1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني صدراعظم شولڅ د قطر له امیر څخه هرکلی وکړ

۱۴۰۳ آبان ۲, چهارشنبه

قطر په منځني ختیځ کی یو مهم او له افغانستان سره د اړیکو په برخه کی مرستندویه منځگړی هیواد بلل کیږي. د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ د فارس د خلیج د دغه بډایه هیواد له امیر څخه په ځانگړي ځای کی هرکلی وکړ.

صدراعظم شولځ د قطر له امیر سره وکتل
د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د قطر امير شيخ تمي بن حماد الخليفه الثاني سره انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د یوه کال په ترڅ کی دا دوهم ځل دی چی د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ په دغه هیواد کی د قطر له امیر څخه هرکلی کوي. شولڅ دا ځل له تمیم بن حماد ال ثاني څخه د برلین په شمال کی د جرمني د حکومت په میلمستون د میسه بیرگ په ماڼۍ کی په ځانگړي ویاړ سره هرکلی وکړ. شولڅ په دغه ځای کی ډیر کم بهرنیو میلمنو ته بلنه ورکوي. د وروستي ځل له پاره د فرانسې ولسمشر ایمانوئل ماکرون په دغه ماڼۍ کی میلمه سوی وو.

قطر  د اروپایی ټولنې او امریکا متحده ایالاتو له خوا، د غزې په تراډه کی د ترهگر سازمان په توگه د درجه بندي سوي حماس ، په لبنان کی حزب الله، ایران او افغانستان کی طالبانو سره نیژدې اړیکي لري. له همدې کبله دغه بډایه هیواد د منځني ختیځ په کړکیچ او افغانستان ته د جرمني له خوا د مجرمو افغانانو د اخراج په برخه کی مهم منځگړی نقش لوبوي.

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ د قطر له امیر څخه د غزې په جگړه کی د یرغمل سوو اسرائیلي وګړو د آزادیدو او د اسرائیل او حماس ترمنځ اوربند  د رامنځته کیدو په برخه کی د منځگړي په توگه مننه وکړه.

د قطر له لوري د حماس پر مالي ملاتړ نیوکه

همدارنگه په دغه هیواد کی د بشري حقونو پر وضعیت او د حماس پر مالي ملاتړ باندې هم انتقادونه وسول. د اسلامي چارو کارپوه، وولفرام شتاینبیرگ د جرمني (RND) شبکې ته وویل: «په تیره بیا د ایران او همدارنگه د قطر په مرسته حماس د غزې په تراډه کی خپل پوځي دریځ لاپسې پراخ کړی. په داسې حال کې چی ایران وسلې تمویلولې، حماس بیا د خپلو زیربناوو له پاره د قطر له مرستو څخه گټه اخیستله او په دې ډول یې هغه تونل جوړ کړ چی له ډیره وخته راهیسي یې لویې ستونزې رامنځته کړي دي. په دې برخه کی دوحه مسوؤل بلل کیږي.»

افغانستان ته د اخراج په برخه کی څه نه دي ویل سوي

د جرمني د حکومت ویاند، شتیفان هیبه شترایت په خپلو معلوماتو کی د دغې پوښتنې په ځواب کی څه ونه ویل چی آیا قطر به بیا هم له آلمان څخه افغانستان  ته د مجرمو افغانانو د اخراج په برخه کې مرسته وکړي. د روان کال په اگست میاشت کی ۲۸ تنه مجرمین د قطر آیر ویز په یوه الوتکه کې د آلمان له لایپزیک څخه کابل ته انتقال سول. د جرمني حکومت په خپله په رسمي ډول له طالبانو  سره اړیکي نه لري او له همدې کبله د اخراج په برخه کې له نورو هیوادونو سره گډ کار ته اړتیا لري.

د جرمني د حکومت ویاند هیبه شترایت زیاته کړې چې گډکار باید « په ټولو ابعادو» کی پراخ سي او نوموړي د افغانستان د موضوع په هکله په ساده ډول وویل چي شولڅ «د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په لوړ پوړو غونډو کې د قطر د رول ستاینه کړې ده.»

دواړو خواوو همدارنگه د آلمان اوقطر  تر منځ "نږدې او متنوع ملګرتیا" ته اشاره وکړه او "په ټولو اړخونو کې یې " د همکارۍ د پراخولو اراده اعلان کړه. په دې "ابعادو" کې اقتصادي اړخونه هم شامل دي. دغه کوچنی هیواد بیا،  چی د گازو سترې زیرمې لري، په آلمان کی له پانگونې سره لیوالتیا لري او غواړي خپل مایع گاز پر المان وپلوري. 

GP/KH/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب