1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
رسنۍآلمان

دويچه ويله په انقره کې د خپل خبريال نيول غندلي دي

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، فرانس پريس، رويترز، ډي پي ای
۱۴۰۴ اسفند ۱, جمعه

د ترکیې پوليسو څيړنیز ژونالیست علي جان اولوداغ، ولسمشر رجب طيب اردوغان ته د سپکاوي او ناسمو معلوماتو د خپرولو په شک نیولی دی. د ژورناليستانو ټولنو له لوري دا ګام په کلکه غندل شوی دی.

په ترکیه کې د دويچه ویله خبریال علي جان اوولوداغ
علي جان اولوداغ، له اوږدې مودې راهېسې د محکمو د جريانونو په اړه رپوټونه ورکوي او له بشري حقونو څخه د سرغړونې، فساد، د محاکمو او مهمو عدالتي چارو په اړه رپوټه یې په پراخه کچه اوريدل او لوستل کيږي.انځور: privat

د دويچه ویله خبريال علي جان اولوداغ، د پنجشنبې په ورځ د ترکیې په انقره کې تر نيول کيدو وورسته د استانبول ايالتي پوليسو مرکز ته لیږدول شوی دی چې د استانبول د پوليسو تر ټولو لوړه اداره ده.

کابو ۳۰ پوليسو نوموړی د خپلې کورنۍ د غړيو په شتون کې نيولی دی. د اولوداغ، اپارتمان تلاشي شوی او د هغه تخنيکي سامان آلات ضبط شوي دي.

اولوداغ، چې له څو کلونو راهېسې په ترکيه کې د دويچه ویله د خبريال په توګه کار کوي، د جمعې په ورځ محکمې ته حاضر کړل شوی وو.

اړونده موضوع: د روسیې له لوري د نامطلوب سازمان په توګه نومول کيدل د دويچه ویله له پاره په څه معنا دي؟

پر نوموړي «د بې لارې کوونکو معلوماتو خپرولو»، «د ولسمشر د سپکاوي»، او «د ترکي قوم، دولت او ادارو د سپکاوي» تورونه لګول شوي دي.

دا تورونه پر ايکس باندې کابو یو نيم کاله تر مخه شوي يوه پوست اړوند دي چې په ترڅ کې یې نوموړي د ترکيې د حکومت پر هغو اقداماتو باندې نيوکې کړې وې چې په پایله کې د «اسلامي دولت» احتمالي غړي له زندانه آزاد کړل شوي ول. نوموړي پر حکومت د فساد تور هم لګولی وو. 

علي جان اولوداغ، له اوږدې مودې راهېسې د محکمو د جريانونو په اړه رپوټونه ورکوي او له بشري حقونو څخه د سرغړونې، فساد، د محاکمو او مهمو عدالتي چارو په اړه رپوټونه یې په پراخه کچه اوريدل او لوستل کيږي.

د دويچه ویله عمومي مشرې باربرا ماسنګ، د اولوداغ، د آزدولو غوښتنه وکړه. نوموړې وويل: «زموږ پر همکار لګيدلي تورونه بې بنسټه دي. علي جان اولوداغ، يو پيژندل شوی څيړنیز ژرونالیست دی د فساد په اړه رپوټ ورکولو له پاره مشهور دی.»

اړونده موضوع: په ترکیه کي د رسنیوو پر اوسني «ناوړه» حالت نیوکي

د نوموړي نيول کيدل د بيان د آزادۍ پلوي کړيو هم په کلکه غندلي او دا یې د رسنیو پر آزادۍ او ديموکراتیکو ارزښتونو بايد بريد بللی دی. 

د بې پولې خبريالانو ټولنې په حواله ترکيه په هغو هېوادونو کې شمیرل کيږي چې ژورناليستان پکې سرکوبه کیږي. د ترکیې د ژورناليستانو د ټولنې په حواله دمګړۍ په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۱۴ خبريالان يا د رسنيو اړونده کارکوونکي بنديان دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب