل له آلمان ږغ دويچه وېله سره په خبرو کې ویلي چې کوچني ایالتونه د واکمنو سیمهییزو حکومتونو بدیل نه شي کېدای. د هغه په وینا، حتی که د ایالتونو شمېر زیات هم شي، د اغېزمنې حکومتولۍ او خلکو ته د خدمتونو د رسولو لپاره به بیا هم یو پیاوړی سیمهییز حکومتي نظام اړین وي.
په اسلاماباد کې د دوامدارې پراختیا د پالیسۍ انسټیټیوټ اجرائیوي مشر عابد قیوم سلهري هم له دې نظر سره موافق دی. د هغه په وینا، که اغېزمن سیمهییز حکومتونه موجود نه وي، نو په هېواد کې که یو ایالت وي او که ۲۵، پرېکړې به بیا هم د ایالتونو په کچه متمرکزې پاتې شي. سلهري وایي، د نویو ایالتونو وړاندیز باید یوازې د اداري اسانتیا له مخې ونه ارزول شي، بلکې دا هم باید په پام کې ونیول شي چې د نویو دارالانشاګانو، اسمبلو او بوروکراسۍ جوړول به څومره اضافي لګښت ولري، په سیمهییزه کچه به د مالیاتو راټولول څومره ښه شي او ایا خلکو ته به عدالت او بنسټیز خدمات په لا اغېزمن ډول ورسېږي که نه.
د سیاسي او اقتصادي ځواک له وېش سره هم تړاو
د قائداعظم پوهنتون د سیاسي علومو کارپوه محمد شعیب وایي، د پاکستان پخوانۍ تجربه ښيي چې د حکومتولۍ او خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو له پلوه سیمهییزو حکومتونو ته د واک ورکول ښایي یوه اغېزمنه لاره وي.
د نویو ایالتونو موضوع یوازې اداري مسئله نه ده، بلکې د سیاسي او اقتصادي ځواک له وېش سره هم تړاو لري. د نویو ایالتونو جوړېدل به د نویو حکومتونو او اسمبلو د جوړېدو معنا ولري، په داسې حال کې چې په وفاقي کچه سیاسي استازیتوب او د ملي سرچینو وېش هم اغېزمنېدای شي.
د ایالتي پولو بدلون ښایي د اوبو، مالیاتو او طبیعي سرچینو د وېش په څېر پخوانۍ شخړې هم یو ځل بیا راپورته کړي.
په دې برخه کې سیاسي مخالفت لا له وړاندې څرګند شوی دی. د سند ایالتي اسمبلۍ د نویو ایالتونو یا اداري واحدونو له جوړولو سره مخالفت کړی او بېلابېلو سیاسي ګوندونو د اوسنیو ایالتي پولو د وېش په اړه خبرداری ورکړی دی.
د مفتاح اسماعیل په وینا، په ځانګړې توګه د سند د ایالتي پولو بدلول ښایي یوه خطرناکه لاره وي. د هغه په اند، د اوسنیو ایالتونو د وېش پر ځای به دا یوه خوندي او اغېزمنه حللاره وي چې د همدې ایالتونو دننه سیمهییزو حکومتونو ته واقعي واکونه ورکړل شي.
محمد شعیب هم خبرداری ورکوي چې د نویو ایالتونو په جوړولو کې د مالي سرچینو، اوبو، دندو او سیمهییزو امتیازونو وېش ښایي د اوږدو او ستونزمنو سیاسي مذاکراتو لامل شي.
که دا بهیر نیمګړی پاتې شي، موجود قومي او سیمهییز کړکېچونه ښایي نور هم زیات شي.
په دې توګه په پاکستان کې اصلي پوښتنه یوازې دا نه ده چې په هېواد کې څلور ایالتونه پاتې شي او که له ۱۲ تر ۱۵ پورې ایالتونه جوړ شي.
بنسټیزه پوښتنه دا ده چې واک، سرچینې او حساب ورکونه څنګه خلکو ته نږدې کړل شي او ایا د اداري نقشې له بدلولو پرته د واکمنو سیمهییزو حکومتونو له لارې همدا موخه په لا اغېزمن ډول ترلاسه کېدای شي.