کوچني چینجې يا د ګونګټو د يوه ډول لاروا او چرچرکان به دریمې او څلورمې حشرې وې چې په اروپایي ټولنه کې د خوړو په توګه وپلورل شي. په دغه لیست کې د خوراکي حشراتو زیاتولو لپاره اته ډوله نورې حشرې د تایید لپاره وړاندیز شوي دي. اروپایي ټولنې د سه شنبې په ورځ د دغه خوراکي چینجې د پوډر، منجمد خوړو، مایع او وچ ډولونو په بڼه د پلورلو لپاره شین څراغ ښودلی دی. چرچرکان به د بې غوړ پوډر په بڼه هم ترلاسه کېدای شي.
ډېرو اروپايانو ته هم د حشراتو او خزندو خوړلو فکر ډېر جالب او د غوښتنې وړ نه دی. خو په اوسني وخت کې حشرات د نړۍ په لوکسو رسټورانټونو کې د خوندورو خواړه له ډلې څخه دي او د صحي او عادي خواړو په توګه یې خوړل له مکسیکو څخه تر تایلینډ پورې په ډیریو هیوادونو کې عام شوي دي. دې حشراتو هم د ساینس پوهانو او هغو کسانو پام ځانته وراړولی چې د ځمکې کورې مخ په ډیریدونکي نفوس د خوراک په برخه کې فعالیت کوي.
د خوراکي موادو سکتور پر چاپیریال ډیر فشار اچولی دی. دا چې د انسانانو نفوس مخ پر ډیریدو دی، نو د خوراک په برخه کې د دوامداره حل لارې پیدا کولو اړتیا هم پراخیږي. ايا د حشراتو خوړل يو حل کيدلای شي؟ انځور: Getty Images/S. Gallup دا چې نفوس مخ پر ډیریدو او زراعتي ځمکې له تهدید سره مخ دي. د تیرو ۴۰ کلونو په ترڅ کې د نړۍ نږدې دریمه برخه کرهڼیزې ځمکې له منځه تللي او له دې امله په نړیواله کچه د خوراکي موادو پر تقاضا فشار ډیریدونکی دی. په دې ترڅ کې د غوښې د تولید له امله هم پر چاپیریال فشار ډیر شوی. خو ځینې کسان فکر کوي چې په ټوکیو کې له هګۍ سره د ملخانو خوړل، د حل یوه ښه لار ده.
انځور: Getty Images/AFP/T. Yamanaka په کانګو هیواد کې کاترپیلار (یو ډول چینجی) انتوموفایگی په اصطلاح کې د انسانانو لخوا د خوراک په موخه د حشراتو خوړولو ته وايي. انسانان د ډیرې پخوا زمانې او ان نن ورځ حشرات د خوراک په توګه خوري. د نړۍ په ځینو فرهنګونو کې اوس هم حشرات د خوراک برخه دي. په انځور کې ښکاري چې د جمهوري کانګو هیواد په یوه رستورانت کې، یو کس کباب شوي یو ډول چینجي د زیتونو له غوړیو سره خوري. دغه خوراک ارزانه خو ډیر پروتین لري.
انځور: Getty Images/AFP/J.D. Kannah په شمالي امریکا او ان په اروپا کې ځینې داسې ځایونه شته چې هلته د حشراتو خوراک ډیر کم دی. خو سربیره پر دې د چاپیریال ساتونکو د ډیر تشویق له امله، ښايي حشرات د خوراکي موادو د یوې سرچیني په توګه ډیر وهڅول شي او دا د پراخیدو په حال کې هم دي.
انځور: Getty Images/AFP/S. Khan پر ځمکه ښوویدونکي حشرات په خوراکي مینو کې پوښتنه دا ده چې د حشراتو تولید ولې دوامداره دی؟ د مالدارۍ د سکتور په پرتله، د حشراتو ساتنه لږ ځمکې او لږ اوبو ته اړتیا لري. بل لوري ته بیا له دې سکتور څخه تولیدیدونکی ګلخانه ګاز هم د نورو په نسبت کم دی. حشرات ډیر لږ خوراک ته اړتیا لري، او په خپله حشرات هم د کبانو او نورو څارویو له پاره د دوامداره خوراک په توګه کاریدلی شي. د بنکوک په یوه رستورانت کې وزر لرونکي میږیان له کبانو سره یو ځای خوړل کیږي.
انځور: Getty Images/AFP/L. Suwanrumpha د پالم غوړيو (خرما ته ورته یو ډول ونه) له پاره بدیل په اندونیزیا کې نوی جوړ شوی یو شرکت غواړي چې حشرات د پالم غوړیو د یوې بديلې منبع په توګه وکاروي. په اندونیزیا او ګڼ شمیر جنوب شرقي آسیایي هیوادونو کې د پالم د ونې پر کرلو نیوکې شوي دي. په انځور کې د یاد شرکت جوړونکي ښکاري چې په اصطلاح له حشراتو غوړي باسي او ټینګار کوي چې حشرات د خوراک ښه سرچینه ده او ګڼ شمیر معدني مواد، پروتینونه او شحمي اسیدونه لري.
انځور: Founders Valley/Biteback Indonesia د چینجیانو لولي پاپ یا چوشکي اټکل کیږي چې تر ۲۰۵۰ میلادي کال پورې به د غوښې له پاره تقاضا په تقاضا کي ۷۵ سلنه زياتوالی راشي. د دې مقدار غوښې د چمتو کولو له پاره کرهڼیزې ځمکې او د څارویو خوراک هم د پروتینو ښو سرچینو ته اړتیا لري او ممکن دغه تقاضا هم ډیره شي. په دې برخه کې د حشراتو د خوراک پلويان بیا حشراتو ته ګوته نیسي.
انځور: Getty Images/AFP/K. Bleier ايا د شاتو مچۍ وخورو او که نه؟ دا چې په راتلونکې کې به حشرات د خوراک ستره برخه وګرځي خو په دې سکتور کې لا ډیرې پراختیا ته اړتیا شته. په برلین کې د چاپیریال په یوه میله کې له مچیو جوړ شوی کیک خوړل کیږي. خو دا چې په نړیواله کچه د شاتو د مچیو نفوس هم تر فشار لاندې دی، په دې هکله د داسې حشراتو خوراک به ښه حل لار وي چې عملي بڼه ولري او نفوس یې له ګواښ سره مخ نشي.
انځور: Getty Images/S. Gallup
د غوښې د مصرف له امله ګلخانه یي ګازونه یوه «ستره ننګونه» ده د خوراکي توکو ککړونکی صنعت د نړۍ د تودوخې د څلورمې برخې لپاره مسؤول بلل کیږي او د خوړو صنعت د ګلخانه یي ګازونو ډیره برخه د غوښې او لبنیاتو د تولید له امله رامنځته کوي. غواګانې او پسونه د میتان ګاز تولیدوي او بزګران د خپلو څارویو د تغذیه کولو لپاره واښه او سویا کرلو لپاره ځنګلونه له منځه وړي. د دغو واښو او سویا درې پر څلورمه برخه د څارویو د تغذیې لپاره کارول کیږي. په داسې مهال چې سره شوي چرچرکان او د لارواګانو او چینجیو سلاد د غوښې د سټیک او همبرګر ځای ونیسي، کولای شي د اقلیم په بدلون کې تر یوې کچې د ځینو انقراضونو مخه هم ونیسي. په امرېکا کې د نړیوالو سرچینو په انسټیټوټ کې د خوراکي توکو د پروګرام تکنالوژیکي رئیس ټیم سیرچینګر وویل: «د څارویو خوراکي توکو د تقاضا لپاره مقابله یوه لویه ننګونه ده.» هغه زیاتوي: «موږ باید نږدې هره ممکنه حل لاره ولټوو.»
د سویس یوه اداره: حشرې وخورئ او صحتمند شئ
څوک به د حشراتو خوړلو ته نه اړ باسل کیږي د اورپایي کمیسیون د پرېکړې له مخې د دوو حشرو د انساني خوړو په توګه تاییدول دا په ګوته کوي چې دا د خوراکي رژیم د بدلولو لپاره یوه هڅه ده. که څه هم دې کمیسیون ویلي چې د حشراتو مصرف «پر چاپېریال، روغتیا او اقتصاد باندې مثبت اغیز لري.له بل اړخه، دا نوې قاعده روښانه کوي چې د ګونګټي لارواګانې او چرچرکان د هغو کسانو لپاره ګټور دي چې الرژي نه لري. زياته شوې هغه خواړه چې حشرات ولري باید د پیژندلو لپاره ورباندې لیبل ولګول شي. اروپایي کمیسیون تېره اونۍ په یوه ټویټ کې ویلي: «هیڅوک به مجبور نه وي چې حشرات وخوري.» دا اقدام کولای شي د هغو خوراکي رژیمونو لپاره یو بدلون وي چې د چاپېریال لپاره ډېر زیان نه اړوي.
انځور: AFLO/imago images د بېلګې په توګه په آلمان کې د دې هېواد شاوخوا نیمايي نفوس په پام کې لري چې د غوښې مصرف کم کړي، په داسې حال کې چې په متحده ایالاتو کې خلک د غوا غوښې پر ځای زیاتې داسې غوښې کاروي چې د هوا د ککړتیا د کموالي لامل کېږي، لکه د چرګ غوښه. د حشراتو پروټین په ځانګړې توګه د پروسس شوي خواړو په ساحه کې یو ارزانه بدیل کیدای شي. د حشراتو وچ وزن له ۳۵ څخه تر ۶۰ سلنې پورې پروټین لري. د حشراتو د بدن ښکته برخه د ډیرو نباتاتو په پرتله ډیر پروټین لري او د بدن پورتنۍ برخه یې د غوښې او هګیو په پرتله ډیر پروټین لري. همدارنګه، دا حشرات په چټکۍ سره خپل نسل زیاتوي او په لنډ وخت کې وزن ترلاسه کوي.
د حشراتو د خوړلو په برخه کې د چاپیریال د زیانونو په اړه ډېرې کمې څیړنې ترسره شوي. په ۲۰۲۱ کال کې د ژوند دورې ارزونې په نوم څېړنې وموندله چې د خوړو وړ له ژېړو چینجیانو څخه ترلاسه شوي پروټین له چرګانو څخه د ترلاسه شوي پروټین په پرتله۷۰ سلنه لږې ځمکې ته اړتیا لري او د چرګانو د غوښې څخه ترلاسه شوي پروټین په پرتله ۲۳ سلنه لږ ګلخانه یي ګازونه افرازوي.
ب.ص/م.ا
حشرات: کوچني خو ډیر ارزښت لرونکي موجودات
حشرات د چاپیریال او انسانانو د ژوند له پاره ډیر ارزښت لري خو ژوند یې ورځ تر بلې سختیږي. انسانان ورسره څرنګه مرسته کولی شي. انځور: picture-alliance/dpa/U. Anspach حشرات، کوچني خو ډیر اهمیت لرونکي موجودات حشرات د انسانانو او نورو ژوندیو موجوداتو د ژوند انډول په ساتلو کې ډير اهميت لري. د بيلګې په توګه هغوي په بوټو کې د ګردې په شيندلو، د افتونو په کنترول او د ځمکي د خړوبتيا له پاره د اوبو په پاکولو کې مرسته کوي.
انځور: Mizam/P. Hamidipoor د حشراتو کموالې بیلا بيل لاملونه لري. په حشراتو او په ځانګړې توګه د مچیو او پتنګانو د مړيني اصلي علت په زراعت کې له کيمیاوي سري څخه ګټه اخيستنه ده. د اقليم بدلون او د ښاروانو پراختیا د حشراتو د له منځه تلو نور عوامل ګڼل کيږي.
انځور: picture-alliance/dpa/E.Weingartner حشرې د خپل ژوند د بقا له پاره پوره غذاي توکو ته اړتيا لري. د ګلانو او ميوو د کرلو کمښت له کبله مچۍ او نور ګرد شيندونکې حشرې په طبعي سیمو کې د خپلو خوړو له کمښت سره مخامخ دي. انسانان کولی شي دغه حالت ته يو څه بدلون ورکړو: لکه په بالکن يا د کور په انګړ کي د ګلانو او بوټو په کرلو سره.
انځور: picture-alliance/dpa د عادتو په بدلولو له حشراتو سره مرسته د خوراکي توکو په رانيولو کې له زياتې پاملرني سره کولې شو له حشراتو سره مرسته وکړو. داسې توکې باید راونیسو چې په تولید کې یې له کیمیاوي موادو کار نه وي اخیستل شوی.
انځور: picture alliance/dpa/J. Büttner خپلو بوټو کې ډیر کیمیاوي مواد و نه کاروو د خپل کور په بڼ کې د ګلانو او نورو بوټو ودې له پاره کيمیاوي سره مه کاروئ. د هغې پر ځاي بيلا بيل ګلان او ،ښه بوی لرونکي بوټې وروزئ چې حشرات ځانته جذبوي.
انځور: DW/Axel Warnstedt د خپلې باخچې په یوې ځنډه کې داسې بوټي وکرئ چې د حشراتو د ژغورنې لامل شي.
انځور: Ulrike Aufderheide د حشراتو له پاره د ځالو جوړول د حشرو له پاره د يوې ځالې جوړول ورځ تر بلې سختيږي. نو که څوک په خپل باغچه کې د هغوی له پاره یوه ځاله جوړه کړي له دغو کوچنیو ژوندیو موجوداتو سره به یې ډیره لویه مرسته کړې وي.
انځور: DW/S. Pabst