جهاني وجهي صندوق، پیسو ته د افغانستان لاسرسی بند کړ
۱۴۰۰ مرداد ۲۸, پنجشنبهد پیسو نړیوال صندوق(IWF) ویاند د افغانستان د دولت په جوړښت کې د شفافیت د نشتوالي په دلیل د دغه صندوق مالي سرچينو ته د افغانستان پر لاسرسي بندیز لګولی دی.
مخکې تر دې د امریکا د ماليې وزیر جنت یلن، غوښتنه کړې وه چې د پيسو نړیوال صندوق ته دې د طالبانو د لاسرسي مخه ونیول شي. تردې دمخه متحده ایالاتو اعلان کړی و چې د افغانستان د مرکزي بانک ۱۰ میلیارده ډالره دارایې یې چې له افغانستان څخه دباندې ساتل کیدله، کنګل کړې ده.
دا معمول دی چې د پیسو د جهاني صندوق غړي د کودتاګانو او شخړیزو انتخاباتو په صورت کې له دا ډول چلند څخه کار اخلي.
په ونزیویلا کې هم د نیوکولاس مادورو واک ته تر رسیدو وروسته د دغه هیواد ذخیره شوې پيسو یا مخصوص حق برداشت SDR ته لاسرسی بند کړای شوی و. د نظامي کودتاچیانو قدرت ته تر رسیدو وروسته له میانمار سره هم د دغه صندوق مناسبات قطع شوي وه.
د پيسو نړیوال صندوق څلور میاشتې مخکې افغانستان ته ۱۴۷میلیونه ډالره مرسته اختصاص کړې وه.
د افغانستان مالي منابعو ته د طالبانو نه لاسرسی کیدای شي دوی ته یوه لویه ننګونه واوسي. د دغه هیواد د خارجي تجارت تناسب منفي دی او د صادراتو په پرتله د وارداتو کچه یې لوړه ده.
د دغو وارداتو یوه برخه په نقدي شکل صورت نیسي. په داسې حال کې چې د مالي شریانونو قطع کیدل به د دې سبب شي چې ډالرو ته د طالبانو لاسرسی لا زیات ستونزمن شي.
آژانسونه: ش.ن/ ق.ن