د «هنډلز بلټ» ورځپاڼې او د «ویګا» په نوم د ساختماني موادو آلماني- امریکایي شرکت د څښاک پر اوبو باندې د اقلیمي تغیراتو د اغیزو په اړه یوه څیړنه کړې ده. د دې نوې څیړنې له مخې په ساختمان کې اقلیمي اهداف کولی شي د څښاک د اوبو کیفیت اغیزمن کړي.
آلمان ځانته یو ډیر لوړ هدف ټاکلی دی او پریکړه یي کړې ده چې تر ۲۰۴۵م کاله پورې باید په دغه هیواد کې ودانۍ د آب و هوا یا اقلیم له نظره «کاربن خنثی» شي.
د هنډلز بلټ ورځپاڼې پورې اړونده څیړنیزه موسسه د څښاک له ویګا شرکت سره په ګډه پر اوبو د اقلیمي بدلونو د اغیزو په اړه د خپلو تحقیقاتو په ترڅ کې دې نتیجې ته رسیدلې دي، چې د ودانیو په جوړونه کې له انرژۍ څخه د ګټې اخیستنې د اهدافو او په لوړ کیفیت د څښاک د اوبو تامینولو ترمنځ یو تضاد شتون لري.
د لوړ کیفیت اوبو ته د لاسرسي له پاره د ودانیو د تودوخې تنظیمونکی سیستم باید حد اقل ۵۵ درجې اوسي، په بل صورت کې د باکتریایي ککړتیا په ځانګړي توګه پر«لژیونلا» د ککړیدو خطر شتون لري.
لژیونلا بکتریا معمولاً د اوبو رسونې په سیستمونو، د اوبو په سرچینو او د ودانیو د مرکزي سړونې په سیستمونو یا ایرکنډیشنونو او د اوبو په کولرونو کې ژوند کوي او د اوبو د وړو ذروي څاڅکو په غورځیدو سره په هوا کې خپریږي.
دغه څیړنه سپارښتنه کوي چې د ودانیو په جوړونه کې د اقلیم یا په اصطلاح د تودوخې درجې د کنترولو اهداف نباید د تودوخې د محدودیت سبب شي، بلکې پر ځای یي باید له اقلیمي شرایطو سره له برابرې ټکنالوژۍ څخه ګټه واخیستل شي.
د دغې څیړنې علمي مشر برت روروپ، وایي چې د خپلې روغتیا او په راتلونکي کې د لوړ کیفیت څښاک اوبو د تامینولو ډاډ ترلاسه کولو له پاره، باید د څښاک اوبو د حفاظت له پاره نوي قوانین وضع شي.
په نوې څیړنه کې همدارنګه خبرداری ورکړل شوی دی چې د درملو کیمیاوي پاتې شونې، د روغتیایي او سینګار محصولاتو، د صفایۍ له پاره کاریدونکي او آفت وژونکي مواد د څښاک د اوبو په کیفیت ډیر تأثیر کوي.
د نایتریت لوړ غلظت، چې ډیری وختونه د اروپایي اتحادیې له خوا له ټاکل شوي اندازې څخه تجاوز کوي، یو له هغو آفتونو څخه دی چې د څښاک د اوبو کیفیت یې اغیزمن کړی دی. نایتریت اکثره وختونه د زراعتي ځمکو د کود یا سرې په توګه تر کاریدنې وروسته د ځمکې لاندې اوبو ته رسیږي او هغه ککړوي.
په دغې نوې څیړنه کې ویل شوي دي چې سیمه ایز اقلیمي شرایط کولی شي د ځمکې لاندې اوبو په زیاتوالي او یا هم کمښت کې مهم رول ولوبوي.
هر کيلو ګرام غذايي موادو توليد څومره اوبو ته اړتيا لري؟
په نړۍ کي ډيرې سیمې وچکالۍ ځپلي او د اوبو له کمښت سره مخ دي. د ډېرو انسانانو له پاره د غذايي موادو توليد ډيرې اوبه غواړي.
انځور: Getty Imagesد غذايي موادو تولپد له پاره د اوبو په لګښت کي په لومړي کتار کي کاکائو او قهوه راځي. د هر کيلوګرام قهوې توليد ۲۷ زره لیتر اوبو ته اړتيا لري. له کاکائو څخه وروسته قهوه ده چې په ۲۱ زره ليتره اوبو مصرف سره په دويم کتار کي راځي. نو ځکه د هرې پيالي قهوې له پآره ۱۴۰ ليتره اوبه مصرفیږي. جالبه بيا دا ده چې په همدې اندازه د چايو له پاره يوازي ۱۵ ليتره اوبه مصرفيږي.
انځور: Marco Wicher د غويي غوښي د يو کيلوګرام توليد له پاره ۱۵زره او ۴۹۰ لیتره اوبو ته اړتيا ده. د غويي غوښې په پرتله د چرګ غوښه لږو اوبو ته اړتيا لري.د چرګ يو کيلوګرام غوښې توليد له پاره څلور زره ليتره اوبو ته ضرورت دی.
انځور: picture-alliance/U. Baumgartenږدن، په غله جاتو کي ډير اوبه مصرفونکې دانې
د ږنو دانې کروي بڼه لري، ژړ، سپين او نصواري رنګه دي.هر کيلو د ږدنو توليد ۵ زره ليتره اوبه مصرفوي.
انځور: Colourboxوريجي د اسیايي وګړو لومړني خواړه
په نړۍ کې په ۲۰۲۰م کال کې له ۵۰۴ مييلونو ټنو څخه ډيرې وريجې توليد شوي دي. چين، هند،اندونيزيا او بنګلادیش په نړۍ کې تر ټولو ستر د وريجو توليدونکي دي. د اسیايي وګړو لومړني خواړه وريجې دي. د هر يو کيلوګرام اومو وريجو حاصل ۳ زره او ۴۷۰ ليتره اوبو ته اړتيا لري.
انځور: imago images/Westend61د چرګ هګۍ له چرګ څخه لږ کمې اوبو مصرفوي
که د چرګ يو کيلوګرام غوښې توليد ۴ زره ليتره اوبو ته اړتيا لري، نو هر کيلو هګۍ هم ۳ زره او ۳۰۰ ليتره اوبه مصرفوي.
انځور: dapdد ډيرو اوبه مصرفونکو غلو څخه غنم او اوربشي دي. هر کيلوګرام غنم او اوربشو توليد يو زر او ۴۷۰ ليتره اوبو ته اړتيا لري. د اوربشو توليد له غنمو څخه لږ څه کمو اوبو ته اړتيا لري او يو کيلوګرام توليد له پاره يې يو زر او ۳۰۰ لیتره اوبه مصرفیږي.
انځور: AVTG/imageBROKER/picture allianceسويا په حبوباتو کي ريکارد ماتونکې
په حبوباتو کي سويا له ۲ زره او ۵۰ ليتره اوبو مصرف سره تر ټولو ډيرې اوبه مصرفوي. د سويا نړيوال توليد په تيرو لسو کلونو کي ۳۵ سلنه زيات شوې دی. برازيل،امريکا،ارجانتاين او چين په نړۍ کې تر ټولو ستر توليدونکي دي.
انځور: picture-alliance/dpa په نړۍ کې د يو ليتر شيدو توليد له پاره ۶۰۰ ليتره اوبو ته اړتيا ده. په ۲۰۲۰ م کال کي په ټوله نړۍ کې د غوا شيدي ۵۳۹،۵۳ ميلون ټن څخه زيات وو. په اروپايي اتحاديه کي آلمان د شيدو تر ټولو ستر توليدونکی او هند د ۹۹ ميليون ټنه شيدو په توليد سره په نړۍ کې دريم ستر توليدونکی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Kloseد کېلو هر کيلوګرام توليد ۹۴۰ ليتره اوبو ته اړتيا لري. هند، چين، اندونيزيا، برازيل او اکواتدور په نړي کي د کېلو تر ټولو ستر توليدونکي دي. په ټوليزه توګه په ټوله نړي کې په کال کې ۱۱۰ ميليون ټنه کېله توليديږي.
انځور: Benjamin Nolte/dpa/picture-allianceد هر کيلو ګرام شفتالو توليد ۹۱۰ ليتره اوبو ته اړتيا لري. مڼې ۷۰۰ ليتره اوبه او هر کيلو ګرام ليمو ۳۶۰ ليتره اوبه مصرفوي.
انځور: Tabnakبادرنګ له ټولو څخه زيات اوبو ته اړتيا لري. د هر يو کيلوګرام بادرنګو توليد له پاره ۳۵۰ ليتره اوبو ته اړتيا ده. ګازرې ۱۳۰ منځنې ځای لري او روميان له ۱۱۰ ليتره اوبو مصرف سره تر ټولو کمو اوبو ته اړتيا لري.
انځور: picture-alliance/dpa/V. Heinzد هر کيلوګرام پيازو توليد ۲۸۰ ليتره اوبو ته اړتيا لري. کچالو لږ څه کمې اوبه غواړي او د توليد له پاره يې کيلو ۲۱۰ ليتره اوبو ته اړتيا لري.
انځور: MEHR/P. Nikzadد دغو توتانو يو کيلوګرام توليد له پاره ۲۸۰ ليتره اوبو ته اړتيا ده.
انځور: picture-alliance/ dpaهر کیلو ګرام کاهو ۲۴۰ لیتره اوبو ته اړتيا لري، تر څو د مصرفونکي لاس ته ورسیږي.
انځور: Colourboxهندوانه او د غذايي موادو سفر
د هر کيلو ګرام هندواني توليد له پاره ۲۰۰ ليتره اوبو ته اړتيا ده. ډير غذايي مواد په ځينو هېوادونو کې يوازې د صادراتو له پاره توليديږي. په پايله کي د هر يو کيلوګرام هندواني صادرول د ۲۰۰ ليتره اوبو صادرولو په معنا هم ده.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe