1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ایټالیا

د مهاجرو کښتۍ ډوبیدو پيښه کې یوازې یوه ماشومه ژوندۍ پاتې شوې

شمس الرحمن ناصر | اسوشیټډ پریس،
۱۴۰۳ آذر ۲۲, پنجشنبه

د فرانسې خبري آژانس د یوازنۍ ژوندۍ پاتې شوې ماشومې په حواله رپوټ ورکړی دی چې د ایټالیا د لامپیدوسا ساحل ته نږدې د پناه غوښتونکو د یوې کښتۍ د ډوبیدو په پيښه کې ۴۴ کسان مړه یا لادرکه شوي دي.

په نوم د ماجرو ژغورونکې کښتۍ Open Arms د ایټالیا په لمپیدوسا ساحل کې
د مهاجرو د کښتۍ ډوبیدو پيښه کې ۴۴ تنه مړه او یوازې یوه ۱۱ کلنه ماشومه ژوند پاتې شوې ده.انځور: picture-alliance/dpa/F. Bungert

د فرانسې خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چې د Compass Collective الماني مرستندویه سازمان چې دغه یولس کلنه نجلۍ یې ژغورلې ده، د چهارشنبې په ورځ (دسمبر میاشتې ۱۱) وویل چې ژغورل شوې نجلۍ ورته ویلي دي: هغه کښتۍ چې دوی پکې سپاره ول دری ورځې مخکې ډوبه شوې وه.

دغه سازمان چې په مدیترانه کې د مهاجرو د ژغورنې په ماموریت کې ښکیله ده ویلي دي: «زموږ د اټکل له مخې له دغې ډبې شوې کښتۍ څخه یوازنی کس چې ژوندۍ پاتې شوې دغه نجلۍ ده او پاتې ۴۴ کسان غرق یا ډوب شوي دي.»

د "Trotamar III" په نوم د دغې ژغورونکي کښتۍ پرسونل د چهارشنبې سهار وختي شاوخوا دوې بجې او ۲۰ دقیقې چې تیاره او خاموشي وه، او دوی د یوه بل بیړنۍ ماموریت پر لور روان ول د دغې نجلۍ غږ اوریدلی دی.

د کمپاس کولیکټیف سازمان زیاته کړې ده: «له سیرالیون څخه دغه یولس کلنه نجلۍ له دوو ژغورونکو واسکتونو سره چې له هوا ډک ول او یو د ژغورنې ساده واسکټ سره د درو ورځو راهیسې د اوبو د پاسه لامبو وهله.»

بل لور ته د «لا ریپابلیکا» ورځپانې رپوټ ورکړی دی چې یوه ایټالیوي ډاکتر تر معاینې وروسته شک کړی دی چې دغه نجلۍ شاوخوا ۱۲ ساعته د سمندر د اوبو د پاسه پاتې شوې ده.

د ژغورونکو په حواله دغې نجلۍ ورته ویلي دي چې کښتۍ یې په تونس کې ماته او په طوفان کې ډوبه شوې وه. د مدیترانین مرستندویه سازمان په حواله دغه نجلۍ اوس په روغتون کې ده او وضعیت یې ښه دی.

د ایټالیا خبري آژانس «انسا» رپوټ ورکړی دی چې هغه سیمه چې د مهاجرو کښتۍ پکې ډوبه شوې وه، د چهار شنبې په ورځ پکې د ساحلي ګارد او پولیسو کښتیو لټون پیل کړی دی. تر اوسه پورې نه هم کوم جسد او نه هم د ډوبې شوې کښتۍ اثار موندل شوي دي.

د تراژيدۍ يادون؛ د مهاجرت پر لار د يوې کورنۍ د ژوند بايلل

01:35

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل