متحده عربي اماراتو په یوه تازه اقدام سره د خليج د همکاریو شورا د غړیو هیوادونو اتباع تر سفر وړاندې د کرونا له تيست څخه معاف کړي دي. په دغه شورا کې پر متحده عربي اماراتو سربیره، بحرین، کویټ، عمان او سعودي عربستان شامل دي.
په متحده عربي اماراتو کې د ګلف نیوز په نامه ورځپاڼې په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د تیرې یکشنبې په ورځ (د دسمبر میاشتې ۶مه نیټه) د دبۍ هواي ډګر د کورنا وبا اړوند په وضع شویو محدودیتونو کې د تغیر اعلان کړی دی. د یادې ورځپاڼې له مخې، د دغو هیوادونو اتباع به اړ وي چې پخپله په متحده عرب اماراتو کې د کورنا تيست وکړي.
د متحده عربي اماراتو د چارواکو په خبره، دغه نرمښت یوازې د هغو کسانو له پاره په پام کې نیول شوی دی چې د هوا له لارې دغه هیواد ته راځي او هغه کسان چې د ځمکې له لارې متحده عربي اماراتو ته داخلیږي، د کرونا اړوند پخواني محدودیتونه لا هم ورباندې تطبیقیږي.
د فلای دوبی په نامه هوايي شرکت هم دغه معلومات پر خپله انترنت پاڼه باندې خپاره کړي دي. فلای دوبی لیکلي دي: «که چیري تاسې د متحده عربي اماراتو اوسیدونکي او یا دوبی ته د راتګ له پاره سیلاني یاست، او ستاسې سفر د خليج د همکاریو شورا د غړیو هیوادونو څخه پیلیږي، نو په دې صورت کې تاسې اړ یاست چې دوبی ته په رسیدو سره د کرونا (پي سي آر) تيست وکړئ.
دغه شرکت همدا راز زیاته کړې ده چې هغه کسان چې دوبی ته په راتګ سره د کرونا تيست کوي، هغوی اړ دي چې د کرونا د تيست د نتیجي تر راتګه پورې ځانونه قرنطین کړي او که چیري د کرونا تيست يې مثبت وخیژي، نو بیا مسافرین اړ دي چې ۱۴ ورځي ځانونه قرنطین کړي.
د نړیوال اقتصادي فورم د رپوټ په اساس متحده عربي امارات په نړۍ کې تر ټولو ښه سړکونه لري. له همدې امله د اماراتو د سړکونو شبکې ته له يو څخه تر ۷ پوري تر ټولو ښه يعني ۷ نومرې ورکول شوي:
انځور: picture-alliance/J. Schwenkenbecher ۱- متحده عربي اماراتو د نړیوال اقتصادي فورم په درجه بندۍ کې د ښو سړکونو درلودلو له امله نږدې تر ټولو لوړه درجه یا ۶،۴ نومرې ترلاسه کړي دي.
انځور: picture-alliance/Construction/Copix ۲- سینګاپور په دې درجه بندۍ کې ۶،۳ نومرې ترلاسه کړي دي.
انځور: picture-alliance/Sergi Reboredo ۳- سویس په دې درجه بندۍ کې ۶،۳ نومرې ترلاسه کړي دي.
انځور: Dietz Schwiesau ۴- هانګ کانګ په دې درجه بندۍ کې ۶،۲ نومرې ترلاسه کړي دي.
انځور: picture alliance/dpa/Blanches/Imaginechina ۵ - هالنډ په دې درجه بندۍ کې ۶،۱ نومرې ترلاسه کړي دي.
انځور: picture alliance/dpa ۶- جاپان ۶،۱ نومرې ترلاسه کړي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/Jhphoto ۷- فرانسه په دې درجه بندۍ کې ۶،۰ نومرې ترلاسه کړي دي.
انځور: Reuters/C. Platiau ۸- د نړیوال اقتصادي فورم د رپوټ په اساس پرتګال د ښو سړکونو شبکې درلودلو په درجه بندۍ کې له ۶،۰ نومرو سره په اتم مقام کې ځای نیولی دی.
انځور: DW/João Carlos ۹- د نړیوال اقتصادي فورم د رپوټ په اساس اتریش د ښو سړکونو شبکې درلودلو په درجه بندۍ کې ۶،۰ نومرې ترلاسه کړي.
انځور: Fotolia/JFL Photography ۱۰- امریکا ۵،۷ نومرې ترلاسه کړي.
انځور: picture-alliance/dpaانځور: picture-alliance/dpa/EPA/R. B. Tongo ۱۲- سویلي کوریا ۵،۶ نومرې
انځور: Reuters/K.Hong-Ji ۱۴- عمان ۵،۵ نومرې ترلاسه کړي دي
انځور: S. Töniges۱۵- آلمان ۵،۵ نومرې ترلاسه کړي دي
انځور: Getty Images/S. Gallup ۱۶- هسپانیي هم ۵،۵ نومرې ترلاسه کړي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Ragel ۱۷- عربي هیواد قطر هم د نړیوال اقتصادي فورم په درجه بندۍ کې ۵،۵ نومرې ترلاسه کړي دي.
انځور: picture-alliance/Anka Agency/E. Nathan ۱۸- سویډن هیواد هم د نړیوال اقتصادي فورم په درجه بندۍ کې ۵،۵ نومرې ترلاسه کړي دي.
انځور: picture-alliance/dpa ۱۹- کرواسیا یا کروایشیا هم ۵،۵ نومرې ترلاسه کړي.
انځور: Ognjen Alujevic ۲۰- په دې درجه بندۍ کې لوګزامبورګ هم ۵،۵ نومرې ترلاسه کړي دي.
انځور: imago/imagebroker