1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستافریقا

سويلي افريقا کي د ولسمشر تر بالښت لاندي نيم مليون ډالر

۱۴۰۱ آذر ۱۲, شنبه

سويلي افريقا ښايي په يو حکومتي بحران کي راښکېل شي. د پارلمان د يوې پلټونکي کمېټې پر ولسمشر رامافوسا سخت تورونه لګولي دي.

UK, London | Cyril Ramaphosa Präsident von Südafrika
ولسمشر سيريل رامافوساانځور: Wiktor Szymanowicz/AA/picture alliance

د سويلي افريقا ولسمشر سيریل رامافوسا په سخت حالت کي راښکېل دی. دا د هغه وروسته چي د هغه تر بالښت لاندي نيم مليون ډالر وموندل شول. دغه اويا کلن سياستوال ولي دومره زياتي پيسې تر بالښت لاندي پټي کړي وې؟ دا پيسې له کومه شوي؟ د آلمان خبري آژانس په راپور کي راغلي چي رامافوسا تر اوسه و يادو پوښتنو لپاره شفاف او قناعت بخښونکي جوابونه نه دي ويلي. که رامافوسا خپله خاموشي ماته نه کړي نو ښايي د سويلي افريقا حکومت په بحران کي ښکېل شي.

په پام کي نيول شوې وه چي د حکومتي ګوند افریکن نېشنل کانګریس (ANC) له خوا د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د دسمبر ۲نېټه) د ګوندي مشرانو يوه غونډه جوړه شي، په کومه کي چي به د رامافوسا پر راتلونکي سلامشورې کيږي. خو د ياد ګوند وياند پاول مابې وروسته وويل چي ياده غونډه د يکشنبې يا اتوار ورځي ته ځنډول شوې ده. اټکل کيږي چي د دغي غونډي ځنډول په ګوند کي دننه پر مخالفتونو او درزونو دلالت کوي او دا چي پخوانی ولسمشر د رامافوسا ممکنه غلطۍ د ځان په ګټه استعمالول غواړي.

د سويلي افريقا پر پخواني ولسمشر ياکوب زوما د اختلاس تورونه ديانځور: Jerome Delay/AP Photo/picture alliance

پر رامافوسا کوم تورونه دي؟

رامافوسا د څو اونيو راهيسي تر فشار لاندي دی. په نومبر کي د پارلمان يوې پلټونکي کمېټې په خپل راپور کي وويل چي رامافوسات د اختلاس ضد قانون او د اساسي قانون د نقض ارتکاب کړی دی. کمېټې په خپله پلټنه کي دا موضوع څېړلې چي ګواکي داړه مارانو  په ۲۰۲۰ کال د ولسمشر رامافوسا د ميږو له فارم څخه نقدي څلور مليونه ډالره پيسې غلا کړي وې. حال دا چي په لومړي سرهکي رامافوسا که څه چي د غلا راپور ورکړی وو خو د پيسو په هکله يې څه نه ول ويلي.

د سويلي افريقا په سوېټو کي ۱۵ کسان په ډزو ووژل سول

رامافوسا وروسته منلي ول چي غلو د ځان سره د هغه نيم مليون ډالره وړي دي. له يوه اړخه د څلورو مليونو ډالرو د ورکېدو ادعا کيږي او له بل اړخه ولسمشر صرف د نيم مليونو د غلا خبره منلې. د دې تر څنګ دا پوښتنه هم رامنځته شوې چي هغه نيم مليون چي ولسمشر يې مني چي غلا شوي دي، هغه له کومه راغلي وې. ولسمشر وروسته هڅه وکړه وښيي چي دغه پيسې يې د حيواناتو د پلور له لاري په لاس راوړي وې. خو حیوانات تر اوسه لا د هغه په فارم کي موجود نه ول. له همدې کبله د ولسمشر پر څرګندونو شکونه راپيدا شول.

د دغې افتضاح تر شا د چا لاس دی؟

له بل اړخه د پارلماني کمېټې د راپور د ريښتونوالي په هکله هم شکونه موجود او تر بحث لاندي دي. حقوقپوه ريشارد کالاند وايي چي پلټونکو په خپل راپور کي بېله دې چي ثبوتونه ولري صرف پر ادعاوو اتکا کړېده. د دغه کارپوه په وينا له دې کبله دغه راپور حقوقي غلطۍ لري. هغه وايي چي بېله سل فيصده د اعتبار وړ ثبتونو څخه نبايد چي يو ولسمشر و استعفی ته اړ کړل شي. د هغه په وينا دا ډول له واکه ليري کول ښايي و دموکراسۍ ته جدي عواقب ولري.

د نیلسن منډیلا د زندان د کیلي لیلام مخه ولې نیول شوې؟

د سويلي افريقا د استخباراتو رئيس آرتور فرېزر لومړی هغه کس وو چي پر ولسمشر رامافوسا يې د جون په مياشت کي د تورو پيسو د مېنځلو يا سپينولو او د رشوت اخيستلو تور لګولی وو. خو د فرېزر په هکله هم ويل کيږي چي هغه په خيشخوري او اختلاس کي ښکېل دی. نوموړی د پخواني ولسمشر یاکوب زوما له نژدې ټلوالو څخه دی. پر ولسمشر رافاموسا په داسي وخت کي د اختلاس او رشوت تورونه ولګېدل چي د پخواني ولسمشر ياکوب زوما پر ضد د اختلاس په اوږدمهاله او ځنډنۍ پروسه کي بيا چټکوالی او پرمختګ رامنځته شوی وو.

تحقيقي ژورنالست او مبصر کايل کوان وايي چي فرېزر يوه داسي خطرناکه سياسي لوبه پېل کړې ده چي مقصد یې د فراکسیونونو جګړه رامنځته کول دي. کارپوهان په دې نظر دي چي پر رامافوسا د اختلاس د تورونو تر شا په اصل کي د دوو ډلو تر منځ سياسي رقابتونه دي. برحال ولسمشر رامافوسا او ملګري يې د افريکن نېشنل کانګرېس ګوند پر يو اړخ او پخوانی ولسمشر یاکوب زوما او ملګري يې د ياد ګوند پر بل اړخ ولاړ دي.

کله چي رامافوسا ولسمشر شو نو هغه ژمنه وکړه چي د اختلاس پر ضد به مبارزه کوي او قانون به تطبيق کوي. په ګوند کي دننه درزونه د ۲۰۲۱ کال په منځ کي هغه وخت لا څرګند شوي ول کله چي رامافوسا د زوما د خوشي کولو د امر ورکولو څخه انکار وکړ. زوما ځکه نیول شوی وو ولي چي د اختلاس د يوې قضيې په پلټنه کي يې اړينه همکاري نه کوله او بيان ورکولو ته نه وو چمتو.

د زوما د نيول کېدنې وروسته په سويلي افريقا کي سختي ناقرارۍ رامنځته شوې او په اخ و ډب کي د زيات مالي تاوانونو رسېدلو تر څنګ ۳۰۰ انسانان هم ووژل شول. تحليلګران اټکل کوي چي يادو ناقراريو ته هغه وخت د زوما پلويانو لمن وهلې وه چي پر رامافوسا فشار راوړي.

د زوما د نيول کېدو وروسته ناقراريو کي ۳۰۰ انسانان وژل شوي ولانځور: Kierran Allen/Reuters

ولسمشر راما فوسا څوک دی؟

رامافوسا د سويلي افريقا يو له تر تولو زياته پانګه لرونکو څخه دی. د کارګرو د اتحاديې دغه فعال تقريبا شل کاله مخکي له سياست سره مخه ښه وکړه او د پانګه اچونې يو شرکت يې تاسيس کړ. نوموړي د هغه راهيسي په بيلو ساحو کي تجارت او پانګونه وکړه. په ۲۰۱۷ کال د نوموړي شرکت نوم د «پېراډايز پېپرز» په تناظر کي راښکاره شو. دا هغه اسناد ول چي په نړيواله توګه د ماليو د نه ادا کولو پر موضوع د پلټنو وروسته رابرسېره شوي ول.

راما فوسا د څارويو د ساتنې مينه وال هم دی. نوموړي په ۲۰۱۷ کال د ختيځي افريقا د غويانو د يو نسل په هکله کتاب هم چاپ کړ. اوس ښايي د هغه غويان د دې لامل شي چي دی له ولسمشرۍ څخه ليري کړل شي.

آ./ا.ا./ن.ص.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب