1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوکراین: د اروپا پر سترې اټومي بټۍ د بې ‌پیلوټه الوتکې برید

احمد حکيمي l د فرانسې خبري اژانس
۱۴۰۵ خرداد ۱۰, یکشنبه

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د سیمه‌ ییزو چارواکو په حواله ویلي چې د اوکراین په سوېل کې د زاپوریژیا اټومي بټۍ د یوې بې ‌پیلوټه الوتکې برید هدف ګرځیدلې ده. یادې ادارې په اروپا کې د اټومي ناورین خبرداری ورکړی

ملګري ملتونه وايي یوې بې پیلوټه الوتکې په اوکراین کې تر ټولو ستره اتومي بټۍ ویشتلې ده.
ملګري ملتونه وايي یوې بې پیلوټه الوتکې په اوکراین کې تر ټولو ستره اتومي بټۍ ویشتلې ده. انځور: Alexei Konovalov/ITAR-TASS/IMAGO

د روسیي ځواکونو دغه بټۍ، چې د اروپا تر ټولو لویه اټومي بټۍ ده، په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین د خپل یرغل په لومړیو ورځو کې نیولې وه.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې د روسیې تر ادارې لاندې د بټۍ چلونکي دې ادارې ته خبر ورکړی چې یوې بې ‌پیلوټه الوتکې د شنبې په ورځ د توربین ودانۍ په نښه کړې او «د ودانۍ په دېوال کې یې سوری رامنځته کړی دی».

روسي رسنیو د دولتي اټومي انرژۍ شرکت «روس‌ اتوم» اعلامیه خپره کړې چې پکې اوکراین پر قصدي برید تورن شوی، خو کییف دا ادعا په کلکه رد کړې ده.

دا اتومي بټۍ د اوکراین په سوېل کې د جګړې لومړۍ کرښې ته نږدې موقعیت لري. مسکو او کییف په وار وار یو بل تورن کړي چې پر دې بټۍ د بریدونو له لارې د اټومي ناورین خطر زیاتوي.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د شنبې په ورځ ناوخته په ایکس شبکه کې د خپلې خپرې شوې اعلامیې له مخې د دې ادارې مشر رافایل ګروسي په نقل قول ویلي: «باید له دې بټۍ څخه او یا هم د دې بټۍ پر ضد هېڅ ډول برید ونه شي.»

هغه زیاته کړې: «پر اټومي تاسیساتو برید کول د اور سره لوبې کولو ته ورته دي.» روس ‌اتوم شرکت ادعا کړې چې دغه بې ‌پیلوټه الوتکه د فایبر نوري کیبل له لارې کنټرولېده، چې له امله یې «د تصادفي برید احتمال» له منځه ځي.

د روس ‌اتوم اجرائیه رئیس الکسي لیکاچیف روسي رسنیو ته ویلي: «نن موږ هغه پېښې ته یو ګام نور هم نږدې شوي یو چې ډېر احتمال لري حتا هغه کسان هم اغېزمن کړي چې د روسیې او اوکراین له پولو ډېر لرې ژوند کوي.»

مسکو تور پورې کوي چې اوکراین په خپله دغه بریدونه کړي دي خو د دغو تورونو په ردولو سره د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا ادعاوې «منطق نه لري».انځور: Smoliyenko Dmytro/Ukrinform/ABACA/picture alliance

اوکراین وايي برید دوی نه دی کړی

د دغو تورونو په ردولو سره د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا ادعاوې «منطق نه لري».

یاد وزارت ویلي: «دا روښانه نه ده چې ولې به اوکراین پر خپلې اټومي بټۍ، چې د خپلې خاورې په دننه کې موقعیت لري او غواړي بېرته یې د خپل ملي حاکمیت تر کنټرول لاندې راولي، برید وکړي.»

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې: «موږ دا څرګندونې د اشغالګر دولت له لوري یوه بله د معلوماتي عملیاتو برخه ګڼو.»

روس‌اتوم ویلي چې برید د ماشین خونې په دېوال کې سوری رامنځته کړی، خو اصلي تجهیزاتو ته یې زیان نه دی رسولی.

وروسته د بټۍ هغې ادارې چې چارواکي یې د روسیې له لوري ټاکل شوې، وویل چې کییف د یکشنبې په ورځ د بټۍ د ترانسپورټ مرکز په نښه کړی، هغه ځای چې د کارکوونکو د لېږد وسایط پکې ساتل کېږي.

دې ادارې په ټولنیزو رسنیو کې ویلي چې د بې ‌پیلوټه الوتکې د برید په پایله کې شپږ بسونه او دوه میني‌ بسونه «له منځه تللي» دي. یادې ادارې زیاته کړې چې هېڅ کارکوونکی ټپي شوی نه دی او بټۍ په عادي ډول فعالیت کوي.

د روسیې تر اشغال لاندې د زاپوریژیا سیمه ‌ییزو چارواکو د اپرېل په میاشت کې اوکراین تورن کړی و چې داسې برید یې ترسره کړی چې د دوی په وینا د دې اټومي بټۍ د ترانسپورټ یو کارکوونکی پکې وژل شوی و.

د اوکراین جګړه کې تر ۶۰ کلونو زاړه اوکرایني سرتیري

01:57

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب