1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

په خوراکي موادو کی شپږ خطرناکي مادې

۱۴۰۱ شهریور ۲۹, سه‌شنبه

کيدای سي ډيري داسی ادعاوي مو اوريدلي وي چې ځيني دود شوی خوراکي ترکيبونه زهرجن دي. ښه خبره دا ده چې دغه ادعاوي علمي اساس نه لري. خو په مصرف کي باید پام وشي.

Kochen mit Hähnchenfleisch
انځور: Fabian Sommer/dpa/picture alliance

بيسفنولA او دې ته ورته ترکيبونه

دا يوه کيماوي ماده ده چې په پلاستيکي لوښو، د څښاک په ډېرو ډولونو او غذايي توکو کي دود ده او دغه راز د فلزي قوتيو په داخلي پوښونو کي موندل کيږي. څېړنو ښودلي چې (ب پ ای)کولې شي د قوطيو له استرونو څخه جلا شي او پکي ساتل شویو غذايي موادو يا د څښاک نوشابو ته ننوزي.

د ډيرو په اند داسي انگيرل کيږي چې (ب پ ای) له هورمون سره په يوځاي کيدلو کي د استتروژن هورمون عمل تقليد کوي او دا کولې شی د عادي هورمون فعالیت گډوډ کړي. د همدي هدف روښانه کولو په موخه پر ميندواره حيواناتو څېړني شوي او دا ترينه جوته شوي چې په توليد کي د ورته ستونزو لامل کيږي او په راتلونکي کي د جنين له پاره په (ب پ ای) کي د سیني سرطان او پروستات د اخته کيدلو خطر د ودي په حالت کي زياتوي.

د دغه مضره ترکيباتو د خطر کمولو له پاره، د امکان تر حده د پلاستيکي لوښو له هغې جملې څخه د اوبو له قوطيو څخه ډډه وکړئ.  

اړونده مطالب:کوم خواړه مو مغز ځوان ساتي؟

د پلاستيک پر ځای د ښيښه اې لوښو څخه کار واخلئ. داسي غذايي مواد چې په المونيم يا ښيښه اي لوښو کي ساتل شوی وي،ترينه گټه واخلئ.

د ترانس مصنوعي غوړ

مصنوعي بيلا بیل غوړي، د هیدروژن له پمپ کيدلو نه لکه د سويا او جوارو غوړ جوړوي، ترڅو هغه په جامدو غوړو بدل کړي. هغه په ډيرو پروسس شويو خوړو کي لکه مارگرين چې پر ډوډۍ وهل کيږي او هم په پاخه شويو غذايي موادو کي دي. په هر حال څېړنو ښودلې ده چې د مصنوعي غوړ مصرف د التهاب سبب کيږي او د زړه پر روغتیا منفي اغيزه لري.

څو حلقوي اروماتيک هيدرو کربنونه

دا د عضوي موادو له سوځولو څخه رامنځ ته کيږي، خو په خوړو کي هم موندل کيږي. د (پ اي ایچ اس) د اروماتيک څو حلقوي هيدروکربنونه فرار توليدوي چې کولی شی په غوښه کي ننوزي او د (پ اي ايچ) سبب شي. کله چې غوښه په لوړ حرارت کي کباب کيږي، نو غوړ ترينه په توده سطحه څڅيږي او په ډيرو توليد شويو غذايي موادو کي (پ اي ايچ) موندل کيږي. په حقيقت کي کباب شوي او لوګي وهلي غوښي د زهري موادو له لومړنيو سرچينو څخه دي او د سيني سرطان خطر په زياتولو سره له پوښتورګي او پروستات سره تړاو لري.

څېړونکو موندلې ده چې د غذا پخلې په بل ډول وکړئ. لکه په اوبو کي جوشول يا په نغري باندي په کرار پخول او نور، خو که غواړی چې کباب وکړئ، نو لوګې تر ۸۹ درجو پوري ښکته کړئ، تر څو (پ اي ايچ) پکي کم کړاي شي.

په دارچين کي کومارين

کومارين يو زهري ترکيب دی چې په دارچين بيا به خاصه توگه په کاسیا دارچین کي پیدا کيږي. دغه ډول دارچين په زياته کچه کی د سرطان خطر او اينې ته د زيان رسیدلو خطر زياتوي. سره له دي تاسي نه شئ کولې چې وپوهيږئ، ستاسي سره شته دارچين په کومه اندازه کومارين لري. خو دا چې هغه مو ازمويلي وي. که غواړئ د کومارين له مصرف نه ډډه وکړئ نو د دارچين بل ډول چې د سیلان په نوم دی وکاروئ.

اضافه شکره

زياته شکره ډير کله د (خالي) کالري په نوم یاديږي او په ډيرو جدي ناروغيو کي، له هغې څخه چاغي،۲ ديابت، سندروم متابوليک، د غوړي اينې ناروغي او سرطان سره اړيکه لري.

ډير غذاي مواد چې له حده زياته شکره لري هغه په لوړه کچه پروسس کيږي او امکان لري د ځينو خلکو له پاره د روږدي کيدلو خواص ولري چې د مصرفولو تنظيم يې ستونزمن کیږي.

د اضافه شکري د کمولو له پاره خوږي نوشابې، لکه د ميوي اوبه محدودي کړئ او کله ناکله يې وڅښئ.

په کب کي سيماب

کب ډير سالم پروتین لري. خو د کبانو خاص ډولونه د درياب په ژوره کي کولي شي په لوړه کچه سيماب، چې يو پيژندل شوی زهر دی، هغه ولري. سيماب يو نوروتوکسین دي، کولې شي د انسان مغز او اعصابو ته زيان ورسوي. ځيني نور لکه خالمخالي او شمشیر نومي کبان په لوړه کچه سيماب لري چې له مصرف څخه يې بايد ډډه وشي. سره له دي د بل ډول کبانو د خوړولو سپارښتنه کيږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب