پاکستان له تاریخي پلوه د واشنګټن نږدې متحد دی، خو په ډېره بیړه چین ته لا زیات نږدې کیږي. چین پاکستان ته په میلیاردونو ډالره پور ورکړی او اوس اسلام آباد ته تر ټولو ستر پور ورکوونکی هیواد دی.
نړيوال بانک له پاکستان سره د پور قرارداد وځنډاوه
پاکستان له څو لسیزو راهیسې د افلاسیون او د پورونو د ورکولو پرله پسې مسئولیت له کبله او د بهرنیو اسعارو د ډیرو کمو زیرمو درلودلو په پام کې نیولو سره دا مهال له شدید اقتصادي بحران سره مخامخ دی.
دیرک له پاکستاني چارواکو سره تر لیدنې کتنې وروسته په اسلام آباد کې د امریکا په سفارت کې خبریالانو ته وویل: «موږ نه یوازې په پاکستان، بلکې په ټوله نړۍ کې د چینایي پورونو او یا هغو پورونو په هکله چې باید چین ته ورکړل شي د خپلو اندېښنو په برخه کې په بشپړ ډول شفاف یو.»
پاکستانۍ کلداره تر سخت رکود وروسته ثبات پیدا کوي
د هغه رپوټ په حواله چې د پيسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) تیر کال په سپټمبر کې خپور کړی و د پاکستان د ۱۰۰ میلیارده ډالره بهرنیو پورونو نږدې ۳۰ سلنه برخه یې د چین او د دغه هیواد د تجارتي بانکونه پورې اړه لري.
د دې پورونو ډېره برخه د چین- پاکستان کوریدور پر اساس ورکړل شوي دي، چې د بیجینګ د «یوه کمربند او یوې لارې نوښت» یوه برخه ده.
دیرک شولی، وویل چې هغه به پاکستان ته د امریکا او چین تر منځ د یوه د انتخابولو خبره ونه کړي.انځور: Sakchai Lalit/AP Photo/picture alliance د پاکستان خوښه ده چې په چین او امریکا کې یو انتخاب کړي د امریکا د بهرنیو چاو وزارت سلاکار دیرک شولی، ویلي وو چې واشنګټن له اسلام آباد سره د بیجینګ د نږدې اړیکو د «خطرونو» په هکله خبرې جاري ساتلي، خو هغه به پاکستان ته د امریکا او چین تر منځ د یوه د انتخابولو خبره ونه کړي.
مخکې تر دې په افغانستان کې د جګړې له کبله د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ اړیکو کې سوړوالی رامنځته شوی و، خو په دې وروستیو کې د لوړې کچې چارواکو د مخ پر زیاتیدونکو سفرونو سره په دغو اړیکو کې ښه والی رامنځته شوی دی.
د چین او امریکا چارواکي د جمعې په ورځ د پورونو په اړه په یوه څو اړخیز کنفرانس کې ګډون کوي.
د پاکستان ارزي زيرمې تر ټولو ټيټ حد ته لوېدلي
د جې ۷ هیوادونو او پور ورکوونکو ادارو د اوږدې مودې راهیسې له پورونو څخه د پوروړو هیوادونو د ژغورنې په خاطر پر پراخو هڅو ټينګار کړی دی، څو هغه په ټولنیزو خدماتو کې د کمښت راوستلو ستونزې څخه وژغورل شي، له کوم څخه چې نا امني رامنځته کیږي.
د امریکا د خزانې وزیر جینټ ایلن او د جي ۷ نور چارواکي چین ته، چې په نړۍ کې تر ټولو ستر پور ورکوونکي خپلواکه هیواد دی، له پورونو څخه د نجات موندې د کوښښونو په برخه کې د یو لوی خنډ په سترګه ګوري.
دیرک شولی زیاته کړه چې امریکا د موجوده اقتصادي بحران څخه د وتلو په برخه کې له پاکستان سره په ګډه کار کوي.
اسلام آباد ته د امریکایي پلاوي دغه سفر په داسې وخت کې کيږي چې د پاکستان اقتصاد له ویجاړوونکي سیلاب څخه په شدید ډول زیانمن شوی دی. بل لور ته له «آی ایم اف» سره مذاکرات بې له کوم تړون څخه پای ته ورسیدل او راتلونکې اونۍ به یو وار بیا په دې اړه مجازي غونډه پیل شي.
رویټرز: ش.ن/ ن.ز
تر ټولو زيات پوروړي هيوادونه کوم دي؟ ـ انځوريز البوم
د کلني ناخالص ملي توليداتو په پرتله د کومو هيوادونو دباندنيو قرضو کچه تر ټولو زياته ده. افغانستان، ايران، پاکستان او هند څومره پوروړي دي؟ په دغه انځوريز البوم کي د نړۍ تر ټولو زيات پوروړي هيوادونه وپېژنئ: انځور: picture alliance/dpa Themendienst/C. Seidel ۱۸۵ مقام ـ هانګ کانګ او ماکوا ـ ۰ سلنه هانګ کانګ او ماکوا هيوادونه د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۰ سلنه باندنۍ قرضې درلودې. په دې توګه دغه دوه هيوادونه د نړۍ تر ټولو لږ پوروړي هيوادونه دي.
