1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرونا پر وخت آلماني ميليونران ډیر شوي

۱۳۹۹ آبان ۱۷, شنبه

د آلمان يو سلنه شتمن نفوس د دغه هیواد د ۲۹ فیصده ثروت خاوندان دي. په روان کال کې ۵۸ زره ميليونران پر پخوانیو ۲ ملیونه او ۱۰۰ زرو ملیونرانو باندي وراضافه شوي دي. په چین کي هم د کرونا پر وخت ملیونران ډیر شوي.

Goldbarren
انځور: picture-alliance/Ulrich Baumgarten

د يوه بانکي سازمان د ارزونې پر اساس، په روان ميلادي کال کې د کرونا بحران سربيره، د نړۍ په سطحه د عادي خلکو دارايي ډيره شوې ده.

په آلمان کې د روان کال د جنوري میاشتې نه تر جون مياشتې پورې ۵۸ زره نوي ميليونران رامنځ ته شوي. دغه نوي ميلیونران پر ۲ ميلیون او ۱۰۰ زره پخوانيو ميلیونرانو باندې ورزيات شوي دي. دغه مطلب د سويس د کريديت بانک په يو رپوټ کې چې د نومبر په ۵مه خپور شوی، ذکر شوی دی.

په دغه موده کې په آلمان کې د هر بالغ کس شتمني، ۱،۸ سلنه لوړه شوې او وړاندوينه کيږي چې د کال په پای کې به د ټول کال شتمني لوړيدا تر ۳،۹ سلنې پورې ورسيږي.

د سوئيس د کريديت بانک په حواله، په چين کې هم ۳۶۵ زره ميليونران ډير شوي دي. د چين د ميليونرانو شمير د ۲۰۱۹م کال تر پايه پورې څه باندې ۵،۸ ميلیونه کسان وو.

په رپوټ کې زياته شوې، که څه هم د جنوري نه تر مارچ مياشتې پورې مغازې تړل شوې وې، خو تر هغه وروسته په کاروبارونو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

په آلمان کې د پيسو د سطحې اختلاف لوړ دی. په دغه هیواد کې یو سلنه شتمن يا بډایه خلک، د دغه هيواد ۲۹ سلنه داراي په اختیار کې لري. دغه نسبت بيا په فرانسه او بريتانيا کې ۲۲ سلنه دی.

په آلمان کې د هغو کسانو شمیر چې د ۱۰۰ زره ډالرو څخه ډيره سرمايه لري، د دغه هيواد د نفوس ۴۰ سلنه برخه تشکيلوي چې دا د نړۍ د متوسط حد ۴ برابره دی.

د پيسو پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب