1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترمپ وروستۍ وينا؛ له خپلو لاسته راوړنو ستاينه

۱۳۹۹ بهمن ۱, چهارشنبه

دونالد ترمپ له سپينې ماڼۍ څخه تر وتلو يوه ورځ مخکې د امریکا خلکو ته په خطاب کې د خپل حکومت لاسته راوړنې وستايلې. هغه وویل چې د خپل واک په دوره کې وتوانيده چې د امريکا «عظمت او سرلوړي» بيا احيا کړي.

Rede Donald Trump
انځور: Mandel Ngan/AFP/Getty Images

د دونالد ترمپ د سه شنبې ورځې (د جنوري ۱۹مه) وینا، د امریکا د ولسمشر په توګه د هغه تر ټولو وروستۍ رسمي وینا شميرل کيږي. ترمپ له دغه فرصت څخه يو ځل بیا د خپل ځان د توصیف له پاره ګټه پورته کړه او د خپلې د واکمنۍ دورې له لويو لاسته راوړنو یادونه يې وکړه. ترمپ د ويډيو له لارې خپل خبرې وکړې.

هغه په دغه ويډيويي پيغام کې اقتصادي لاسته راوړنې او همدغه راز په داخلي او خارجي سیاست کې د خپل حکومت لاسته راوړنو څخه يادونه وکړه او وې يل چې د هغه حکومت وشو کړای «د امريکا سروري» د امريکا له سرحدونو څخه بهر او د «امريکا سرلوړي» په هيواد دننه احیا کړي.

ترمپ که څه هم د امريکا د راتلونکي حکومت له پاره د بريا هيله وکړه، خو د جو بايدن او کاملا هريس نومونه يې وانخيستل. هغه په خپل دغه ۲۰ دقیقه يې ويډيويي پيغام کې د امریکا له نوي حکومت څخه وغوښتل: «نړۍ يو ځل بيا موږ ته درناوی کوي. هيله کوم چې دغه دروناوی له منځه يونسئ.»

دونالد ترمپ د خپل ويډيويي پيغام په يوه بله برخه کې وويل، چې په خپل ځان وياړي چې د لسيزو په جریان کې د امريکا متحده ايالاتو يوازینی ولسمشر دی چې هيڅ نوې جګړه يې پيل نه کړه.

هغه همدا ډول د کرونا بحران پر وړاندې مبارزه کې د خپل حکومت له بريا څخه يادونه وکړه. دا په داسې حال کې ده چې په امریکا د دغې وبا له امله د مړه شوو کسانو مجموعي شمیر، د سیاسي واک د ليږد په ورځ، ۴۰۰ زره کسانو ته رسیدلی دی.

د ویلو ده چې دونالد ترمپ په خپل دغه ويډيويي پيغام کې د تيرکال د نومبر دريمې انتخاباتو کې د خپلې ماتې له منلو څخه هم ډډه وکړه. ترمپ د جو بايدن د تحلیف په مراسم کې ګډون نه کوي.

دويچه وله ف/م.ک.ن./ا.ا.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل