محکمې امر کړی دی چې يو ۴۱ کلن هالنډی نور اجازه نه لري چې له دې وروسته خپل سپرم د بسپنې په توګه ورکړي. د ملاتړ يو سازمان او يوې داسي مور چې ماشوم يې د دغه کس د سپرم په بسپنه پيدا شوی و، په محکمه کې عرض کړی و. هغوی غوښتنه کړې وه چې دغه کس دې له دې منع کړل شي چي له دې وروسته خپل نور سپرم د بسپنې په توګه ورکړي.
حقوقي دعوا کوونکو په خپل استدلال کې هغه طبي لارښوونې ښودلي دي چې له مخې يې د سپرم يو بسپنه ورکوونکی نبايد چې په ۱۲ کورنيو کې تر ۲۵ څخه د زياتو ماشومانو بيولوژيکي پلار شي. دا طبي لارښوونه ځکه مهمه بلل کيږي چې له يو کس څخه په زيات شمير د بيولوژيکي ماشومانو د زېږېدو او بيا د ناخبرۍ په حالت کې د هغوی تر خپل د ودونو کولو او ماشومانو زېږېدلو مخه ونيوله شي.
دغه هم ولولئ: په خوست کې د اولادونو بهرته لېږل سیالي که مجبوريت؟
د هالنډ د هاګ اړونده محکمې په خپله فيصله کې ياد کس له دې منع کړی دی چې نور خپل سپرم د بسپنې په توګه ورکړي. محکمې هغه د ۱۰ زرو يورو په جريمه ګواښلی دی که يې د محکمې له دغه امر څخه سرغړونه وکړه.
تخصص لرونکي کلينيکونه په مصنوعي توگه د ښځې تخم مثمره او بيا يې په بطن کې نسبويانځور: Cigdem Simsek/Zoonar/picture alliance د سپرم ورکوونکي په هکله څه معلومات شته؟ رسنيو ياد کس ۴۱ کلن او د هالنډ وګړی بللی دی. په راپورونو کې صرف د هغه لومړی نوم يوناتان ذکر شوی او د معلوماتو د محرموالي په خاطر يې صرف د تخلص لومړی توری «م» راوړی دی. د هغه په هکله ويل شوي چې نور نومونه يې هم کار کړي دي.
د راپورونو پر اساس ياد کس له ۲۰۰۷ کال راهيسي و داسي کلينيکونو ته خپل سپرم د بسپنې په توګه ورکړي دي، چې په مصنوعي توګه د القا يا د مېرمنې د هګۍ سره د نارينه د سپرم يوځای کولو خدمات وړاندي کوي. زياته شوې چې دغه کس د سپرم د بيلو زيرمتونونو له لاري و بې شمېرو بې اولاده جوړو ته خپل سپرم ورکړي چې په مرسته يې ماشومان وزېږوي.
دغه هم ولولئ: د بیوزلۍ له امله د لوږې څخه د ځان ژغورولو په موخه واده کول
د راپورونو پر اساس د دغه کس د سپرم په مرسته صرف په هالنډ کې په بيلو کلينيکونو او خصوصي ځايونو کې تر ۱۰۰ څخه زيات ماشومان زېږول شوي دي.
قاضۍ ويلي دي چې دغه کس و ډنمارکي کلينيک ته هم د خپل سپرم بسپنه ورکړې وه. هغه زياته کړې چې نوموړي په بيلو هيوادونو کې و بيلو شخصي ادرسونو ته هم خپل سپرم لېږلي دي.
ياد کس ځکه په دغه کار بريالی شوی دی، ولي چې د سپرم د بسپنه ورکوونکو په هکله کومه مرکزي معلوماتي زېرمه نشته. د دغه کس وکيل ويلي دي چې مؤکل يې غوښتل چې د بې اولادو جوړو سره مرسته وکړي.
د مور د شیدو او د شیدو ورکولو ۱۰ په زړه پوري حقیقتونه
په ټوله نړۍ کي نژدې ۴۰ سلنه ماشومان چې شپږ میاشتني سوي نه وي د مور په شیدو تغذیه کېږي. ملګري ملتونه وايي چي د مور شېدې د لومړي واکسین غوندي کار ور کوي، خو ګټه يې ډېره ده. انځور: Fotolia/Okea د مور شیدې څنګه پيداکېږي؟ د مور شیدې ان له زېږون څخه ترمخه د میندوارۍ پرمهال جوړیږي. خو پروژسترون هورمونونه او پرولا کتین غدې له زېږون څخه نژدې ۲۴ ساعته وروسته دمورشیدې په حرکت راولي. دانو د کوچني کار دی، چي په اول وار د مور تی روي د مور د شیدو ورکولو پرېکړه کوي. پردې سربېره د پرولاکتین هورمون د مور عصبي سیسټم او د شیدو د تولید اندازه تنظمیوي.
انځور: Diana Bagnoli/Getty Images کوچني ته ولي د مور شېدې دومره ګټوري دي؟ د کوچني له پاره د مور شیدې دومره ګټوري دي چي بیخي د چا زړه ته نه لویږي. په اوله اوونۍ کي د مور شیدې د کوچني د کولمو د ساتني او عفونیت دنده لري، په هضم کي مرسته کوي او د باد او برېښ څخه کوچنی ژغوري. د مور شیدې د نوي زېږېدلي کوچني له پاره ځواکمني، ساتندویه او له بېلا بېلو حساسیتونه څخه يې مخنیوی کوي. پر دې سربېره د مور شيدې رودل د زامي او تالو له جوړولو سره مرسته کوي.
انځور: Ariana Cubillos/AP/picture alliance د مور په شیدو کي کوم ګټور مواد سته؟ د مور په شیدو کي د ګټورو موادو لړلیک خورا اوږد دی. له هغو څخه مهم يې معدني مواد، ویټامینونه، غوړزګي او امینو اسید، په همدې ترتیب نوکلئوتیدونه، چي د « ډي این اې» په جوړولو کي اساسي رول لري. کاربوهایدرېډونه، چي انرژي چمتوکوي، نور هغه د ودي فکټورونه چي د کولمو په اوبدلي پوښښ کي د معافیتي سیسټم له خوا کارول کيږي مرسته کوي، ترڅو له بدن سره د باندنیو میکروبونو په پېژندلو او شنډولو کي همکاري وکړي.
انځور: Addictive Stock/Shotshop/IMAGO د مور د شیدو بېلا بېل پړاونه د مور شیدې تل د بدلون په حال کي دي. د شیدو ورکولو په لومړیو ورځو کي د مور د شیدو غدې د«کولسټروم» په نوم یوه داسي ماده تولیدوي چي ډېر غذايي مواد لري. له څلورمي ورځي وروسته لنډمهاله شیدې رامنځته کېږي، په لسمه ورځ د شیدو ورکولو غدې بشپړیږي، خو دا یوازې یوه مرحله نه ده، بلکي د مور شیدې د کوچني د ودي د بېلا بيلو مرحلو سرسم بدلیږي.
انځور: Antonio Ovejero/Addictive Stock/IMAGO یوه ښځه د ورځي څومره اندازه شیدې کوي؟ یوه ښځه هره ورځ تر یو لېټر پوري شیدې تولیدوي. نوی زېږېدلی کوچني په هر «واري خوراک» له ۲۰۰ ملي لیټرو څخه تر ۲۵۰ ملي لیټرو پوري شیدې روي، خو ښځه کولای سي چي د نوي زېږېدلي کوچني له اړتیا سره سم لږ یا ډېري شیدې تولید کړي.
انځور: Brandon Bell/Getty Images نوي زېږېدلي کوچني ته باید ترڅو میاشتو پوري شیدې ورکول سي؟ په دې اړه بېلا بیل نظرونه موجود دي، د روغتیا نړيوال سازمان او د شیدو ورکولو ملي کمېسیون میندو ته لارښوونه کوي، چي باید ترڅه کم شپږو میاشتو پوري نوي زېږېدلي کوچني ته شیدې ورکول سي، خو په څلورمه میاشت کي باید له شیدو ورکولو سره غذا هم ور زیاته سي.
انځور: Addictive Stock/Shotshop/IMAGO په بېلا بیلو فرهنګونو کي د شیدو ورکولو وخت فرق لري. د مثال په ډول په بوفي، چي د افریقا په منځنۍ برخه کي پروت دی هلته کوچنيان تر ۵۳ میاشتو یعني تر څلورنیمو کالو پوري د مور شیدې روي. په دې وخت کي یوه مور له تصوره لیري ۱۶۰۰ لیټره شیدې تولیدوي، خو په ټوله نړۍ کي په منځنۍ کچه نویو زېږېدلو کوچنیانو ته ۳۰ میاشتي د مور شیدې ورکول کیږي.
انځور: Begsteiger/Bildagentur-online/picture alliance پخوا په ځینو هیوادونو کي د «مورشیدې» د نامه پرځای د « ښځي شیدې» نوم کارول کېدی دا په ۱۸مه مېلادي پېړۍ کي له کمپاین څخه وروسته په دغه نامه بدل سو، په دې وخت کي میندو ته لارښوونه کیده چي خپل کوچنیان دایانو ته ونه سپاري او خپله هغوی ته شیدې ورکړي. ميندي بايد کوچنیان تغذيه کړي، نه نوري بېګانه ښځي.
انځور: R Modi/Dinodia Photo/IMAGO په عامو ځایونو کي کوچني ته شیدې ورکول جنجالي دي په عامو ځایونو کي کوچني ته د شیدو ورکول عامه خبره نه ده او په یو شمېر هیوادونو کي پر دغه کار بندیز دی، خو په یوشمېر لوېدیځو هیوادونو کي بیا کوچني ته په عام محضر کي شیدې ورکول عادي خبره ده.
انځور: Wladimir Wetzel/Colourbox د حيواناتو او انسانانو تی/ شیدې ورکول انسانان او حيوانات خپلو اولادونو ته د شیدو ورکولو پرمهال يې پاملرني یو ډول نه وي، انسان که هر وخت وغواړي کولای سي اولادونو ته شیدې ورکړي او یا ګرسره هیڅ شیدې ورنه کړي. کوچني څاروي بیا تر هغه مهاله په خپلو میندو پوري تړلي وي او د مورشیدې روي، ترڅو پر خپلو پښو د څرېدو او خوړو پیداکیدو توان پیداکوي. د مثال په ډول هومینید بیزوګاني له پنځو تر اوو کالو پوري خپل نوي زېږېدلي بچي ته شیدې ورکوي.
انځور: Reuters
محکمې د څه شي امر کړی دی؟ محکمې ويلي دي چې يوناتان م. په قصد سره د سپرم ترلاسه کوونکو مېندو او پلرونو ته په دې هکله ناسم معلومات ورکړي دي چې هغه څو ځله سپرم بسپنه کړی يا يې په مرسته څو ماشومان زېږېدلي دي.
د محکمې ښځينه قاضۍ تېرا هېسېليک په خپل حکم کې ويلي دي چې ياد کس له دې وروسته نوره اجازه نه لري چې خپل سپرم نورو مېندو او پلرونو يا کلينيکونو ته ورکړي. قاضۍ ويلي دي چې له دغه کس څخه د زېږېدلو ماشومانو کورنۍ اوس له دې حقيقت سره مخامخ دي چې ماشوم يې په بيولوژيکي توګه د سلونو نورو ماشومانو خور يا ورور دي. په وينا يې دا په داسي حال کې چې دغو مېندو او پلرونو دغه وضعيت پخپله نه دی انتخاب کړی.
محکمې دا اندېښنه تائيد کړې ده چې د دغه کس د زياتو ماشومانو تر منځ د هويت د ستونزو تر څنګ د ممکنه خپلوانو سره ودونه هم د ناروغيو د خپرېدو سبب کېدلای شي. دغې محکمې تورن کس دې ته رابللی دی چې د ټولو هغو کلينيکونو او د سپرم د بانکونو نومونه ورته روښانه کړي، چې ده ورته خپل سپرم ورکړي دي.
د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشرانو اولادونه
د دونلد ترمپ لس کلن زوی بارون، په ورستیو لسیزو کې د امریکا د ولسمشرانو د اولادونو په قطار کې يو له کمسن ترينو څخه دی. د هغه او د مخکنيو ولسمشرانو د اولادونو په تړاو معلومات په دغه انځوريز البوم کي وګورئ: انځور: Getty Images/C. Somodevilla د امریکا د متحده ایالاتو ۴۵م ولسمشر پنځه اولاده لري، خو د هغه لس کلن ځوی بارون د ترمپ یواځینی ځوی دی چې له خپل مور او پلار سره به په سپینه ماڼۍ کې اوسیږي. د هغه نور خویندې او وروڼه بیا ډیر مشران دي. بارون به په حقیقت کې د کینیډې له دورې راهیسې د امریکا د ولسمشرانو د اولادونو په کتار کې لومړنی د ولسمشر زوی دی چې په سپینه ماڼۍ کې به ژوند وکړي. مخکنيو ولسمشرانو صرف لوڼې درلودې.
انځور: Getty Images/C. Somodevilla سپینه ماڼۍ د تیرو اتو کلونو راهیسې د اوباما د دوو لوڼو کور وو. مالیه چې ۱۸ کلنه ده اوس د کالج له پاره امادګي نیسي او د هغې د پلار په حواله لیواله ده چې سپینه ماڼۍ پریږدې او خپلې زده کړې پیل کړي. ساشا بیا ۱۵ کلنه ده او تراوسه په واشنګټن ښار کې په ښوونځي کې په زده کړو بوخته ده.
انځور: picture-alliance/dpa/O. Douliery باربارا بوش او جینا بوش هیګر د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش او لورا بوش غبرګولې لوڼې هیڅکله هم په دايمي توګه په سپينه مانۍ کې ونه اوسیدې. په ۲۰۰۱م کال کې هغه وخت چې د دوی پلار واک ته ورسید، هغوی په کالج کې په زده کړو بوختې وې. د امریکا د ولسمشر د لوڼو او مخکي د امریکا د بل پخواني ولسمشر د لمسیو په توګه هغوی په سپینه ماڼۍ کې زيات وخت تیر کړ. باربارا اوس په ګلوبل هیلت کورپ سازمان کي کار کوي او جینا بیا خبریاله ده.
انځور: picture alliance/AP Images/AP Photo/N. Harnik د امي کارټر وروسته، چیلسي کنلټن د امریکا د ولسمشر بل کلنټن او هیلري کلنټن لور لومړۍ ماشومه وه چې په سپینه ماڼۍ کې یې ژوند کاوه. هغه په ۱۷ کلنۍ کې له سپینې ماڼۍ ووته او په کالج کې په زده کړو بوخته شوه. هغه اوس د کلنټن بنیاد چې د کلنټن د کورنۍ پورې اړه لري او یو خیریه سازمان دی، کار کوي.
انځور: Getty Images/W. McNamee جیمي کارټر او میرمن یې روسالین کارټر څلور اولادونه درلودل، خو امي د هغوی یواځینۍ اولاد وو چې له ولسمشر او لومړۍ میرمنې سره د ۱۹۷۷م کال نه تر ۱۹۸۱م کال پورې یوځای په سپینه ماڼۍ کې اوسیده. کله چې د هغې پلار جیمي کارټر واک ته ورسید هغه ۹ کلنه وه. هغې په ۱۹۹۶ کال کې واده وکړ.
انځور: Getty Images/Hulton Archive کېرولاين هغه مهال چې د هغې پلار جان اف کینډي د امریکا د ولسمشر په توګه واک ته ورسید، درې کلنه وه او د هغې کوچنی ورور بیا ترې ماشوم وو. د هغې کوچنی ورور جان په ۱۹۹۹ کال کې د یوې الوتکې د راولیدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ. کارولیني واده کړی، درې ماشومان لري او وکیله ده. هغې له ۲۰۱۳م کال څخه تر ۲۰۱۷م کال پورې په جاپان کې د امریکا د سفیرې په توګه دنده ترسره کوله.
انځور: picture alliance/dpa/Y. Honma/Jiji Press له دوو کالونو څخه د ډیرې مودې له پاره کېرولاین او جان په سپینه ماڼۍ کې ژوند وکړ. په انځور کې ښکاري چې سپینه ماڼۍ د دوی کور او د دوی د لوبو ځای وو.
انځور: picture alliance/abaca ګیرالد فورډ څلور اولادونه درلودل چي د خپل پلار په لنډ مهاله دوره کې چې له ۱۹۷۴م کال څخه ۱۹۷۷ پورې وه، په سپینه ماڼۍ کې ستر نه شول. په انځور کې د فورډ ټوله کورنۍ ښکاري چې د سپینې ماڼۍ مخې ته اخیستل شوی دی.
انځور: picture alliance/Everett Colle/W. Fitz-Patrick ولسمشر تیودرو روزولټ له خپلې میرمنې او شپږو ماشومانو سره له ۱۹۰۱م کال څخه تر ۱۹۰۹م کال پورې په سپینه ماڼۍ کې اوسیدی. د خپل پلار د واک پر مهال کونیټین څلور کلن وو.
انځور: picture-alliance/Everett Collection ابراهم لینکن هم له خپلې میرمنې او ماشومانو سره په سپینه ماڼۍ کې اوسیدی. کوچني تد له جنګي لوبو سره ډیره مینه درلوده او د کورنۍ جګړې پرمهال د هغه پلار د امریکا ولسمشر وو. په امریکا کې کورنۍ جګړې له ۱۸۶۱م کال څخه تر ۱۸۶۵م کال پورې دوام وکړ.
انځور: picture-alliance/Everett Collection
مېندو او وکيلانو د محکمې د حکم هرکلی کړی دی د ياد کس د سپرم په مرسته مور کېدونکې يوې مېرمنې چې نوم يې «ايفا» ښودل شوی دی، ويلي دي چې د محکمې له پرېکړي خوشاله ده. هغې ويلي دي چې د دغه کس د سپرم بسپنې په ځنګل کې د اور په شان نورو هيوادونو ته هم رسېدلي دي.
دغې مېرمنې پر يوناتان ږغ کړی دی چې هغه بايد ماشومانو او کورنيو ته مزاحمت ونکړي او بايد ورسره تماس ونه نيسي.
دغه هم ولولئ:آلمان: يوه مور د خپلو پنځو اولادونو د وژنې له کبله په جزا محکومه شوه
د مارک دې هېک په نوم په دغه قضيه کې ښکېل يو وکيل هم د محکمې فيصله ستايلې ده. هغه ويلي دي چې دا فيصله په پراخه اندازه د سپرم د بسپنه ورکوونکو نورو کسانو لپاره هم يو خبرداری دی.
په هالنډ کې ياده افتضاح د خپل نوعيت تر ټولو وروستۍ پېښه ده. له دې مخکې په ۲۰۲۰ کال د مېرمنو يو ډاکټر په دې تورن شو چې حد اقل ۱۷ ماشومان يې په خپل سپرم زېږولي ول. دا په داسي حال کې چې د دغه ډاکټر تر درملنې لاندې و اولاد غوښتونکو مېرمنو ته ويل شوي ول، چې د سپرم ورکونکی يو نامعلوم کس دی.
کال مخکې بيا په روتردام کې يو ډاکټر تورن شو چې حد اقل ۴۹ ماشومان يې داسي زېږولي چې هغه مېرمنې چې ده ته د درملنې لپاره ورتلې، ده به په پټه پکښي خپل سپرم اچولی.
آ./ا.ا./ن.ص.