1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا په کابل کې د «اشتباهي» برید له کبله بخښنه غوښتې

۱۴۰۰ شهریور ۲۷, شنبه

د سنتکام قوماندان د کابل هوایي ډګر ته نږدې پر یوه موټر د بې پیلوټه الوتکې برید «یوه تراژیديکه تیروتنه» بللې او له امله یي بخښنه غوښتې ده. ګمان کیده چې په دغه موټر کې چاودیدونکي توکي دي او پر هوايي ډګر د برید اراده لري.

USA | General Kenneth McKenzie
انځور: Getty Images/A. Wong

د سنتګام يعنې د مرکزي پوځي قوماندې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال کنت مک کنزي، د جمعې په ورځ (د سپټمبر میاشتې ۱۷ نیټه) د یوه ویډیویي مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې خبریالانو ته وویل چې د اګست میاشتې په وروستیو کې د کابل هوایي ډګر ته نږدې د امریکایي بې پيلوټه الوتکې په برید کې د داعش خراسان څانګې د اسلامي افراطیانو پر ځای عام خلک وژل شوي دي.

نوموړي دغه برید یوه «تراژیدیکه اشتباه»  وبلله او ويې ویل چې څیړنو وښودله چې د ډرون په دغه برید کې ۱۰ تنه بې ګناه انسانان چې ۷ تنه یې ماشومان ول، وژل شوي دي.

د جنرال مک کنزي په خبره هیڅ د زغملو نه ده چې پر یوه عادي موټر دې برید وشي او وژل شوي کسان دې د امریکایي ځواکونو له پاره ګواښ او یا داسي کسان چې د داعش د خراسان څانګې له ترهګرو سره په ارتباط کې وي، وګڼل شي.

د امریکا د دفاع وزیر لوید آستین، په دې برید کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته تسلیت ووایه او ويې ویل: «مونږ بخښنه غواړو او هڅه کوو له دې وحشتناکې تیروتنې څخه زده کړه وکړو.» نوموړي همدارنګه د دې موضوع د ارزونې امر ورکړ چې په راتلونکي کې د ډرون بریدونه باید تر کومې اندازې تغیر شي.

د اګست په نیمایي کې پر افغانستان د طالبانو له تسلط وروسته امریکایانو او نړیوالو متحدینو یي له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو او ملکي خلکو د ایستلو لړۍ پیل کړه.

د اګست په وروستیو کې د دغو عملیاتو په جریان کې د داعش د خراسان څانګې له خوا ترسره شوي یوه ځانمرګي برید د ۱۳ تنو امریکایي سرتیرو په ګډون په لسګونو تنه افغانان ووژل.

  

په دغه برید کې د ۷ماشومانو په ګډون لس تنه ملکي افغانان وژل شوي وانځور: REUTERS

تر دې برید وروسته او د دې برید په غبرګون کې امریکایي پوځ په ننګرهار کې د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د داعش دوه لوړپوړي چارواکې ووژل. همدارنګه د اګست په ۲۹ نیټه د کابل هوایي ډګر ته نږدې پر یوه موټر چې ګمان کیده د داعش خراسان څانګې پورې اړوند دی برید وکړ. داسې وویل شول چې دغه موټر پر هوایي ډګر د برید اراده درلودله.

وروسته له هغې رسنیو رپوټ ورکړ چې د ډرون په دغه برید کې ډیر شمیر ملکي خلک وژل شوي دي. د امریکا حکومت په مستقیم ډل دا خبر دروغ ونه بلله، بلکې د پلټنو امر یې وکړ.

جنرال مک کنزي د ملکي خلکو د وژل کیدو احتمال په اړه وروسته له لومړنیو رپوټونو له دې برید څخه دفاع وکړه. د امریکا پوځ هم اعلان وکړ چې په هغه موټر کې چې په نښه شوی دی ډیر شمیر چاودیدونکي توکي موجود ول، چې ممکن لا ډیر خلک یي وژلی وای.

خو مک کنزي د جمعې په ورځ وویل چې په دې اړه «نن په ډیر څه پوهیږي.» هغه ټینګار وکړ: «زه نن دلته د دې له پاره موجود یم چې دا خبر تصحیح او تیروتنې ومنم.» مک کنزي د دغه برید په اړه ژور خفګان څرګند کړ.

نوموړي د غرامت یا تاوان خسارې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې باید دا موضوع برسي شي، خو مستقیم ځواب یې ور نه کړ. دغه امریکایي پوځي چارواکي ټینګار وکړ: «د قوماندان په توګه، زه د دې برید چې دردونکې پایله یې لرلې په بشپړ ډول مسئولیت منم.»

د امریکایي ځواکونو وروستۍ جوپه د اګست میاشتې په پای کې له افغانستان څخه ووتله. په دې توګه په افغانستان د امریکایي ځواکونو او متحدینو شل کلن حضور یي پای ته ورسید.

له افغانستان څخه د دغو ځواکونو چټک او بی پروګرامه وتل د بایډن حکومت له شدید فشار سره مخامخ کړی دی. اوس د بی پيلوټه الوتکې د برید پر اشتباه اعتراف کول، د واشنګټن له پاره وضعیت لا زیات ستونزمنوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب