1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

مجاهد: ۵۸ پاکستاني ځواکونه وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي

محمد کریم صالح | اسوشتید پریس
۱۴۰۴ مهر ۲۰, یکشنبه

د طالبانو د ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د ډيورنډ په اوګدو کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو د دوی د تېرې شپې په «انتقامي» حملو کې ۵۸ پاکستاني ځواکونه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

آرشیف - د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د ډيورنډ په اوګدو کې د پاکستان پر پوستو د تېرې شپې حملو کې ۵۸ پاکستاني ځواکونه وژلي او ۳۰ نور ټپیان ديانځور: AAMIR QURESHI/AFP/Getty Images

د طالبانو د دفاع وزارت وايي چې تېره شپه ېې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو «انتقامي عملیات» په بریا پای ته ورسېدل. قطر دغو نښتو ته اندېښنه ښوولې او پر افغانستان او پاکستان ېې غږ کړی چې مذاکراتو ته لومړيتوب ورکړي.

د طالبانو د ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد نن د جمعې په ورځ (د اکتوبر ۱۲مه) وویل چې د معلوماتو له مخې «افغان ځواکونو د پاکستاني ځواکونو شاوخوا ۲۵ پوستې نیولي، ۵۸ د دوی نظاميان له منځه تللي او د ۳۰ په شاوخوا کې ټپیان لري.»

د دغه کنفرانس ويډيو چې پر سوشل مېډیا خپره شوې، مجاهد په کې وايي چې تر نهو پورې د دوی ځواکونه هم وژل شوي او تر ۱۸ پورې ټپيان لري. مجاهد زیاته کړه چې دا یوه انتقامي حمله وه چې د دوستو او اسلامي هېوادونو په ځانګړې توګه د قطر په غوښتنه ېې متوقفه کړه.

د طالبانو د دفاع وزارت ځواکونو د شنبې په ورځ ناوخته د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل. د طالبانو دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې وویل: «د ډیورنډ کرښي په اوږدو کي د پاکستاني امنیتي ځواکونو په مراکزو انتقامي بریالي عملیات ترسره کړل.»

د طالبانو حکومت ادعا کړې چې دغه عملیات ېې د «د افغانستان پر خاوره او هوايي حریم د پاکستان پوځ د مکررو حملو په ځواب» کي ترسره کړل چې «د شپې ۱۲ بجې پای ته ورسېدل.» 

طالب چارواکي ادعا کوي چې د روانې اوونۍ په سر کې په پلازمېنه کابل کې یوه بمي حمله او د پکتیکا ولایت په مربوطاتو کې پریو بازار شوې حمله پاکستان کړې.

پاکستان د دغو حملو مسئولیت نه دی منلی. د پاکستان د پوځ ویاند، جنرال احمد شریف چوهدري، د جمعې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې په کابل کې د پاکستان د هوايي بريدونو په اړه پوښتنې ته له مستقيم ځواب ورکولو ډډه وکړه، خو ویې ویل: «موږ د پاکستان د ځان او مال د حفاظت له پاره، هر اقدام چې ضروري وي، ترسره کوو ېې.»

خو د طالبانو حکومت ټینګار کوي چې حملې پاکستان کړي دي. د طالبانو د دفاع وزارت په اعلامیه کې زیاته شوې: «که مقابل لوری بیا د افغانستان حریم نقض کړي، زموږ وسله وال پوځ د خپل حریم دفاع ته چمتو دی او کلک ځواب به ورکړي.»

آرشیف ـ د طالبانو یو سرتېرې په تورخم بندر کې د ګزمې پر مهالانځور: Shafiullah Kakar/AP Photo/dpa/picture alliance

د ۲۰۲۱م کال له اګست راهیسې چې طالبان پر افغانستان حاکم شوي د پاکستان او افغانستان تر منځ څو ځله سرحدي شخړې رامنځ ته شوي دي.

پاکستان بیا پر افغان طالبانو تور لګوي چې په خپله خاوره کې ېې پاکستاني طالبانو ته ځای ورکړی کوم چې په پاکستان کې خونړۍ حملې ترسره کوي. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د اسلام دغه ادعاوې تل رد کړي او وايي دوی هېڅ چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير، محسن نقوي، د افغانستان د تېرې شپې حملې غندلي او خبرداری ېې ورکړی چې «له هند سخت ځواب به ورکړي.» هند ته د نقوي اشاره د روان کال په سر کې د هند او پاکستان تر منځ جګړې څخه وه چې پاکستان ېې د بریا ادعا کوي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان په سرحدي علاقو کې د اختلافاتو ډېرېدو ته اندېښنه ښوولې او ویلي دی چې دا ډول تحرکات د سیمې امنیت له پاره بالقوه ناوړه پایلې لرلی شي. دغه وزارت پر دواړو خواو غږ کړی چې «خبرو اترو، ديپلوماسۍ او زغم» ته لومړيتوب ورکړي.

یوه پاکستاني امنيتي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل چې افغان طالبانو تېره شپه د چترال، باجوړ، مومند، انګور اډه او کرمې ولسواليو په ګډون د خیبر پښتونخوا ایالت په اړوند ساحو کې حملې کړي دي.

سرچینې وویل چې پاکستاني ځواکونو تېرا او خیبر او همدارنګه ننګرهار ولایت ته نژدې ساحو کې د طالبانو حملو پر ضد د درونو وسلو ځوابي ډزې کړي دي. یو بل پاکستاني چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل چې په دغو نښتو کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ شخړې په داسې وخت کې زور اخیستی چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي نوي ډيلي ته تللی او هندوستان ويلي چې په افغانستان کې به خپل سفارت له سره پرانیزي. هندوستان په ۲۰۲۱م کې په افغانستان کې د پخواني حکومت تر نسکورېدو او طالبانو د بیاحاکمېدو وروسته خپل سفارت وتاړه.

هند ته د امیر خان متقي سفر او د پاکستان غبرګون

03:49

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل