1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائیل او حزب الله ترمنځ اوربند له پاره وړاندیز

۱۴۰۳ مهر ۵, پنجشنبه

په داسي حال کي چي اسرائیل په لبنان کي د یوه ممکنه مځکني برید له پاره تیاری نیسي، امریکا او متحدین یې د یوه ۲۱ ورځني اوربند د ژر تر ژره رامنځته کیدو غوښتنه کوي. اسرائیل او حزب الله لا په رسمي ډول کوم غبرگون نه دی ښودلی.

Libanon Tyros 2024 | Rauchsäulen über Südlibanon nach israelischem Luftangriff
انځور: Amr Abdallah Dalsh/REUTERS

امریکا، آلمان، اروپايي ټولنې، آسترالیا، کاناډا، فرانسې، ایټالیا، جاپان، سعودي عربستان، متحدو عربي ایامراتو او قطر د اسرائیل او لبنان د حزب الله ډلي ترمنځ د اوربند د رامنځته کولو غوښتنه کړې ده.

دغو هیوادونو په یوه گډه وینا کي چي د چهارشنبې په ماښام (۲۰۲۴ م کال د سپتمبر ۲۵) د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کي په نیویارک کي صادره سوه، اعلان وکړ، چي د جگړې بندیدل باید د اسرائیل او لبنان د حزب الله او همدارنگه د غزې جگړې له پاره چي تقریباً یو کال یې دوام کړی، د حل د یوې ډیپلوماټیکې لارې له پاره فضا رامنځته کړي.

د دغو لسو هیوادونو په وینا کي ویل کیږي چي په سیمه کي د وضعیت لا کړکېچڼ کیدل د اسرائیل د خلکو او لبنان په گټه نه دی او که کړکېچ لا پسې سخت سي نو ډیپلوماسي نه سي کولای بریالۍ سي.

دغو هیوادونو له ټولو ښکیلو اړخونو څخه غوښتنه کړې ده چي د مؤقت اوربند وړاندیز تائيد کړي او یوه ډیپلوماټیک توافق ته دي ریښتینی فرصت ورکړی. 

 د مکرون او بایدن لیدنه کتنه

دغه درې اونیز وړاندیز د امریکا او فرانسې په نوښت وړاندي سوی دی. فرانسې دغه وړاندیز د چهارشنبې په ورځ د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون او د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جوبایدن ترمنځ تر لیدنې کتني وروسته مطرح کړ.

د امریکا او فرانسې مشرانو په یوې گډې اعلامیې کي اعلان کړی وو چي د دې وخت رارسېدلی دی چي د اسرائیل او لبنان  ترمنځ پوله کي یو توافق ترلاسه سي چي امنیت تضمین کړي تر څو ملکي کسان وکولای سي بیرته خپلو کورونو ته ستانه سي.

د اوربند وړاندیز پر لبنان باندي د اسرائیل د ممکنه برید په درشل کي سوی دی.

د اسرائیل د پوځ مشر جنرال هرزي حلوي، خپلو پوځیانو ته امر کړی دی چې پر لبنان د احتمالي مځکني برید له پاره چمتووالی ونیسي.

د اسرائیل د پوځ د اعلامیې له مخي، هالوی، د چهارشنبې په ورځ د یوې زغره وال لوا څخه د لیدنې په ترڅ کې ټینګار وکړ: «اسرائیل به توقف و نه کړي. موږ به پر هغوی باندي خپلو بریدونو ته ادامه ورکړو او هر ځای چي وي، هغوی ته به ضربه ور کړو.»

د پوځ دغه قوماندان  څرگنده کړه: «د حزب الله پر ملیشو به د اسرائیل د سرتیرو  قهرجن برید دا وښيي چي له یوه مسلکي جنگي ځواک سره مخامخ کیدل په څه معنی دي.»

هالوی، سربازان تو په خطاب کي زیاته کړه: «ورننوزی، دښمن په هم هغه ځای کي له منځه یوسی او بڼسټونه یې له منځه یوسی.»

د لسو هیوادونو په گډه وینا کي خبرداری ورکړل سوی دی چي په منځني ختیځ کي هغه جگړه چي د تیرکال په اکتوبر کي پیل سوې او په تیر بیا په تیرو دوو اونیو کي یې شدت موندلی دی، کیدای سي په «یوې عمومي جگړې» واوړي.

اسرائیل او حزب الله په رسمي ډول تر اوسه د دغه درې اونیز اوربند د وړاندیز په وړاندي کوم غبرگون نه دی ښودلی.

په ملگرو ملتونو  کي د اسرائیل سفیر دني دانون، ویلي دي چي هیواد یې د اوربند او په شمال کي خپلو کورونو ته د اسرائیل او جنوب ته د لبنانیانو د ستنیدلو غوښتونکی دی او دا داسي یو هدف دی چي ټول غواړي هغه ته ورسیږي او دغه کار به د جګړې دمخه يا وروسته وسي. خو دانون هیله څرگنده کړه چي دغه کار تر یوې جگړې دمخه رامنځته سي.

د لبنان د اقتصادي وضعیت په هکله د پیسو د نړیوال صندوق خبرداری

د حزب الله او اسرائیل ترمنځ جگړه د دې سبب سوې ده چي د لبنان اقتصادي وضعیت لاپسې خطرناک سي. د پیسو نړیوال صندوق خبرداری ورکړی دی چي نښتې د لبنان بحراني اقتصادي وضعیت لاپسې خرابوي.

په ملگرو ملتونو پوري تړلي دغه نړیوال بڼسټ په یوې وینا کي څرگنده کړې ده: «اوسنۍ نښتې درانه انساني تلفات له ځانه سره لري، دا ځکه چي د لبنان  د جنوب زیربناوي تخریبوي او د دغه هیواد اقتصادي او اجتماعي وضعیت یې چي مخکي لا بحراني وو، لا پسې خراب کړی دی.»

GP/NZ/DW.Online Farsi

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل