1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د احسان الله احسان ادعاو ملتپاله کړۍ اندیښمنې کړي

۱۴۰۰ تیر ۲, چهارشنبه

د عثمان کاکړ د مړينې په اړه د جماعت الاحرار او تحريک طالبان پاکستان د پخواني وياند څرګندونو په پاکستان کې پښتانه ملتپاله مشران سخت اندیښمن کړي دي. د هغه دغو څرګندونو د کاکړ د مړينې د علت په اړه شکونه نور هم ډېر کړي دي.

Pakistan Usman Khan Kaka Politiker PMAP Partei
انځور: Waris Achakzai

احسان الله احسان څه ويلي؟

د پخواني سناتور د مړينې په اړه هغه وخت شکونه نور هم پياوړي شول کله چې د پاکستان تحريک طالبان ډلې پخواني وياند د يوه ژورناليست د فيسبوک يوه پوست ته په ځواب کې وويل چې عثمان کاکړ په طبيعي مرګ نه دی مړ شوی، بلکې هغه وژل شوی دی او دا چې په ماضي کې احسان الله احسان ته يو نوملړ ورکړل شوی وو چې د عثمان کاکړ نوم هم پکې شامل وو. د پاکستاني طالبانو پخواني وياند دا نه دي ويلي چې دوی ته دغه ليست چا او د څه له پاره ورکړی وو.

د احسان الله احسان په حواله په دې احتمالي نوملړ کې پر عثمان کاکړ سربيره د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي ډاکتر سيد عالم محسود او د مشهور سياستوال افراسياب خټک نومونه هم شامل ول.

د احسان الله احسان دې ادعاو سياسي فعالان او ملتپاله پښتانه سياستوال سخت اندیښمن کړي دي او هغوی له حکومته غوښتنه کړې چې د عثمان کاکړ د مړينې علت په اړه دې بشپړې پلټنې ترسره شي.

«د مرګ ویره»

ډاکتر سيد عالم محسود په دې اړه له دويچه ویله سره په خبرو کې وويل: «ځينو سيمه ایزو او خارجي ژورناليستانو تائيد کړې ده چې د فیسبوک دا حساب د پاکستان تحريک طالبان او جماعت الاحرار ډلې د پخواني ویاند احسان الله احسان دی.»

نوموړي زياته کړې: «د عثمان کاکړ ژوند ته خطر متوجه وو او هغه په سنا مجلس کې د دې خطرونو يادونه هم کړې وه. هغه چې له کومو خطرونو سره مخ وو، زه هم ورسره مخامخ يم. له کابو ۱۳ میاشتو راهيسې راته پرله پسې ګواښونه کيږي.»

نوموړي وويل چې د دې ګواښونو له کبله یې خپل زياتره فعاليتونه محدود کړي دي.

خو داکټر سيد عالم محسود زياته کړه چې هغه به له ګواښونو ونه بيريږي: «موږ داسې کومه خبره نه ده کړې چې له اساسي قانون سره دې په ټکر کې وي. موږ يوازې د پښتنو د حقونو خبره کوو او د ډيموکراسۍ د پلي کیدو خبره کوو او د مرګ له ويرې به له خپل هدف څخه لاس وا نه خلو.»

د پاکستاني رسنيو په حواله عثمان کاکړ څو ورځې تر مخه د خپل کور په تشناب کې غوزار شوی وو او په سر کې زخمي شوی وو چې بيا د کوېټې په يوه روغتون کې عمليات شو. وروسته بيا نوموړی کراچۍ ته انتقال شو چېرې هغه ومړ.

د پاکستان تحريک طالبان پخوانی وياند احسان الله احسانانځور: Getty Images/AFP/H. Muslim

رسنيو د عدلي طبي معايناتو په حواله ويلي چې د هغه پر بدن باندې د تشدد هيڅ نخښې نه دي موندل شوي خو د عدلی طب وروستی رپوټ لا نه دی په ډاګه شوی.

په پاکستان کې پښتانه ملتپال ادعا کوي چې عثمان کاکړ په خپل مرګ نه دی مړی شوی. په دې اړه تر ټولو لومړی د پارلمان غړي محسن داوړ د تويتر له لارې وويل چې هغه د ډاکترانو سره په تماس کې دی او هغوی په دې آند دي چې د کاکړ پر سر دومره ژور ټپ يوازې د غوزارېدو نتيجه نه شي کیدلی.

د دوشنبې په ورځ هم د پاکستان په سنا مجلس کې ځينو غړيو د هغو خطرونو او ګواښونو يادونه وکړه چې عثمان کاکړ ور سره مخامخ وو. له همدې کبله غوښتنه وشوه چې د نوموړي د مړينې د علت په اړه دې د پارلمان له لارې پلټنې ترسره شي.

د قضايي پلټنو غوښتنه

د پاکستان د بشري حقونو کمېسيون پخواني مشر داکټر مهدي حسن وویل چې په دې تړاو بايد قضايي پلټنې وشي. نوموړي وويل: «د عثمان کاکړ د مړينې په اړه بايد دقيقې پلټنې ترسره شي او بايد د ډاکتر سيد عالم محسود او افراسياب خټک د ساتنې په موخه ګامونه پورته شي.»

«تورونه حقيقت نه لري»

د احسان الله احسان تر څرګندونو وروسته د پاکستان پښتنو ملتپاله کړيو ترمنځ د عثمان کاکړ د مړينې په اړه شکونه نور هم ډېر شوي او داسې اشارې هم شوي د پاکستان دولتي ادارې ښايي د هغه په مرګ کې لاس ولري.

خو د پاکستان تحريک انصاف برحاله ګوند له خوا ويل شوي چې دا ډېر د تاسف او شرم ځای دی چې پښتانه ملتپال د طالبانو د يوه پخواني وياند څرګندونې دومره جدي ګڼي او د خپل هيواد پر ادارو باور نه لري.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند يوه مشر او د پارلمان غړي محمد اقبال خان آفريدي وويل چې تر دې پېښې وروسته د پاکستان د پوځ پر ضد د يوه منظمې توطیې له لارې د تورونو لړۍ پېل شوې ده چې تر شا یې له دباندې څخه لمسون لاس لري.

نوموړي زياته کړه چې په پاکستان کې په دې وروستيو کې دا تمايل ډېر عام شوی چې د هر څه پړه پر پوځ ور اچوله کيږي.

هغه زياته کړه: «د عثمان کاکړ مرګ هم طبيعي ښکاري او د عدلي طب په رپوټ کې هم د شکنجې نخښې نه دي موندل شوي. سره له دې هم ځينې کړۍ دا پېښه د پاکستان د حساسو ادارو سره تړي چې دا د شرم خبره ده. زما په آند هغه کسان چې پر پوځ ناسم تورونه لګوي، بايد سخت مجازات شي.»

په دې منځ کې د پاکستان په يو شمير سيمو کې د عثمان کاکړ غايبانه جنازې وشوې. نوموړی به نن، چهار شنبه د هغه په پلرني ټاټوبي مسلم باغ کې خاورو ته وسپارل شي.

عبدالستار، اسلام آباد

زموږ له آرشيف څخه:

«شهیدان او زندانونه زمونږ دریځ نه شي بدلولی»

03:30

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب