1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ۲ کلونو له پاره د غزې اداره کولو په هکله د امریکا قطعنامه

۱۴۰۴ آبان ۱۳, سه‌شنبه

اکسیوس د امریکا له خوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د یوه پریکړه لیک د مسودې وړاندې کولو خبر ورکړی دی. دغه پریکړه لیک امریکا او متحدینو ته یې په غزه کې د امنیت ټینګولو له پاره د نړیوالو ځواکونو رامنځته کولو اجازه ورکوي.

په غزه کې د ویجاړو شوو ودانیو لاندې د اسرائیلي یرغمل شوو د مړو پیدا کولو هڅې روانې دي
امریکا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د غزې د اداره کولو له پاره د یوه پریکړه لیک مسوده وړاندې کړې دهانځور: Omar Al-Qattaa/AFP

اکسیوس انټرنټ پاڼې په یوه رپوټ کې د امریکا متحده ایالاتو له خوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د یوه پریکړه لیک د مسودې وړاندې کولو خبر ورکړی دی. دغه پریکړه لیک امریکا او متحدو هیوادونو ته یې د دوو کلونو له پاره په غزه کې د امنیت ټینګولو په خاطر د بین المللي ځواکونو رامنځته کولو پراخ اختیارات ورکوي.

د دې پریکړه لیک د مسودې پر اساس «نړیوال سوله ساتي ځواکونه» به له اسرائیل او مصر سره د غزې د سرحدي پولو د امنیت ساتلو، د ملکي خلکو او تعیین شوو سیمو د امنیت تضمینولو او د نوو فلسطیني پولیسو د روزنې مسئولیت ولري. ظاهراً د حماس بې وسلې کول هم د دغو ځواکونو په ماموریت کې شامل دی.

په دې پریکړه لیک کې راغلي دي «سوله ساتي ځواکونه به د غزې د غیر نظامي کولو بهیر تضمینوي، چې په هغې کې به د نادولتي وسله والو ډلو د ترور او یرغل، پوځي زیربناو د بیارغونې مخنیوی او لمنځه وړل او همدارنګه او په دایمي ډول د هغوي د وسلو ناکاره کول شامل وي.»

په مسوده کې راغلي دي چې دغه ځواکونه به «د غزې د موافقې په ملاتړ د اړتیا وړ چارې بشپړوي» او همدرانګه دغه ځواکونه به «له مصر او اسرائیل سره په نږدې همکارۍ او مشوره» کې رامنځته کیږي او عمل به کوي.

سره بیره پر دې یاد پریکړه لیک د دونالد ترمپ له خوا د سولې وړاندیز شوي پلاوي ته د پراخو اختیاراتو ورکولو غوښتونکی دی.

دغه پلاوی به «د یوه نړیوال قانوني انتقالي ادارې حیثیت ولري او تر هغه وخته پورې چې د فلسطین خپلواکه اداره خپله اصلاحاتي برنامه په قناعت بخښونکي ډول بشپړوي، کاري چوکاټ به تعینوي او د غزې د بیا رغونې مالي ملاتړ به د یوه ټولنیزې برنامې په اساس همغږې کوي.»

په غزې کې اوربند لا هم بې ثباته معلومیږي

پر اوربند موافقه او د اسرائیلي یرغمل شوو خوشې کیدل چې د ترمپ د ۲۰ مادیې طرحې په اساس رامنځته شوې، سره له دې چې په ټولنیزه توګه پر خپل ځای پاتې ده، خو تر اوسه پورې ماتیدونکی معلومیږي.

په دې اړه له موجودو انديښنو څخه، کولی شو د حماس ترهګرې ډلې له خوا له بې وسلې کیدو څخه ډډه کولو او د ټولو اسرائیلي یرغمل شوو د مړو نه سپارلو ته اشاره وکړو.

د اوربند ماتیدل تر دې اندازې رسیدلي چې د اسرائیل پوځ په دویم ځل د اوربند له پیلیدو شاوخوا درې اونۍ وروسته پر غزې هوایي بریدونه وکړل. د فلسطیني سرچینو په وینا، په دغو بریدونو کې ۳۰ کسان ووژل شول. خو سره له دې هم د امریکا ولسمشر اعلان وکړ چې «اوربند په خطر کې نه دی

مخکې تر دې د امریکا د جمهوري ریاست مرستيال جی دي ونس، په دې اړه خپل نظر څرګند کړی و او د اوربند د ټینګښت خبره یې کړې وه. د هغه په وینا دغه پایداري په دې معنی نه ده چې کله ناکله دې «سطحي او بې ارزښته نښتنې نه رامنځته کیږي.»

د ترمپ له خوا وړاندیز شوې طرحه چې د سپټمبر میاشتې پر ۲۹ نیټه په واشنګټن کې د اسرائیل له لومړي وزیر سره یې تر لیدنې وروسته خپره شوه، ۲۰ مادې یې درلودې چې له مخې یې د اسرائیل پوځ باید تر توافق شوو لیکو شاتګ کړی وای او خپل ټول پوځي عملیات یې درولی وای.

د حماس تر کنترول لاندې د غزې د روغتیا وزارت د شمیرو له مخې چې په خپلو شمیرو کې د نظامیانو او ملکي خلکو ترمنځ توپیر نه کوي، پر غزې د اسرائیل په متقابلو بریدونو کې له ۶۸ زرو ډیر فلسطینیان وژل شوي دي.

اسرائیل په غزه کې د یوه لوی پنډغالي د جوړولو پلان لري

01:59

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب