1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرونا پر مهال د آلمانيانو بې سارې سپما

۱۳۹۹ دی ۱۶, سه‌شنبه

د کرونا له کبله رامنځ ته شوي اقتصادي ستونزو سره بيا هم د آلمانيانو شتمني زیاته شوې او تر ۷ زره ميليارد يورو ډيره شوې ده. د شتمنۍ د ډيريدو زیاته برخه په هیواد کې د وګړو په سپما پورې تړاو لري.

Deutschland Sparbuch
انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann

د آلمان مرکزي بانک ويلي دي چې د کرونا پانديمي پرمهال د دغه هيواد د وگړو نغدي شتمني د ۳۹۳ ميليارده يورو په زياتېدو سره ۷۱۰۰ ميليارده يورو ته رسېدلې ده.

د آلمان مرکزي بانک د رپوټ له مخې، د تيرکال په پرتله د دغه هيواد د وگړو د شتمنۍ ۵،۹ سلنه ډېرښت د بيکارۍ له ویرې سپما او د کرونا له کبله لګيدلې محدوديتونو بللي دي.

د آلمان د مرکزي بانک په رپوټ کې راغلي دي چې په ۲۰۲۰م کال کې هغه کسان چې سل یورو يې درلودې له ۱۶ تر ۱۷ يورو پوري يې سپمولي دي چې دغه سپما د دې هیواد په تاريخ کې بې سارې وه.

تر اوسه ډيره سپما په ۱۹۹۱ او ۱۹۹۲ کلونو کې شوې وه چې ۱۲،۹ سلنه وه. په ۲۰۱۹م کال کې سپما ۱۰،۹ سلنه وه.

تر ۱۰۰ ميلیارده يورو زياته سپما

که څه هم د اسعارو په بازارونو کې د کرونا له کبله خپره شوې ویره ډيره ژر شاته پريښوده شوه، خو په دغو بازارونو کي راکړي ورکړي د آلمانانو په شتمنیو کي کم اغيز لرلی دی.

د آلمان مرکزي بانک وايې چې دلته خلکو په  ۲۰۱۹م کال کې ۱۰۰ ميليارده يورو سپما کړې ده. د دغه بانک د رپوټ له مخې دا پيسې په بانکونو کې د دوی په خپلو حسابونو کې ساتل شوي او له هغې څخه د پانګې اچونې له پاره ګټه نه ده اخيستل شوې.

د مرکزي بانک د اقتصاد کارپوهان تمه لري چې د کرونا وبا له کبله په رامنځته شوې حالت کې له بدلون سره به د دغو پيسو زیاته برخه د ۲۰۲۱م کال په اوږدو کې د تولیداتو، سياحت او فرهنګي فعالعيتونو کې ولګيږې.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب