1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ د کرونا بحران د مرستي بسته لاسليک کړه

۱۳۹۹ دی ۸, دوشنبه

داسي ښکاريده چي د امريکا جمهوررئيس به د جمهوري غوښتونکو او ديموکراتانو لخوا تصويب سوې د کرونا بحران د مرستي بسته رد کړي. خو اوس يې عملاً مخالفت ورسره ونکړ او دغه ۹۰۰ ميليارده ډالري بسته يې لاسليک کړه.

Donald Trump
انځور: Kevin Dietsch/UPI/ newscom/picture alliance

تر اوږدو جروبحثونو وروسته د امريکا متحده ايالاتو په کانګرس کي د جمهوري غوښتونکو او ديموکراتانو وکيلانو په دې اندازه يوې بستې سره موافقه وکړه چي په دغه هيواد کي د کرونا بحران پر عواقبو باندي غلبه حاصله سي. دا يوه ۹۰۰ ميليارده ډالري بسته ده.

خو د پلان سوي دغي بستې سره ليري کيدونکي جمهوررئيس د خپلو جمهوري غوښتونکو وکيلانو برعکس په دې دليل مخالفت وکړ چي دغه اندازه پيسې ډيري لږ دي. ځکه نو د کومکونو دغه بسته د سپيني ماڼي د انتظار په ليست کي شامله او لاسليک نه سوه. خو د جمهوررئيس ترمپ پردې رفتار باندي د نورو ترڅنگ د خپلو گوندي ملگرو انتقادونه ډيريدله.

اوس داسي ښکاري چي هغه د مخالف څخه لاس اخيستي دی. د هغه د وياند، جود دېر په حواله ترمپ د کرونا په ارتباط د امريکا په کانګرس کي فيصله سوې بسته په خپل لاسلیک سره نافذ کړه.

مخ پر ډيريدونکي انتقادونه

ترمپ د مرستي بستې د طرحي يوه برخه د وخت ضايع کيدل او بې معني بللې وه او د بيکارانو له پاره يې د ډيرو مرستو غوښتنه کړې وه. داسي يوه غوښتنه يې کوله چي اکثريت امريکايي بالغ اتباع بايد يوواري ۲۰۰۰ ډالره مرسته واخيستلاي سي. د کانګرس په اوسني بسته کي هغو ته فقط ۶۰۰ ډالره کومک په نظر کي نيول سوي دي. 

د جمهوري غوښتونکو سناتور، پېټ تومي د کانګرس د کومکي بستې په ارتباط ټلويزوني خبري چينل، (Fox News ) ته وويل، چي ترمپ دي هغه لومړی ومني او بيا دي وروسته د هغو کسانو له پاره چي کار نه لري، د ډيرو پيسو او مرستو د ورکولوغوښتنه وکړي. هغه ويلي دي چي «دی نسي کولای هر هغه څه پلاس راوړي چي تقاضأ يې کوي. که څه هم هغه د امريکا متحده ايالاتو جمهوررئيس دی.»

چپيانو ته متمايل د ديموکراټانو وکيل، برني ساندرس د کرونا کومکي بستې سره د ترمپ مخالفت حتي ظالمانه وباله.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب