وال سټریټ ژورنال د شنبې په ورځ د اوکرایني پوځي قوماندانانو په نقل لیکلي دي چې روسیې په دې وروستیو کې «له ایراني بی پیلوټه انتحاري الوتکو او د جګړې د پيلیدو را په دې خوا د لومړي ځل له پاره په پراخه پيمانه له بهرنیو وسلو څخه په استفادې سره اوکرایني پوځ ته جدي زیانونه اړولي دي».
د اوکراین د ځمکنیو ځواکونو د قوماندان رادیون کولاګین په خبره د «شاهد ۱۳۶ دلتا» د روسیې په وسیله رنګ شوي او د «ګرانیوم ۲» په نوم ترې د اوکراین په جګړه کې استفاده کیږي. دغو بی پیلوټه الوتکو د اوکراین په شمال ختیځ کې د خارکیف په سیمه کې د دغه هیواد زرې موټرې او توپخانې په نښه کړي دي.
امریکا څو میاشتې مخکې اعلان کړی و چې روسیه غواړي د اوکراین په جګړه کې له ایراني ډرونونو څخه کار واخلي. روسیې د روان کال په لومړیو کې د دغو بی پیلوټه الوتکو د برسۍ له پاره یو پلاوی ایران ته استولی و.
اوکراین واېې د روسي ځواکونو د ایران ساخت ډرون ېې راغورځولی
د ایران د بی پیلوټه الوتکو پروګرام په دې وروستیو کلونو کې پراختیا موندلی او دې هیواد هغه یمن، عراق، سوریې او لبنان ته هم صادرې کړي دي. خو دا لومړی ځل دی چې ویل کیږي ایران له دغو الوتکو څخه د منځني ختیځ له سرحدونو څخه دباندې استفاده کوي.
د اوکراین په جګړه کې د روسیې او ایران د همکارۍ زیاتیدل
تیره اونۍ اوکرایني ځواکونو د یو شمیر بی پيلوټه الوتکو انځورونه خپاره کړل چې وویل شول سیریل نمبر یي احتمالاً د ایران د انتحاري بی پيلوټه الوتکو پورې تعلق لري. د بریتانیې د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان وکړ چې روسیه احتمالاً له ایراني بی پیلوټه الوتکو څخه چې تر ۲۵۰۰ کیلومترو پورې واټن وهلی شي، د اوکراین په جګړه کې استفاده کوي.
روسیې له دغو بی پیلوټه الوکو څخه د جګړې په لومړۍ لیکه کې استفاده کړې ده او تر اوسه پورې یي ترې د اوکراین په داخلي منطقو کې کار نه دی اخیستی.
وال سټریټ ژورنال په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې له ایراني بی پیلوټه الوتکو څخه د روسیې استفاده کول ښيې چې دغه هیواد پخپله ډیر پيچلي بی پیلوټه الوتکې نه لري او په دې برخه کې د ایران او روسیې همکاري زیاته شوې ده.
دغه روپوټ د اوکرایني ځواکونو په حواله وایي چې دغه بی پیلوټه الوتکې په غبرګ یا جوړه یي ډول پرواز کوي او بیا ځان له هدف سره جنګوي.
تر ۲۰۰۷م کاله پوري يوازي امريکا داسي الوتکي لرلې چي له ليري کنتروليږي او بمونه هم وِ غورځوي. خو اوس تر ۳۰ زيات هيوادونه له دغي تکنالوژۍ څخه کار اخلي. انځورونه يې دلته کتلای سئ.
انځور: AP Photo/picture alliance بې پيلوټه الوتکي هم په اکتشافي او هم په عملياتي ماموريت کي کارېدلای سي. دغه الوتکي هسک پرواز کوي او ډېر وخت په هوا کي پاتېدلای سي.
انځور: Liz Wolter/US Navy/picture alliance د «بې» لړۍ دغه الوتکه چي رادار يې نسي پيژندلای په ۲۰۱۱م کال کي د امريکا د سمندري ځواکونو په اختيار کي ورکړل سوه. دغه الوتکه ۱۱متره اوږده او درې متره لوړه ده. دغه الوتکه ۱۲ زره متره لوړه الوتلای سي او د ۲۰۴۵ کيلوگرامه وسلې د انتقال وړتيا لري.
انځور: AP Photo/picture alliance د سي آچ پنځه لړۍ دغه بې پيلوټه الوتکه د امریکا تر «MQ-9-Reaper» پاته نه ده. دغه الوتکه کولای سي ۶۰ ساعته په هوا کي پاته سي او ۲۴ راکټه لري. د دغو الوتکو نوی ماډل به ۱۲۰ ساعته په هوا کي د پاتېدو توان ولري او۱۰ زره کيلومتره واټن به وهلای سي.
انځور: Shan He/dpa/picture allianceدغه بې پيلوټه الوتکه چي «MQ1» نوميږي له ۱۹۹۵م کال څخه تر ۲۰۱۸م کاله پوري د امريکا د پوځ تر ټولو مهمه اکتشافي الوتکي بلل کېدلې. له دغو الوتکو څخه په افغانستان کي ډېر کار اخيستل سوی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/T. Lopezدغه «MQ-9» ډول بې پيلوټه لوتکي په ۲۰۰۷م کال کي د امريکا پوځ په اختيار کي ورکړل سولې. دغه لوتکه کولای سي ۲۷ ساعته په هوا کي پاته سي او ۱۳۶۱ کيلوگرامه مهمات انتقال کړي.
انځور: Reuters/J. Smithد امريکا د پوځ دغه بې پيلوټه الوتکه چي «4-RQ» ياديږي ۴۰ ساعته په هوا کي د پاتېدو توان لري او له ۲۰ کيلومترۍ ارتفاع څخه د معلوماتو راټولولو توان لري.
انځور: Imago/US Air Forceد اسرائيلو د هرون په نوم بې پيلوټه الوتکه د آلمان، هند، آستراليا، فرانسې، برازيل، ترکيې، کاناډا، امريکا او ويتنام د پوځونو په اختيار کي دي. له دغو الوتکو څخه د ليري واټن عملیاتو له پاره کار اخيستل کيږي. ځکه دغه الوتکه په ۱۰ کيلومتره ارتفا سره د ۳۰ ساعتونو پرواز توان لري.
انځور: Imago Images/StockTrek Images/O. Zidonد هاروپ په نوم انتحاري بې پيلوټه الوتکو په برخه کي د اسرائيلو فضايي سنايع په نړۍ کي خپل ځای پیدا کړی دی. دغه الوتکه زر کيلومتره واټن ۶ ساعته پرواز او ۲۳ کيلوگرامو چاودېدونکو موادو د انتقال وړتيا لري.
انځور: Getty Images/AFP/E. Piermontد امريکا متحده ايالاتو دغه څرخۍ بې پيلوټه لوتکه په عمودي ډول د ناستي او پرواز وړتيا لري. د «بې» لړۍ دغه الوتکه په ټانک ضد او هوا څخه مځکي ته راکټونو باندي سمبال ده. دغه شان ۳۰ الوتکي د امريکا د پوځ په اختيار کي ورکړل سوي دي.
انځور: US Navy/picture allianceترکيه هم په وروستيو کلونو کي د بې پيلوټه الوتکو په يوه قدرت بدله سوې ده. د دغه هيواد د «سلجوق بايراکدار» په نوم شرکت دغه بې پيلوټه الوتکي جوړوي.
انځور: Murat Cetinmuhurdar/Turkish Presidency/handout/picture alliance / AAترکيې دغه راز د «آنکا» په نوم گړندۍ بې پيلوټکه الوتکي هم جوړي کړي دي. دغه الوتکي ۲۶ ساعته په هوا کي د پاتيدو او ۲۰۰ کيلوگرامه مهماتو د انتقال توان لري. خو دغه الوتکي تر ۲۰۰ کيلومترۍ پوري عمليات کولای سي.
