په وروسته پاتې هيوادونو کې د مېرگي يا ايپیليپسي ناروغۍ په اړه ډېر سوء تفاهمونه موجود دي. په عمومي توگه زياتره خلک دې مرض ته له جادو يا له پيريانو سره تړاو ورکوي. خو په اصل کې مېرگي د دې ناسمو تفاهمونو برعکس علت لري.
مېرگي يا ايپيليپسي څرنگه ناروغي ده؟
د انسان مغز د قدرت داسې يوه کرشمه ده چې د ساينس پر ټول پرمختگ سربیره هم ساينس پوهان تر اوسه په هغه د پوهيدو هڅه کوي. د انسان د بدن دا غړی د ۸۶ ميليارده نيورانز يا د مغزو د بنسټيزو حجرو څخه جوړ دی. د دې نيورونو ترمنځ هر وخت تماس موجود وي چې د انسان د بدن ټول فعاليتونه پر مخ وړي.
يو نيوران په يوه ثانيه کې کابو دوه سوه وارې فاير يا گوزار کوي او په ټوله کې د ۸۶ ميليارده نيورانونو دا گوزارونه له موږ سره د ورځني ژوند د فعاليتونو په ترسره کولو کې مرسته کوي. خو د نيورانونو همدا فايرنگ که خپل توازن له لاسه ورکړي نو انسان بې حاله کيږي او بدن یې په خپل کنترول کې نه وي. په دې حالت کې پر مريض د مېرگي حمله راځي. په مغز کې التهاب هم د نيورانونو د غير منظم فعاليت باعث گرځيدلی شي.
د ايپيليپسي علتونه او درملنه یې
د نيورانونو د دې غير عادي ټکانونو او د مغزو د التهاب علتونه ډېر دي چې په هغه کې ميراث، د سر زخمي کيدل، د مغزو تومور يا سکته او يا ځيني ميکروبي ناروغۍ پکې شاملې دي. په ماشومانو کې لو تبه هم د مېرگي باعث کیدلی شي.
په نړۍ کې يو شمیر ساينس پوهان د دې مرض د علاج په لټه کې دي خو دا چې د دې ناروغۍ ډولونه او علتونه ډېر دي نو له همدې کبله یې د درملنې د يوې لارې موندل هم مشکل دي.
ډاکتر محمد سجاد چې د مغزو متخصص او جراح دی او د آلمان د دوسلدورف ښار پوهنتون د روغتون د نيورولوجي د برخې مشر دی، د مېرگي د ځينو ډولونو علاج یې د عملياتو له لارې کړی دی.
د ميرگې د حملې پر وخت انسان بې حاله کيږي او پر خپل بدن کنترول نه لريانځور: Getty Images
دا چې آیا د عملیاتو له لارې د مېرگي درملنه زيانمنه ثابتيدلی شي او څنگه؟ ډاکتر سجاد یې په هکله وايي: «زموږ د مغزو د هيپوکيمپس برخه زياتره د ياداښت او زده کړې سره تړلې ده، ځکه دا د مغزو يوه ډېره مهمه برخه بلل کیږي. د هيپوکیمپس دوې برخې دي، ښی او کيڼه برخه. په ځينو انسانانو کې ښۍ او په ځينو کې کيڼه برخه ډېره فعاله وي. که چېري د ایپيليپسي علت د مغزو په فعاله برخه کې وي نو عمليات ډېر خطرناک ثابتیدلی شي. خو که په غیر فعاله برخه کې وي نو هلته عملیات تر ۸۰ فيصدو پورې گټور ثابتيدلی شي.»
د درملو له لارې د مېرگيانو پر درملنه تحقيق
د درملو له لارې د مېرگي د بېلا بېلو او تر اوسه د لاعلاجه ډولونو د درملنې په اړه د څېړنو لړۍ د بن پوهنتون په روغتون کې روانه ده. تر اوسه پر موږکانو تجربې ترسره کيږي، ځکه د انسانانو او موږکانو ترمنځ د جينتيک په برخه کې ډېر ورته والې شته.
د بن له پوهنتون څخه پروفيسر ډاکتر کرستيان شتاين هويزر په دې اړه وايي: «که چیري موږ د «ميزيل تيمپورل لوب ايپيليپسي« خبره وکړو چې د مېرگيانو تر ټولو پيچلی ډول دی او درملنه یې هم په زياتره قضيو کې نه کيږي، نو نن هم موږ د ديرشو کالو مخکې وخت په څير يوو، ځکه چې نن هم له ۶۵ نيولې تر ۷۵ فيصده پورې مريضانو باندي د مېرگي شته درمل اغیز نه کوي.»
کومه غذا د خوشالۍ او آرامو اعصابو سبب ګرځي؟ انځوريز راپور
ګټوره او ښه غذا نه يوازي د انسان پر بدن بلکه پر روان يې هم اغېز کوي. ښه غذا د انسان طبيعت ساز کوي، انرژي او د ژوند خوشالي وربخښي. خو څنګه چي به په دغه انځوريز راپور کې ووينئ،له ښه غذا څخه مقصد د مزې او خوند تابعيت نه دی:
انځور: picture-alliance/dpa
سبزيجات/سابه
هغه څوک چي هره ورځ حتی د خورما په اندازه هم رنګه او اومه سابه يا ميوه خوري نو د خپل روان او بدني روغتيا له پاره تر زياتي اندازې زښت مهم او اړين غذايي توکي په لاس راوړي. سبزيجات په بدن کي د اوبو د کمښت، د بيري حالت او په ژور خفګان يا ډپرېشن کي د بهترۍ سبب ګرځي او په مخنيوي کي يې هم رول لوبوي.
انځور: picture-alliance/dpa/V. Heinz
کمه بوره زياته روغتيا
که څه هم چي له شربتونو او غير الکهولي مشروباتو څخه نيولې بيا تر چاکليټو، کيکانو، کلچو او نورو په اصطلاح خوندورو خوراکي توکو کي بوره زياته وي، خو ورڅخه اجتناب يا کم استعمال يې د خپل ځان سره ښه کول دی. دا ځکه چي په بريتانيه او آلمان کي څېړنو ښودلې چي هغه کسان چي کمه بوره خوري، تر هغو زيات خوشاله او د ښه رواني او بدني روغتيا څښتنان وي چي زياته بوره يا په اصطلاح خواږه شيان خوري.
انځور: picture-alliance/Frank May
ويټامن بي د ښه اعصابو له پاره
ويټامن بي د روغ روان له پاره ډیر مهم دی، ځکه چي د اعصابو نظام ته ګټور دی او د ناحقه ستړيا او فشار يا شتريس د احساس مخه نيسي. د دغه ويټامن په مهمو او د انسان له پاره اړينو اقسامو کي فوليک تيزاب او (B2) يا نياسين شامل دي. ويټامن بي په سبزيجاتو، کم غوړ لرونکې غوښه، وچه مېوه، کيله، پټاټو او د شودو په مصنوعاتو کي موجود وي.
انځور: Imago/Westend61
بيولوژيکي مرستيال توکي/پروبيوتيکس
پروبيوتيکس يا بيولوژيکي مرستيال توکي داسي ژوندي ګټور آرګانيزمونه او خميرې د ځان سره لري چي نه يوازي د هاضمې نظام تقويه کوي بلکه د معدې ګټورې باکتېرياوي هم زياتوي چي د نورو ګټو تر څنګ د ډپرېشن يا ژور خفګان مخه نيسي. پروبيوتيکس په لبنياتو/د شودو په مصنوعاتو لکه مستو، چکه او په همدې شان په بادرنګ غوندي سبزيجاتو کي موندل کيږي. د پروبيوتيکس ګولۍ/کېپسول هم سته.
انځور: picture-alliance/Zoonar/M. Uliasz
ويټامن ډي /په کومو سيمو کي چي ژمی اوږد او لمر کم وي، اوسيدونکي يې د ويټامن ډي ګولۍ هم خوړلای سي.
کارپوهانو موندلي چي د انسان په بدن کي د ويټامن ډي کمښت د يو شمېر بدني يا فزيکي ستونرو تر څنګ په انسان کي د ډپرېشن او نورو رواني ستونزو لامل کرځېدلای سي. دا په دې معنی نه چي د هر ډپرېشن منبع دي د ويټامن ډي کمښت وي، يا د ويټامن ډي کمښت خامخا د ډپرېشن لامل کيږي. خو هغه کسان چي ډپرېشن لري اکثره وختونه يې کم لمر ليدلی وي. د لمر وړانګې د دغه ويټامن تر ټولو مهمه منبع ده.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Pleul
ماګنېشيم
پر موږکانو باندي تر سره سوو يو شمېر څېړنو ښودلې چي په بدن کي د ماګنېشيم (ماګنیزیم) کمښت د بيري او وارخطايي د احساساتو لامل کيږي. له دې کبله زيات ماګنېشيم لرونکي غذايي توکي د بيري د حالت مخنيوی کوي او د اعصابو نظام ته ګټه رسوي. په شنه سبزي/پالک، ګوبي، دالياتو، خور لرونکو حبوباتو او بادامو کي ماګنېشيم زيات وي.
انځور: picture-alliance/R. Märzinger
زينک
د زينک مواد هم په انسان کي د ناحقه بيري د احساس په مخنيوي کي مرسته کوي. په بدن کي د زينک کمښت د ډپرېشن، عصبانيت او وارخطايي لامل کيدلای سي. زينک د په پوښ لرونکو (سمندري) حيواناتو، اينه، د هګيو په ژړ، کډو، خاشخاشو او د غنمو او نورو دانو د پوستکو سره اوړو کي موندل کيږي.
انځور: picture-alliance/Zoonar/K. Solovyeva
سره غوښه
د ښه او متوارنې غذا خوړلو مقصد دا نه دی چي څوک به بالکل د غوښو له خوړلو څخه صرف نظر کوي. بلکه برعکس په اونۍ کي درې واري کوچنۍ د سرو غوښو (غوايي، پسه..) پخه سوې غوښه خوړل د سټرېس په مخنيوي کي مرسته کوي ځکه چي پکښي په لوړه اندازه اوسپنه موجوده وي. خو د زياتي غوښې او يا غوړې غوښې خوړل ښايي تر ګټي زيات تاوان ورسوي.
انځور: Imago/Imagebroker
برازيلي جوز/کاجو
په برازيلي جوزو کي د سيلينيوم په نوم هغه ماده سته چي اکثره وخت يې د انسانانو په بدن کي کمښت وي. په بدن کي د يادي مادې کمښت د طبيعت د خرابۍ او عصبانيت سبب ګرځېدلای سي. له همدې کبله کارپوهان په مناسبه موده کي په مناسب مقدار د دغو پليو يا جوزو د خوړولو توصيه کوي. تور عسل او سمندري مېوې هم سيلينيوم لري.
انځور: Colourbox
کُرکُمن
کرکمن په بدن کي د التهاب او دايمي عفونيتونو د هغو رنځونو په رغولو کي مرسته کوي چي له کبله يې د دماغ فعاليت اخلال کيږي. په کُرکمن کي د «کُرکُمين» په نوم ماده په دماغ کي د اومېګا درې فيټس اېسډ د زياتېدو او له دې کبله د شتريس او بيري د کمېدو لامل کيږي.
انځور: picture-alliance/Arco Images GmbH
د مديترانې د خوراک طرز
د مديترانې د خوراک په طرز کي بېلا بيل او خوندور خوراک خوړل کيږي. خوراک عموما د سبزيجاتو، کب/ماهي، د غنمو د پوستکي سره مل ميده سوو اوړو ډوډۍ، د زيتون غوړي، تازه مصالحې او وچي مصالحې سره مل وي او د ډوډۍ په پای کي د خوله خوږولو لږ ميوه هم خوړل کيږي. څېړنو ښودلې چي په دوامداره توګه مديترانه يې خوراکونه، له زياتو خوږو او سپينو اوړو د ډوډۍ او ورته نورو خوراکي توکو ځان ساتل د ډپرېشن او بيري مخه نيسي.
انځور: Colourbox
کافيين کمول
يو شمېر د غذا او روغتيا متخصص سازمانونه توصيه کوي چي د کافېين لرونکو مشروباتو لکه توري او شنې چايي، کافې او وېښ ساتونکو سافټ ډرينکس سره بايد ډير احتياط وسي. که څه هم چي د دغو موادو په خوړلو/چښلو انسان ځان هغه وخت ويښ او تازه احساسوي خو په اوږدمهاله توګه دغه د خوب د اخلال او ډپرېشن سبب ګرځېدلای سي. نه يوازي دا چي د دغو شيانو په چښلو کي بايد چي اعتدال وسي بلکه له بیديدو لنډ وخت مخکي بايد ونه چښل سي.
انځور: Fotolia/Africa Studio
په کافي اندازې د اوبو چښل
د بدن او دماغ د تازه او پياوړي ساتلو له پاره د زياتو اوبو چښلو توصيې کيږي. څوک چي کمي اوبه چښي نو دماغ يې هغسي چټک او متمرکز کار نه کوي لکه چي ورته اړتيا وي. عموما په ورځ کي بايد هر انسان د ۶ او ۸ ګلاسونو تر منځ اوبه وچښي.
هغه چاکلېټ چي پکښي د کاکاو برخه زياته وي او اضافي بوره او غوړ نه وي پکښي اضافه سوي، که په اعتدال سره وخوړل سي نو د انسان اعصابو ته ګټه رسوي. خو که اعتدال ونه ساتل سي نو د انسان وزن، په وينه کي شکره او يو شمېر نوري روغتيايي ستونزي زياتېدلای سي.