1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

د کابل ـ جلال اباد پر لویه لار خونړۍ ترافیکي پېښه شوې

۱۴۰۰ مرداد ۹, شنبه

د لغمان چارواکي وايي تېره شپه او نن سهار د دغه ولایت مربوط سیمو کې د کابل ـ جلال آباد پر لویه لار د دوو جلا ترافیکي پېښو پر مهال ۲۰ ملکي وګړي مړه او ۱۸ زخمیان شوي دي.

انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی.
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی. انځور: picture alliance/dpa/S. Mustafa

د دې ولایت د والي ویاند اسدالله دولتزي، دویچه وله ته وویل چې تېره شپه ناوخته د کابل ـ جلال آباد پر لویه لار د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ اړوند نارنج باغ سیمه کې یو کاسټر او سراچې موټر ټکر کړی، چې پکې ۸ کسان مړه شوي او ۱۰ زخمیان دي.

دی وايي، په مړو شویو او زخمیانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.

اسدالله دولتزی دغه راز زیاتوي، همدا نن سهار بیا د همدې لغمان ولایت قرغیو سیمه کې یوې ټوډي او سراچې موټرو ټکر کړی، چې دې پېښې کې ۱۲ کسان مړه او ۸ ټپيان شوي دي.

دغه پېښه د قرغیو ولسوالۍ اړوند عزیزخان کڅ سیمه کې د کابل ـ جلال آباد پر لویه لار شوې ده.

دولتزی وايي، د دغو پېښو یو شمېر ټپیان لغمان مرکزي روغتون او ځینې یې د ننګرهار حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي.

د لغمان د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالمعروف جلیلي آلمان غږ ته وویل، له بېګانۍ او سهارنیو ترافیکي حادثو لغمان ولایتي روغتون ته یو شمېر جسدونه او ټپیان ور وړل شوي دي؛ خو سملاسي دقیق شمېر نه لري.

د ننګرهار د حوزوي روغتون ویاند ګلزاده سنګر دویچه وله ته د یادو پیښو په هکله وویل چې د لغمان له ترافیکي پېښو جلال اباد حوزوي روغتون ته شپږ جسدونه او نیږدې دېرش ټپیان وروړل شوي، چې مېرمنې او ماشومان هم پکې شته دی. دی د ځینو زخمیانو حالت ښه نه ښيي.

چارواکیو منلې، چې د لغمان ترافیکي پېښه کې د ننګرهار پوهنې ریاشت مرستیال سید عیسی سادات هم مړ شوی دی. 

د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ یو اوسېدونکی عبیدجبارخېل وايي، بېګا شپه او نن سهار دوو جلا پېښو کې نیږدې څلوېښتو کسانو ته مرګ، ژوبله اوښتې، چې مېرمنې او ماشومان هم پکې شامل دي.

د لغمان چارواکیو د دغو پېښو لامل د موټرچلوونکیو بې احتیاطي ښودلې ده.

د کابل ـ جلال اباد پر لویه لار دا وړ پېښې ډېر کله د موټروانانو د ناپامۍ او ډېر سرعت له امله رامنځته کېږي.

پر دغې لار ټرافیکي ګڼه، ګوڼه، د لارې تنګښت او په نشه ‌يي توکیو د موټر چلوونکیو روږدېدا هم هغه عوامل یاد شوي، چې له امله یې دا شان ترافیکي پېښې کېږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل