1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

فرانسه؛ درې پولیس د يوې ښځې د ژغورولو پر مهال وژل شوي

۱۳۹۹ دی ۳, چهارشنبه

د فرانسې په یوه لیرې پراته کلي کې پولیسو ته د یوې ښځې له لوري د مرستې غږ شوی وو. کله چې پولیس مرستې ته رسیږي د یوه کس له لوري يې درې تنه په ډزو وژل کیږي.

Symbolbild Frankreich Paris Polizei
انځور: GEOFFROY VAN DER HASSELT/AFP

د فرانسې د کلرمون – فران ښار څارنوالۍ په وینا په دغه پېښه کې څلورم پولیس ټپي شوی دی. زیاته شوې ده چې چارواکو یوه ښځه ژغورل غوښتل چې ظاهرا د خپل متشدد خاوند څخه د کور چت ته ختلې وه.

د رپوټونو له مخې دغه ۴۸ کلن برید کوونکي د پوی دو دم، په لیرې پرته سیمه کې کور ته اور هم اچولی دی. اور اچونکي عملې د اور د خاموشه کولو چارې پرمخ وړي. د څارنوالۍ په وینا ښځه خوندي ده او برید کوونکی په تېښته بریالی شوی دی.

په تیرو وختونو کې دغه سړی د یوه ماشوم د پالنې د حق پر سر د اختلاف له کبله د پام وړ وګرځید. د پوی دو دوم، ځایي ادارې د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د پولیسو ماموریت د «کورني تاوتریخوالي» سره تړاو درلود. زیاته شوې ده چې څلورم پولیس په روغتون کې تر درملنې لاندي دی.

rb/sti (afp, dpa, rtr)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب