ايا روسيې آلمان کې غبرګه جګړه روانه کړې؟
۱۴۰۵ مرداد ۱۸, یکشنبه
د آلمان لایپڅیګ هاله په هوايي ډګر کې د چاودېدونکو توکو لرونکې بېپیلوټه الوتکې تر موندل کېدو وروسته، ډېرو کارپوهانو یو ځل بیا په چټکۍ سره روسیه د احتمالي عامل په توګه یاده کړې ده. د آلمان د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت بیا په احتیاط سره د «بهرنیو قدرتونو» له خوا د یوه «هایبریډ» برید خبره کوي.
تېر کال په هوايي ډګرونو کې د بېپیلوټه الوتکو تر لیدل کېدو وروسته صدراعظم فریدریش مېرڅ ادعا کړې وه چې د کرملین مشر ولادیمیر پوتین غواړي په دې ډول آلمان وازمويي.
کوم عوامل د روسیې احتمالي لاس لرلو ته اشاره کوي او کوم یې پر خلاف دي؟ دلته یې په اړه ځینې پوښتنې او ځوابونه وړاندې کېږي:
د پلټنو اوسنی وضعیت څه دی؟
د آلمان فدرالي څارنوالۍ ویلي چې د چاودنې د رامنځته کولو د هڅې او په خطرناک ډول په هوايي ترافیک کې د لاسوهنې د شک په تړاو پلټنې کوي.
د لایپڅیګ هاله په هوايي ډګر کې د اوکرایني ترانسپورتي الوتکو ته نږدې یوه بېپیلوټه الوتکه موندل شوې وه چې چاودېدونکي توکي او چاشني ورسره وو. د هوايي ډګر یوه کارکوونکي دغه بېپیلوټه الوتکه نسکوره کړه.
لږ وروسته، یوه الوتکه چې د هوايي ډګر د تړل کېدو له امله یې بېرته د پورته کېدو هڅه کوله، له یوه نامعلوم کوچني الوتونکي شي سره ټکر وکړ. احتمال شته چې هغه دویمه بېپیلوټه الوتکه وه.
ځینو کارپوهانو سمدستي روسیه تورنه کړه؛ ایا هغوی سم دي؟
د مسکو د احتمالي لاس لرلو په ګټه یو دلیل دا دی چې روسیه پرمختللې د بېپیلوټه الوتکو ټکنالوژي لري او په نسبتاً ښکاره ډول یې اوکراین ته د لوېدیځ د وسلو د لېږلو په غبرګون کې د اقدام ګواښونه هم کړي دي.
د بېلګې په توګه، د روسیې دفاع وزارت د آلمان او نورو اروپايي دفاعي شرکتونو پتې هم خپرې کړې وې.
د روسیې پخواني ولسمشر دیمیتري مېدوېدېف چې د ملي امنیت شورا د مرستیال مشر په توګه لا هم نفوذ لري، یاد شرکتونه «د روسیې د وسلهوالو ځواکونو د احتمالي هدفونو لېست» بللی و. د روسیې او پوځي چارو کارپوه ماتیاس اول وایي: «په لومړي نظر ځینې نښې داسې دي چې ښايي د روسیې استخباراتي ادارې پکې ښکېلې وي.»
د روسیې پوځي استخباراتي اداره جيآریو په لوېدیځ کې د ګڼو عملیاتو مسؤوله بلل کېږي.
خو د اول په وینا، په اوسني وخت کې به د روسیې لپاره د دا ډول عملیاتو ترسره کول ستونزمن وي، ځکه په لوېدیځ کې یې اجنټان تر سختې څارنې لاندې دي.
په امریکا کې د دې پېښې په اړه کوم معلومات شته؟
څو امریکایي رسنیو داسې معلومات خپاره کړي چې روسیې ته اشاره کوي. «وال سټریټ ژورنال» د هغو امریکایي چارواکو په حواله چې له استخباراتي راپورونو خبر دي، لیکلي چې له چاودېدونکو توکو ډکه بېپیلوټه الوتکه ښايي د روسیې د حکومت اړوند وي.
امریکایي ټلوېزیون سياېناېن په اروپا کې د امریکا د یوه دفاعي چارواکي په حواله ویلي چې امریکا دې پایلې ته رسېدلې چې دغه بېپیلوټه الوتکه د روسیې له یوې استخباراتي ادارې سره تړاو لري.
پر روسیې د هایبریډ بریدونو په تړاو کوم تورونه شته؟
د تورونو لېست اوږد دی. د روسیې چارو کارپوه اول په چک جمهوریت کې د ۲۰۱۴ کال د مهماتو په یوه زېرمتون کې چاودنې یادوي، چې د پراګ حکومت په ۲۰۲۱ کال کې جيآریو مسؤل بللی و.
اوسنۍ پېښه یوه بله قضیه هم رایادوي: په ۲۰۲۴ کال کې د لایپڅیګ د ډيايچال په لوژستیکي مرکز کې د هوايي بار یوه بسته اور اخیستی و. امنیتي سرچینې په دې باور دي چې دغه بسته د روسیې په امر ځای پر ځای شوې وه. په همدې تړاو اوس مهال په لېتوانیا کې پنځه شکمن کسان محاکمه کېږي چې پر هغوی د ترهګریزو فعالیتونو تور لګېدلی دی. ویل کېږي، هغوی د لاسي جوړو شویو چاودېدونکو توکو لرونکې بستې لېږلې وې.
ګومان کېږي چې دغه اقدامات د هغو کسانو له خوا تنظیم شوي وو چې له جيآریو سره یې اړیکې درلودې. په شکمنو کسانو کې د روسیې، اوکراین او لېتوانیا اتباع شامل دي.
کوم عوامل د روسیې د لاس لرلو پر خلاف دي؟
د کرملین مشر ولادیمیر پوتین په وار وار هغه تورونه په کلکه د «بېمعنا خبرو» په توګه رد کړي چې ګواکې روسیه غواړي د ناټو پر یوه غړي هېواد برید وکړي.
هغه تېر کال په هوايي ډګرونو کې د بېپیلوټه الوتکو تر لیدل کېدو وروسته هم ویلي وو چې پر روسیې تورونه ښايي د وضعیت د لا ترینګلي کولو، د اروپا د دفاعي لګښتونو د زیاتولو او له نورو ستونزو څخه د پام اړولو لپاره وي.
د کرملین پخواني مشر مېدوېدېف د بېپیلوټه الوتکو د سرچینې لپاره بېلابېل احتمالي وضاحتونه وړاندې کړي وو. هغه د بېلګې په توګه د اوکراینیانو احتمالي پاروونکي اقدامات یاد کړي وو چې غواړي په دې ډول اروپا جګړې ته راکش کړي. خو هغه دا احتمال هم منلی و چې ښايي په دغو هېوادونو کې د روسیې پلوه یوې پټې شبکې فعالیتونه وي چې موخه یې په اروپايي ټولنه کې د ژوند بېثباته کول دي.
د هغه په وینا، دا احتمال هم شته چې دا د هغو شرخوښو کسانو کړنې وي چې غواړي خپل چارواکي وځوروي. هغه وویل: «تر ټولو مهمه دا ده چې لنډفکره اروپایان په خپل وجود احساس کړي چې د جګړې خطر څه معنا لري.»
د اوسنۍ پېښې په اړه د مسکو غبرګون څه دی؟
په برلین کې د روسیې سفارت دا د کیف له خوا د مسکو پر ضد یوه «پارونه» بللې چې موخه یې په آلمان کې د روسیې ضد احساساتو پارول دي. سفارت ویلي، د اوکراین او اروپايي پوځي پلویانو موخه دا ده چې ټولنه له روسیې سره جګړې ته چمتو کړي.
د «Maester» په نوم ټیلیګرام شبکې، چې د خپلو تحلیلونو له امله د ډېرو روسانو ترمنځ مشهوره ده، دا د تخریبي برید یوه ارزانه ننداره بللې ده. دغې شبکې لیکلي: «دا چې دا د اوکراینیانو کار دی او که د آلمان یا اروپا د سخت دریځو، اساسي اهمیت نه لري. یوازې یو شی روښانه دی، هغه دا چې کیف او اروپايي ټولنه د شخړې د لا پراخېدو پر لور روان دي.»
تېر کال هم د آلمان په هوايي ډګرونو کې د بېپیلوټه الوتکو تر لیدل کېدو وروسته کرملین په مسکو کې پر روسیې لګېدلي تورونه رد کړي وو. د کرملین ویاند دیمیتري پېسکوف په دې توګه د بېپیلوټه الوتکو په اړه د صدراعظم مېرڅ څرګندونو ته غبرګون ښودلی و. مېرڅ ویلي وو: «احتمالاً د دغو الوتکو یوه د پام وړ برخه له روسیې څخه کنټرولېږي.» هغه ادعا کړې وه چې د کرملین مشر ولادیمیر پوتین غواړي آلمان وازمويي.
نور کوم «بهرني قدرتونه» مطرح کېدای شي؟
د مسکو بهرني استخباراتي خدمت اېسډبليوآر څو ځله خبرداری ورکړی چې د اوکراین استخباراتي ادارې د روسیې ضد پاروونکي اقدامات پلانوي څو پړه یې پر کرملین واچوي.
د روسیې د استخباراتو د ادعا له مخې، تخریبکاران غواړي په اروپا کې پر زیربناوو بریدونه او تش په نوم د «جعلي بیرغ» عملیات ترسره کړي، څو روسیه بدنامه کړي.
کارپوه اول هم د «جعلي بیرغ» لاندې د یوه احتمالي برید هڅه ممکنه بولي چې ښايي موخه یې روسیې ته د پام اړول وي. هغه وایي: «د دې نظریې په ګټه یو دلیل دا دی چې رسمي آلماني ادارې تر اوسه په څرګنده توګه پر مسکو د تور لګولو څخه ډډه کوي.»