1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکیې زلزله کې ۲۴ تنه وژل شوي او ۸۰۰ ټپیان دي

۱۳۹۹ آبان ۱۰, شنبه

د ترکیې ازمیر او د یونان ساموس ټاپو کې د تیرې ورځې زلزلې په پایله کې تر اوسه پورې د ۲۴ تنو د وژل کیدو او ۸۰۰ تنو د ټپي کیدو رپوټونه ورکړل شوي دي. ژغورونکي عملې ۷۰ تنه د خرابيو له لاندې څخه ژوندي را ایستلي دي.

Türkei Izmir | Erdbeben
انځور: Depo Photos/abaca/picture alliance

د ریشتر په مقیاس ۶،۶ درجې زلزلې تیره ورځ د ترکیې سویل لویدیځ کې د ازمیر ولایت سرحدي ساحلونه او د یونان ساموس ټاپو ولړزوله. په ازمیر کې تر ۲۰ ډیرې ودانۍ نړیدلي دي. اسرائیل، یونان او فرانسې مرستې ته تیاری ښودلی دی.

د وروستیو رپوټونو په حواله تر اوسه پورې د ترکیې د زلزلې د تلفاتو شمیر ۲۴ او د ۸۰۰ کسانو د ټپي کیدو رپوټونه ورکول شوي دي. د یونان په ساموس ټاپو کې هم ۲ تنه وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ازمیر ښار هوټلونو د هغو کسانو پر مخ خپلې دروازې پرانیستې دي چې خپل کورونه یي له لاسه ورکړي دي. د ازمیر ښار د تګ راتګ عمومي ترانسپورت هم په وړیا ډول د خدماتو وړاندې کولو اعلان کړی دی.

د ازمیر والي یاووزسلیم ویلي دي چې تر اوسه پورې ۷۰ تنه د خرابيو له لاندې څخه را ایستل شوي دي.

ترکي رسنیو د زلزلې ترڅنګ د سونامي د رامنځته کیدو خبر هم ورکړی دی. ترکي خبریال رقیب سویلو په تویتر کې د یوه ویډیو په خپرولو سره د یوه «ځانګړي سونامي» خبر ورکړی دی.

د یونان، اسرائیل او فرانسې د همدردۍ څرګندول

ناټو، ملګرو ملتونو او د اروپایي اتحادیي هیوادونو له ترکيې او یونان سره مرستې ته خپله امادګي ښودلې ده. یونان لومړنی هیواد وو چې له ترکیې سره یې خپل پيوستون او مرستې ته امادګي ښکاره کړه.

د یونان لومړي وزیر کیریاکوس میتسوتاکیس، د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره تلیفوني خبرې اترې وکړې.

اردوغان په یوه تویتري پيغام کې د یونان له لومړي وزیر څخه مننه کړې ده.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرار دارمین، هم اعلان وکړ چې هیواد یې د ترکیې او یونان سره مرستې ته چمتو دی. دارمین په خپل تویتر کې لیکلي دي چې د دغو هیوادونو د غوښتنې په صورت کې به د فرانسې مرستې بی له ځنډه سیمې ته ورسول شي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لودریان، هم د یوه پيغام په خپرولو سره اعلان وکړ چې هیواد یې له ترکیې او فرانسې سره مرستې ته چمتو دی.

اسرائیل ترکیې ته د مرستندویانو استولو له پاره تیاری ښودلی دی

بني ګانتس، د اسرائیل د دفاع وزیر اعلان وکړ چې هیواد یي ترکیې ته د مرستندویه او ژغورونکو ټیمونو استولو ته تیار دی.

د اسرائیلو دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې ګانتس د دغه هیواد پوځ ته امر کړی دی چې ترکیې ته د ژغورونکو او مرستندویانو یوه ډله دې د تیارسئ په حالت کې اوسي.

د دغه هیواد د دفاع وزارت همدارنګه ویلي دي چې که ترکیه موافقه وکړي نو د ټپیانو د درملنې له پاره به په ازمیر کې یو سیار موقتي روغتون جوړ کړي.

ترکي چارواکو ویلي دي چې کیدای شي د ټپیانو او وژل شوو کسانو شمیر لوړ شي. د ازمیر د ښاروال په خبره تر اوسه پورې ۱۸۰ تنه د ویجاړو شوو ودانیو تر خرابيو لاندې دي.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب