1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني رسنۍ: پر پوله په نښتو کې ۸ طالبان وژل شوي دي

۱۴۰۳ شهریور ۱۹, دوشنبه

د پاکستانۍ رسنۍ په حواله، د پاکستان او افغان پوله ساتو ځواکونو ترمنځ د شنبې ورځې جګړه کې ۸ طالب سرتیري وژل شوي. يوې افغاني رسنۍ بيا ويلي چي په خوست کي پر پوله له پاکستاني ځواکونو سره نن د دوشنبې په ورځ تازه نښته شوې ده.

د پاکستاني او افغان پوله ساتو ځواکونو ترمنځ په مختلفو سیمو کې کې نښتې شوي چې له کبله یې تلفات هم اوښتي دي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړې چې د شنبې په ورځ د پاکستاني او افغان طالبانو په نښته کې افغان لوري ته تلفات اوښتي دي. انځور: Banaras Khan/AFP/Getty Images

د ډان په نامه پاکستانۍ ورځپاڼې په خپل یوه رپوټ کې ویلي دي چې پر پوله د پاکستان عسکرو او افغان طالب سرتیرو په جګړه کې اته طالب سرتیري وژل شوي دي. رپوټ کې زیاته شوې ده چې په دې نښته کې د طالبانو دوه مهم قوماندانان هم وژل شوي دي.

یادې پاکستانۍ ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله په رپوټ کې ویلي دي چې د شنبې ورځې په سهار د افغانستان او پاکستان پر پوله د پالوسین په سیمه کې د پاکستاني عسکرو او افغان طالب سرتیرو ترمنځ د درنو او سپکو وسلو جګړه شوې ده. دغې ورځپاڼې ویلي دي چې جګړه پر پاکستانۍ پوستې د افغان طالبانو تر بریدونو وروسته پیل شوه.

ډان پاکستانۍ ورځپاڼې د خپلې سرچینې په حواله لیکلي: «موږ [افغان] لوري ته د درنو تلفاتو راپورونه لرو. تر اوسه پورې د پاکستاني عسکرو په ډزو کې اته طالب عسکر وژل شوي دي او ۱۶ نور یې ټپیان دي.»

یادې سرچینې ډان ورځپاڼې ته همدا راز ویلي دي چې په دغه جګړه کې د خلیل او جان محمد په نامه د طالبانو دوه مهم قوماندان هم وژل شوي دي. رسمي سرچینو تر اوسه پورې د دغې جګړې پخلی نه دی کړی.

د راپورونو له مخې نن تر غرمې وروسته هم د افغان او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښتې شوي دي. انځور: Banaras Khan/AFP/Getty Images

د افغان او پاکستاني پوله ساتي ځواکونو ترمنځ تازه نښتې

یادې انګلیسې ژبې پاکستانۍ ورځپاڼې ویلي دي چې دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستاني عسکرو او طالب سرتیرو ترمنځ پر پوله نښته کیږي. په ورته وخت کې د کرم اجنسۍ یو شمیر قومي مشرانو د وضعیت د بیرته عادي کولو له پاره هم هڅې کړي دي.

د راپورونو له مخې، د دواړو لوریو ترمنځ د جګړې په نتیجه کې د سیمې اوسیدونکې هم کډه کولو ته اړ شوي ول.

اسلام آباد پر کابل تور پورې کوي چې د پاکستاني طالبانو غړي د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه تنظیموي، داسې ادعاوې چې افغان طالبانو تل رد کړي دي.

د یوه بل خبر له مخې، د یکشنبې په ورځ د کرمې اجنسۍ په مرغان سیمه کې پر پوله د پاکستاني پوله ساتو ځواکونو یو سرتیری وژل شوی او درې نور یې ټپیان شوي دي. په دغه سیمه کې د پولیسو سرچینو ویلي دي چې وسله والو کسانو د پاکستان د سرحدي ځواکونو پر یوه چیک پواینټ برید کړی او تر برید وروسته له سیمې په تیښته بریالي شوي دي. رپوټونه وايي چې د وژل شوي پاکستاني عسکر جسد او ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.

افغان طالبانو تر اوسه پوري د دغو نښتو او تلفاتو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي. په عین وخت کې په افغانستان کې طلوع نیوز ته په خوست ولایت کې یوې ځايي سرچينې ویلي دي چې نن غرمه مهال په خوست ولایت کې پر پوله د افغان طالب سرتیرو او پاکستاني عسکرو ترمنځ تازه نښتې شوي دي. طلوع نيوز ليکلي دي چې »نن ماسپښين مهال يوه بجه د افغان پوله ساتو ځواکونو او پاکستاني لوري ترمنځ د خوست په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې پر ډيورنډ فرضي کرښه يو ځل بيا نښته پيل شوه.»

ح.س / خ. ح / ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب