اسرائيل او حماس تر میاشتو جګړو وروسته په جنوري میاشت کې پر یو اوربند توافق وکړ چې موده ېې د روانې میاشت په سر کې پای ته ورسيد. اسرائيل او حماس د دوهم ځل له پاره پر اوربند تر اوسه توافق ته نه دي رسیدلي.
په غزه کې د عامې روغتیا اداره چې د حماس تر ادارې لاندې ده وايي چې تر اوسه په غزې تړانګه کې د اسرائیل په حملو کې له ۵۰زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي. دغه جګړه وروسته له هغې پیل شوی چې حماس جنګیالیو د ۲۰۲۳م کال د نوامبر په ۷مه پر اسرائيل حمله وکړه چې د رپوټونو پر اساس له ۱۲۰۰ ډېر ملکیان ېې ووژل او ۲۵۱ نور ېې یرغمل کړل.
د غزې یوه اوسیدونکي عادل الشاعر په دیر البلح مرکزي ښارګوټي کې د اختر لمانځه وروسته وویل: «دا د خفګان اختر دی.»انځور: Abed Rahim Khatib/Anadolu/picture alliance
د تېر اوروبند پر مهال حماس د اسرائيلي یو شمېر یرغملان آزاد کړل او په بدل کې ېې اسرائيل له خپلو زندانونو فلسطینان آزاد کړل. حماس يوه فلسطيني وسله واله ډله ده چې د آلمان په کډون اروپايي ټولني، امريکا متحده ايالاتو او ځينو نورو هيوادونو د يوه ترهګر سازمان په توګه درجه بندي کړې ده.
د مالیزیا مسلمانان د دغه هېواد په ستر ښار کولالمپور په سلطان عبدالصمد جامع مسجد کې د اختر لمونځ ادا کوي.
انځور: Annice Lyn/Getty Images
روژه او زکات
اختر او د روژې میاشت د زکات ورکړې له پاره هم ښه فرصت دی، تر څو بېوزلي افراد هم وشي کړی د زکات په پيسو ښه اختر ولري. زکات د اسلام دين له پنځو ارکانو څخه یو دی او پر هغو افرادو فرض دی چې شتمني ېې نصاب ته رسېدلي دي.
انځور: Mohd Asri Saifuddin Mamat/dpa/picture alliance
مړو ته دعاو کولو دود
په مسلمانانو کې دا دود هم دی چې د اختر په ورځ هدېرو ته ځي او خپلو مړو ته دعاوې کوي. په دغه انځور دوه کسان د بیت المقدس ښار ته څېرمه د مسلمانانو په يوه هدېره کې لیدل کیږي چې د ۲۰۲۴م کال د اپریل په لسمه او د کوچني اختر په لومړۍ ورځ یوه قبر ته دعاوې کوي.
انځور: RONALDO SCHEMIDT/AFP via Getty Images
موصل، عراق
د عراق د موصل ښار په یو مسجد کې سني مسلمانان د اختر لمانځه تر ادا کولو وروسته اختر مبارکي کوي
انځور: Khalid Al-Mousily/REUTERS
بيروت، لبنان
دوه سوډاني مسلمانان د اختر په لومړۍ ورځ د لبنان بيروت ښار ته څېرمه په ال امین مسجد کې یادګاري عکس اخلي