انځور: TAIايران هم د بې پيلوټه الوتکو په جوړولو پيل کړی دی، چي په دې کي د ابابيل، مهاجر، شاهد، شاهد ۱۲۹، اس ۱۱۲۰، فطرس، رعد، شاهد ۱۲۳ او کمان ۱۲ نومونه د يادولو وړ دي. شاهد ۱۲۹ (په انځور کي) له ۲۰۱۳م کال راهيسي توليديږي چي ۲زره کيلومتره واټن وهي او د ټانک ضد څلور راکټونه لېږدوي.
انځور: Fars Agencyپه ۲۰۱۱م کال کي د ايران په خاوره کي د يوې داسي بې پيلوټه الوتکي تر رالوېدو وروسته چي گويا له راداره پټېدای سي، څو کاله وروسته دغه هيواد اعلان وکړ چي هغه ته ورته څو بې پيلوټه الوتکي يې جوړي کړي دي.
انځور: dapdروسيې ويلي دي چي تر ۲۰۲۴م کاله پوري به د خپل پوځ په اختيار کي داسي بې پيلوټه الوتکي ورکړي چي وکولای سي ۲ ټنه مهمات انتقال، په ساعت کي ۱۰۰۰ کيلومتره واټن ووهلای سي او د عملیاتو ساحه يې تر ۶۰۰۰ کيلومترو پوري ورسيږي.
انځور: Russian Defence Ministry/TASS/picture allianceدغه الوتکه د فرانسې د داسو اوياسيون کارخانې توليد دی چي له راداره د پټېدو توان لري.
انځور: M. Brunet/epa/picture alliance جنرال کولاګین دغې ورځپاڼې ته ویلي: «روسیې له شاهد څخه تر استفادې مخکې، تیره میاشت یوه آزموېنه ترسره کړه او د امریکا ۱۵۵ میلي متري M777 هویتزریدک کښتۍ یي په نښه کړه.» د هغه په خبره یوه بله ایراني بی پيلوټه الوتکه هم موندل شوې ده چې له تخنیکي ستونزې سره مخ شوې وه.
هغه بی پیلوټه الوتکې چې کشفول یې ستونزمن دی
له دغو بی پیلوټه الوتکو څخه استفادې په داسې حال کې اوکرایني ځواکونو ته ډیر زیان اړولی دی چې روسیې په خارکیف کې خپل موقعیت له لاسه ورکړی دی او ځواکونه یي پر شا تمبول کیږي. روسیه تمه لري چې په دې سیمه کې د اوکراین د پرمختګ سرعت را کم کړي.
اوکراین په دې وروستیو اونیو کې تر ۸۰۰۰ کیلومتره مربع ډیره ساحه له روسي ځواکونو بیرته آزاده کړې ده.
ایران د ډرون آزمایشي مانورې پيل کړي دي
اوکراین هم د روسیې پر وړاندې له بی پيلوټه الوتکو څخه استفاده کوي. بی پيلوټه الوتکو د جګړې په ډګر کې ځانګړی ارزښت پیدا کړی دی. وال سټریټ ژورنال د کولاګین په حواله لیکلي دي چې ایراني بی پیلوټه الوتکې کوچنۍ دي او په لږه ارتفاع کې پرواز کوي او د رادار سیستم په وسیله کشفول یي ډیر ستونزمن دی.
هغه ایراني شرکتونه چې د بی پیلوټه الوتکو په جوړولو او انتقال کې له روسیې سره همکاري کوي، د امریکا له خوا پرې بندیز لګول شوی دی. ایران په ښکاره ډول د اوکراین پر وړاندې جګړه کې د روسیې ملاتړ نه دی کړی.
آژانسونه: ش.ن/ ا.خ.ح