انځور: Reuters/A. Song ۱۸۳ مقام ـ برونای ـ ۳ سلنه برونای هيواد د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۳ سلنه باندنۍ قرضې درلودې. په دې توګه دغه هيواد په نړۍ کي دويم نمبر تر ټولو کمې قرضې لرونکی دی.
انځور: Reuters/A. Rani ۱۸۲ مقام ـ افغانستان ـ ۷ سلنه افغانستان په دغه ليست کي تر برونای او هانګ کانګ هيوادونو وروسته دويم تر ټولو کمي قرضې لرونکی هيواد دی. د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي دغه هيواد په ۲۰۱۷م کال کي د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۷ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: Getty Images/AFP/D. Faget ۱۲۲ مقام ـ ايران ـ ۴۱ سلنه ايران د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۴۱ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: picture alliance/AP Photo/V. Salemi ۵۷ مقام ـ آلمان (جرمني) ـ ۶۴ سلنه آلمان د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۶۴ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: Imago/Rolf Zöllner ۵۲ مقام ـ پاکستان ـ ۶۷ سلنه پاکستان د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال کي د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۶۷ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: picture-alliance/Photoshot/S. Seher هند د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال کي د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۷۰ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: picture-alliance/dpa قبرس د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال کي د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۹۹ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: DW/P. Kouparanis ۱۹ مقام ـ موزمبيق ـ ۱۰۲ سلنه موزمبيق د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال کي د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۱۰۲ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: picture-alliance/maxppp ۱۸ مقام ـ بهوټان ـ ۱۰۲ سلنه بهوټان د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال کي د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۱۰۲ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: Reuters/C. McNaughton مصر د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال کي د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۱۰۳ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Tödt ۱۶ مقام ـ بلجيم ـ ۱۰۳ سلنه بلجيم د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال کي د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۱۰۳ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: Getty Images/AFP/T. Monasse ۱۵ مقام ـ جمايکا ـ ۱۰۴ سلنه جمايکا د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال کي د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۱۰۴ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: Imago/imagebroker ۱۴ مقام ـ د امريکا متحده ايالات ـ ۱۰۸ سلنه امريکا متحده ايالات د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال کي د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۱۰۸ سلنه باندنۍ قرضې درلودې. په دې توګه د نړۍ دغه نظامي او اقتصادي قوت يو له تر ټولو زيات پوروړو هيوادونو څخه دی.
انځور: picture-alliance/chromorange ۱۳ مقام ـ سينګاپور ـ ۱۱۱ سلنه سينګاپور د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال کي د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۱۱۱ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: Imago/Manngold ۱۲ مقام ـ کانګو جمهوريت ـ ۱۱۹ سلنه کانګو جمهوريت د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال کي د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۱۱۹ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: DW/J. Kanyunyu ۱۱ مقام ـ ګامبيا ـ ۱۲۳ سلنه ګامبيا د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال کي د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۱۲۳ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: picture-alliance/robertharding/J. Lightfoot ۱۰ مقام ـ پرتګال ـ ۱۲۶ سلنه پرتګال د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال کي د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۱۲۶ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: DW/J. Faget ۹ مقام ـ سوډان ـ ۱۲۶ سلنه سوډان د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال کي د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۱۲۶ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: picture-alliance/Anadolu Agency/O. Elif Kizil ۸ مقام ـ کپ وېردې ـ ۱۲۶ سلنه کپ وېردې هيواد د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال کي د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۱۲۶ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: DW/A. Semedo ۷ مقام ـ ايريتريا ـ ۱۳۱ سلنه ايريتريا د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال کي د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۱۳۱ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: Reuters/T. Negeri ۶ مقام ـ ايتاليا ـ ۱۳۱ سلنه ايټاليا د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال کي د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۱۳۱ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Murat ۵ مقام ـ باربادوس ـ ۱۳۳ سلنه باربادوس هيواد د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال کي د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۱۳۳ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: picture-alliance/robertharding يمن د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال کي د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۱۴۱ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: picture alliance/dpa ۳ مقام ـ لبنان ـ ۱۵۳ سلنه لبنان د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۱۵۳ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: DW/B. Gerdziunas ۲ مقام ـ يونان ـ ۱۸۱ سلنه يونان د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال کي د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۱۸۱ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: picture-alliance/dpa/G. Fotis Plegas ۱ مقام ـ جاپان ـ ۲۳۶ سلنه جاپان د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال کي د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۲۳۶ سلنه باندنۍ قرضې درلودې. په دې توګه په ۲۰۱۷ کال جاپان د نړۍ تر ټولو مقروض هيواد ؤ.
ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی
انځور: picture alliance/ZB