1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ازبکستان سفير خپل باور لیک د طالبانو خارجه وزير ته وسپاره

۱۴۰۳ آبان ۳۰, چهارشنبه

د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې په افغانستان کې د ازبکستان نوي سفیر د خپل باورلیک کاپي ددغه وزارت سرپرست، امیرخان متقي ته سپارلې ده. طالبانو دغه اقدام د دوه اړخیزو اړیکو د پرمختگ یوه نښه بللی دی.

ازبکستان د روان لمریز کال د میزان په میاشت کې، عبدالغفار بحر په تاشکند کې د طالبانو د ادارې د سفیر په توگه ومانه.
آرشیف: د ازبکستان د امنیتي شورا مشاورین له امیر خان متقي سره د ملاقات پرمهالانځور: Pressestelle des Taliban-Außenministeriums

د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په افغانستان کې د ازبکستان نوي سفیر، ایبک عثمانوف نن چهارشنبه (د ۲۰۲۴م کال د نومبر ۲۰) د خپل باورلیک کاپي د نوموړي وزارت سرپرست امیرخان متقي ته سپارلې ده.

د طالبانو  د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې امیرخان متقي د ازبکستان د نوي سفیر د باورلیک د اخیستلو پر وخت د دواړو هیوادونو ترمنځ همکارۍ باندي ټینگار کړی دی.

متقي همدارنگه د دواړو هیوادونود سفارتونو فعالیت د دوه اړخیزو اړیکو د پرمختگ ښه نښه بللې او په افغانستان کې د ازبکستان له خوا د سترو اقتصادي پروژو د عملي اقداماتو غوښتونکی سوی دی.

ددغې خبرپاڼې له مخې، د ازبکستان سفیر همدارنگه ویلي دي چې د طالبانو د ادارې تر حاکمیت لاندي به په دغه ماموریت کې له افغانستان سره د اړیکو د پیاوړي کیدو په برخه کې هلې ځلې وکړي.

ولې لوېدیځ شرکتونه په ازبکستان کې پانګونه کوي؟

03:13

This browser does not support the video element.

که څه هم د طالبانو اداره تر اوسه د ازبکستان په شمول د هیڅ کوم هیواد له خوا په رسمیت نه ده پیژندل سوې، خو ازبکستان د طالبانو  د حاکمیت په دریو کلونو کې د طالبانو له ادارې سره ښې اړیکې درلودلې دي.

ازبکستان د روان لمریز کال د میزان په میاشت کې، عبدالغفار بحر په تاشکند کې د طالبانو د ادارې د سفیر په توگه ومانه.

 افغانستان اوازبکستان گډه پوله لري او طالبان تل له دغه هیواده د تجارتي اړیکو د ښه کیدو او همدارنگه د افغانستان په دننه کې د اقتصادي پانگونې غوښتونکي سوي دي.

د طالبانو د ادارې د معلوماتو له مخې، تر اوسه پوري نیژدې ۴۰ سفارتونه او سیاسي نمایندگۍ یا ددغې ډلې ادارې ته سپارل سوي او یا هم د هغوی له خوا استول سوو ډیپلوماټانو له خوا اداره کیږي.

طالبان له افغانستان  څخه بهر پر ډیپلوماټیکو استازولیو باندي د لا ډیرنفوذ  په هڅه کي دي. د افغانستان نور پاته ډیپلوماټیکي نمایندگۍ یا تړل سوي دي او یا هم د جمهوریت د حکومت د وخت د ډیپلوماټانو له خوا پر مخ وړل کیږي. 

GP/BS/Ebrahimkhil, Shakila

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب