1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر معتادينو چاپي ډېرې شوي دي

۱۴۰۰ مهر ۲۸, چهارشنبه

خرېيلي سرونه، ډېرې ارتي جامې او تر تعقيب لاندې په نشو د روږدو کسانو اندېښمنې سترګې. طالبانو په کابل کې پر نشه يانو باندې چاپې پيل کړې دي.

Afghanistan Behandlungszentrum für Drogenabhängige
انځور: Reuters/A. Masood

ځينې په نشو روږدي کسان ښايي د دغو سختو تدابيرو له کبله د اعتياد له بلا څخه خلاص شي. خو ډېری هغه کسان چې د کابل په ابن سينا روغتيايي مرکز کې مېشت دي، ښايي د لنډ وخت له پاره يوازې د اوسېدو مکان تبديل کړی وي. دلته په زورزياتي سره هڅه کيږي چې روږدي کسان له خپل اعتياد څخه لاس واخلي. مخکې له دې چې طالبان د اګست په ۱۵مه کابل ته ننوتل، پوليسو هم کله نا کله نشه يان نيول او دغه مرکز ته به يې لېږدول. 

خو له کله راهيسې چې سختدريځو اسلامپالو ولکه ټينګه کړې، پر هغو ځايونو چاپې چې روږدي کسان پکې راغونډيږي، ښايي ډېرې شوې وي. په سلګونو کسان د کابل په لويديځ کې د پل سخته تر پله لاندې په خرابو حالاتو کې اوسيږي. دوی دلته مخدره مواد کاروي او جرمونه تر سره کوي. دوی د کلينيک آمبولانس موټر ښه پېژني او هغه روږدي کسان چې راپورته کېدلی شي، په کثافاتو ډک د پغمان له سيند څخه فاصله نيسي او تښتي څو ونه نيول شي. خو ډېر کسان دومره نشه هم دي چې راپاڅېدلی نه شي. د طالبانو دوه جنګيالي چې د ام ۱۶ او کلاشنيکوف ټوپکونه ورسره دي، دغه په هېروين او مېتامفتامين نشه کسان ټېل وهي په داسې حال کې چې نور کسان ورسره غېږه نيسي مخکې له دې چې موټر ته خيژول کيږي. وسله وال حتی هوايي ډزې کوي چې نشه يان ورڅخه ټکان خوري. په دې پسې هغوی شل تنه له ځانه سره وړي.    

د نشه يانو د درملنې يو مرکزانځور: Reuters/A. Masood

د خپلې ۴۵ ورځنۍ درملنې پر مهال دوی په دغه زر بيستريز مرکز کې پاتې کيږي. هغوی د خوب په خونو کې پراته وي يا په انګړ کې خپل وخت تېروي او د مني تر لمر لاندې ناست وي. د مېتادون په نوم د نشه يي توکو بديل مواد ډېر لږ دي چې د آفينو او هېروينو له دغو نشه يانو سره مرسته کولی شي. د ډاکترانو په خبره هيڅ داسې شی هم نه شته چې د دوی درد رفع کولی شي. 

د کوکنارو کرکيله په ۱۹۹۰يمو کلونو کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې منع کړل شوې وه، خو د طالبانو تر ولکې لاندې سيمو څخه د هېروين صادراتو دوی ته په مليارډونو ډالر په لاس ورکول څو د متحده آيالاتو او د غرب له ملاتړ څخه برخمن حکومت په وړاندې جګړه وکړي. افغانستان د هېروينو په نړيوال توليد کې ۹۰ سلنه برخه لري. د مېتامفتامين توليد هم ډېر شوی دی. د مخدرو موادو ضد چارو د کارپوهانو په خبره د افغانستان د ۳۴ ميليونو اوسېدونکو څخه ۱۱ سلنه يې له نشه يي توکو کار اخلي چې شپږ سلنه يې روږدي هم دي.     

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب