د پاکستان پوځ وايي ۸ وسله وال یې وژلي دي
۱۴۰۳ دی ۲۵, سهشنبهد پاکستان پوځ په یوه اعلاميه کې ويلي چې د امنيتي ځواکونو په دوو عملیاتو کې چې د خیبر پښتونخوا ایالت په ټانک او تیرا علاقو کې ېې د وسله والو پر پټنځایونو ترسره کړي، اته وسله وال وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ وژل شوي وسله وال «خوارج» بللي، هغه اصطلاح چې د پاکستان حکومت ېې پاکستاني طالبانو ته کاروي.
د پوځ په اعلاميٍه کې په دې هکله نور جزئيات نه دي ورکړل شوي.
ورته نور ولولئ: پاکستان: له وسله والو سره په نښتو کې ۳ عسکر او ۱۹ وسله وال وژل شوي
پاکستاني طالبان چې تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي نومونو هم یادیږي، له کلونو راهیسې په پاکستان کې وسله وال فعالیت لري چې په خپلو حملو کې تر ډېره د پاکستان امنيتي ځواکونه او تاسیسات په نخښه کوي.
د پاکستان پوځ څو ورځې مخکې هم ويلي وو چې د خيبر پښتونخوا ایالت په درو مختلفو علاقو، پېښور، مومندو او کرک کې ېې د وسله والو پر ضد عملیاتو کې ۱۹ وسله وال وژلي دي. پوځ په دغو نښتو کې د خپلو درو عسکرو د وژلو خبره هم کړې وه.
ورته نور ولولئ: ترهګري: ۲۰۲۴م د پاکستان له پاره خونړی کال وو
له آرشیف څخه: