1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياپاکستان

وسله والو په پاکستان کې د پولیو کارکوونکی وژلی

۱۴۰۳ شهریور ۲۱, چهارشنبه

پر موټرسایکل سپرو وسله والو د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په باجوړ کې د پولیو کمپاین پر مهال د پولیسو یو افسر او د پولیو یو واکسیناتور په ډزو وژلي دي. په یوه بله ورته پېښه کې د شپږو پولیسو په ګډون ۹ کسان ټپیان شوي دي.

د پاکستان د خیبر پښتونخواه ایالت کې د پولیو واکسیناسیون
آرشیف - پاکستان د دوشنبې په ورځ د ناامنیو په اوج کې د ټول هېواد په سطحه د پولیو واکسیناسیون پروسه پيل کړهانځور: Hussain Ali/Anadolu/picture alliance

د اسوشتید پریس د رپوټ پر اساس، وسله والو داسې وخت پر پولیسو ډزې وکړې چې پولیسو د پولیو د واکسیناتورانو ېوه ډله ساحې ته رسوله.

د ځايي پولیسو یو افسر عبدالعزیز وویل چې تر اوسه د دغې حملې مسئولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د پاکستان د کورنيو چارو وزیر، محسن نقوي په یوه خپره شوې اعلاميه کې دغه پېښه غندلې ده.

پاکستان د دوشنبې په ورځ د وسله والو یاغیانو د بریدونو په اوج کې د ټول هېواد په سطحه د پولیو واکسیناسیون پيل کړ. پولیو یوه بالقوه وژونکې ناروغي ده چې معمولا له ککړو اوبو انتقالیږي او تر ډېره پرې له پنځه کلنو د ښکته عمر ماشومان اخته کيږي.

په همدې ورځ د خیبر پښتونخوا ایالت په جنوبي وزیرستان کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې شپږ پولیس او درې ملکیان ټپیان شوي دي. په دغه چاودنه کې د هغو پولیسو موټر په نخښه شوی دی چې دپولیو د واکسیناسیون په کمپاین کې د روغتيايي کارکوونکو د امنیت له پاره ګمارل شوي وو.

په پاکستان کې د پولیو ضد کمپاینونه معمولا له تاوتریخوالو سره مخ شوي دي.

وسله وال یاغیان چې پر واکسيناتورانو او د هغوی د امنیت له پاره پر ګمارل شوو امنيتي ځواکونو حملې کوي، ادعا کوي چې د پولیو واکسین د غرب یوه توطيه ده چې ماشومان شنډوي.

پاکستان له جنوري میاشتې راهیسې د پولیو ۱۷ نوې پېښې ثبت کړي دي. دغو پېښو د پولیو د بشپړې محوې په موخه د پاکستان د لسیزو هڅې له خطر سره مخ کړي دي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازيني هېوادونه دي چې د پولیو ناروغۍ پکې تر اوسه په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې.

(AP)mks/nz

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب